صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغانستان او هند ترمنځ د تروريزم د مخنيوي لپاره همغږي او اړيكې لاپراختيا مومي

د افغانستان او هند ترمنځ د تروريزم د مخنيوي لپاره همغږي او اړيكې لاپراختيا مومي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او هند ترمنځ د تروريزم د مخنيوي لپاره همغږي او اړيكې لاپراختيا مومي

جمهور رييس محمد اشرف غني هند ته په خپل سفر كې ددغه هېواد له ولسمشر،لومړي وزير او دبهرنيوچارو له وزيرې سره كتلي او پردوه اړخېزو اړيكو او سيمه ييزي همكارۍ يي خبرې كړې دي. دامريكا نوې تګلارې ددغه سفر پر بحثونو ډېر سيورى درلود. افغانستان او هند له پخوا راهيسې نږدې اړيكې پاللې او له ۲۰۱۱ زيږديزكال راهيسې دستراتيژيكو همكاريو د تړون په لاسليكولو سره په سيمه كې ځانونه ستراتيژيك ملګري ګڼي هند د دوه اړخيزو اړيكو ترڅنګ په بېلابېلو برخو كې له افغانستان سره پراخې مرستې كړي او پر خپل نړيوال او سيمه ييز دريځ تر ډېره ولاړ پاتې دى.

 په دغې كتنه كې له تروريزم سره د مبارزي په موخه هم د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې شوي دي. دافغانستان د علومو  اكاډمۍ غړي څېړنوال بخت محمد((بختيار)) د هېواد ورځپاڼې د خبريال ددې پوښتنې په ځواب كې، چې په دې وروستيو كې جمهور رييس هند ته سفر وكړ او هلته يې د هند له مشرانو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ له تروريزم سره د مبارزي په برخه كې هم خبرې وكړې او هندي لوري په بېلابېلو برخو كې خپله همكاري اعلان كړه، دغه  همكاري له تروريزم سره دمبارزې په موخه څومره ګټوره ده ؟داسې وويل: دافغانستان او هند ترمنځ د تروريزم د مخنيوى لپاره اړيكې لا همغږې او غښتلي شوي دي دافغانستان او هند ترمنځ همكارۍ او اړيكې ډېر پخوانى تاريخ لري. دغه اړيكې تل ډېرې ښې او دوستانه وې او دي ،هند ته د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي سفر په اړه بايد ووايم، دا سفر په داسې حالت كې تر سره كېږي ،چې دمنځنۍ آسيا لپاره د امريكا تګلاره اعلان شوه. په دغې تګلاره كې د هند په هكله خبرې شوي دي. په دې مانا، چې امريكا له هند څخه ددې هيله كړې،چې دافغانستان په بيا ودانولو كې فعاله ونډه واخلي. له دې پرته دافغانستان په اړه د هند د دريځ په هكله بايد ووايو ،چې هند په افغانستان كې په تېرو ۱۵كلونو كې نږدې ۳ميليارډه ډالره پر بيارغاونه لګولي دي. دا پيسې لويه پانګه ده. اوس مهال هند په سيمه كې له افغانستان سره د نړيوال تروريزم  په وړاندې د مبارزي او همدارنګه په نورو سيمه ييزو برخو كې د نظر نږديوالى او ورته والى لري. هغه ستونزې ، چې د دواړو هېوادونو پروړاندې شتون لري كولاى شي پر دواړو منفي اغيزي شيندي ،نو له دې امله افغانستان ددې لپاره ،چې پخوانۍ اړيكې پياوړې او پراخې كړي نو ځكه ولسمشر محمد اشرف غني هند ته سفر وكړ، چې د سيمه ييزو ستونزه د اوارولو په هكله خپل نظرونه له يو بل سره تبادله كړي او په دې اړه ځانګړي ګامونه پورته شوي دي .

ښاغلي بختيار ددې پوښتنې په ځواب كې، چې پاكستان دافغانستان او هند ترمنځ د اړيكو نيولو او همكاريو په اړه ناخوښ او خپه دى، دا ولې؟څرګنده كړه:

د هند او پاكستان ترمنځ اړيكې د سيمې پر حالاتو نيع په نيغه اغېزه لري. دپاكستان د بهرنۍ پاليسۍ يو اساسي عنصر او اصل له هند سره داړيكو څرنګوالى دى او تل ددغو اړيكو په هكله پاكستان خپلې اندېښنې ښودلې دي.په دي مانا، چې هند هڅه كوي په افغانستان كې دپاكستان رول كمزورى او پيكه كړي ،ترڅو ددغه هېواد د مداخلې مخه ونيسي. د هند او پاكستان ترمنځ اړيكې دهند د خپلواكۍ له ګټلو وروسته كله،چې دپاكستان په نامه دولت رامنځ ته شو، له هغې زمانې را په دې خوا تر اوسه ښې نه دي. دهند او پاكستان ترمنځ د كشمير مسئله او دهستوي او اټومي وسلو دجوړولو مسئله هم مطرح ده همدارنګه د افغانستان وضعيت هم يوله هغو لاملونو څخه دى، چې د دواړو هېوادونو اړيكې يې اغېزمنې كړي دي په هر حال هند په سيمه كې يو ځواكمن او ستر هېواد دى ،په سيمه ييزو چاروكې هېڅوك ترې سترګې نه شي پټولي او له اقتصادي پلوه هم په سيمه كې غښتلى اقتصاد لري او همداراز له تروريزم سره په مبارزه كې هم يوله مهمو لوبغاړو ګڼل كېږي.له هند پرته نور هېوادونه په يوازيتوب نه شي كولاى له تروريزم سره په مبارزه كې برياليتوب ته ورسېږي. نه يوازې هند ،بلكي د سيمې نورو هېوادونو لكه چين ،روسيې او ايران هم په سيمه كې پر روانو حالاتو اغېزې ښندلي دي.ددغو هېوادونو ترمنځ د تروريزم د مخنيوي په اړه  اجماع جوړول يو اساسي شرط دى او يه دې توګه برياليتوب تر لاسه كېداى شي

ښاغلي بخت محمد بختيار ددې پوښتني په ځواب كې، چې امريكا هند په سيمه كې يو لوى او اغېزه لرونكي هېواد بللى او غوښتنه يې كړې ،چې په افغانستان كې خپل رول لا پياوړى كړي،ترڅو سوله او ثبات راشي؟ داسې څرګنده كړه: دامريكا په نوي پاليسۍ كې د هند رول ته اشاره شوې او هند يو داسې هېواد دى، چې په نړيوال ډګر كې پر يوه ستر اقتصادي قوت بدل شو ى دى دغه هېواد په سيمه كې ستر رول لري او د ((بريكس)) سازمان او همدارنګه د شانګهاى د همكاريو د سازمان غړيتوب هم لري، نو ددغه هېواد رول په تېره بيا دافغانستان په هكله او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر كې مهم دى او دافغانستان او هند ترمنځ همغږي او اړيكي به زموږ د هېواد د ترقۍ او پرمختګ سبب شي او د تروريزم خطر به د دواړو هېوادونو ترمنځ له منځه يووړل شي . 

                   محبوب  _   هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha