صفحه اصلی | hiwad | مرکه | له روسيې او چين سره د افغانستان د سوداګرۍ د غښتلي كولو په موخه هلې ځلې روانې دي

له روسيې او چين سره د افغانستان د سوداګرۍ د غښتلي كولو په موخه هلې ځلې روانې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له روسيې او چين سره د افغانستان د سوداګرۍ د غښتلي كولو په موخه  هلې ځلې روانې دي

د روسيې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه هلې ځلې روانې دي. روسيه دافغانستان تازه او وچو مېوو ته اړتيا لري ،خو په مقابل كې افغانستان بيا د روسيې صنعتي توكو ته اړتيا لري ځيني ستونزې په دې لاره كې پرتې دي ،چې هغه روسيې ته د ازبكستان له خاورې د سوداګريزو توكو دلېږد ستونزې دي ،چې بايد د سوداګرۍ د نړيوالو اصولو له مخې لرې كړاى شي، چې پرمټ يې د روسيې او افغانستان ترمنځ سوداګري عادي بڼه غوره كړي او ورسره جوخت به له چين سره هم دافغانستان د سوداګرۍ د پيلېدو لپاره هڅې وشي. هېواد ورځپاڼې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې له وياند ښاغلي صيام الدين((پسرلي)) سره مركه كړې، چې دادى په ګډه به يې ولولو

پوښتنه: روسيې له افغانستانه دتازه او وچې مېوې د پېر غوښتنه كړې وه، لطفاً په دې اړه له ګرانو لوستونكو سره معلومات شريك كړئ؟ 

ځواب: له روسيې او چين سره دافغانستان د سوداګرۍ د غښتلي كولو لپاره هلې ځلې روانې دي. د روسيې او افغانستان د سوداګرو ګډه غونډه به دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو په خونه كې تر سره شي.له روسيې څخه شاوخوا ۲۷تنه سوداګر افغانستان ته راغلي دي. د دواړو لورو موخه داده ،چې د روسيې او افغانستان ترمنځ د سوداګر يزو اړيكو د غښتلي كولو لپاره كار وشي . روسيې ته زموږ صادرات ښه شوي دي،خو په هغه شكل ،چې بايد واي هغسې نه دي. لامل يې دادى،چې ترانزيتي ستونزې تر اوسه په دې لاره كې شتون لري .موږ له ازبكستان سره د سوداګرۍ او ترانزيت په اړه دوه اړخېز تفاهمليك نه لرو ،چې افغان سوداګر وكړاى شي خپل سوداګريز مالونه د ازبكستان له خاورې روسيې ته صادركړي. روسيې دافغان سوداګرو لپاره آسانتياوې په پام كې نيولي دي، كابو ۹۵سلنه تعرفه يې زموږ پروړاندې بخښلې او معاف كړې ده، چې دافغان سوداګرو لپاره يوښه زېرې دى. روسيه دافغانستان د وچو او تازه مېوو د پلور او پير لپاره ښه ماركېټ دى،موږ كولاى شو دغه هېواد ته صادرات ولرو په روسيه كې كابو ۸۰۰ افغان سوداګر فعاليت كوي او د سوداګرو ټولنې هلته شتون لري. د دواړو هېوادونو سوداګرو يوه ګډه غونډه هم جوړه كړې. د روسيې دغه سوداګر په بېلابېلو سوداګريزو او اقتصادي سكتورونو پورې تړاو لري او د صنعت ،كرنې او كانونو د راسپړلو او په داسې نورو اقتصادي برخو كې به پانګونه وكړي .

پوښتنه : د هغې ترانزيتي ستونزې دله منځه وړلو له پاره چې افغانستان يې د ازبكستان له هېواد سره لري تر اوسه څه فعاليت شوى دى ؟

ځواب: افغان حكومت بايد په دې اړه له افغانستان سره د ازبكستان ددغې ستونزې حل ته ودانګي ،ځكه چې ستونزه د دوو حكومتونو په كچه ده موږ حكومت ته وړانديز كړى ،چې دافغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګريزو از ترانزيتي چارو په اړه بايد دوه اړخيز تړونونه لاسليك شي.تمه ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني به له ازبكستان سره د سوداګريز  و اړيكو دپراختيا او داسي نورو دوه اړخېزو مسايلو په اړه د خبرو له پاره دغه ګاونډي هېواد ته سفر وكړي او په دي برخه كې به بېلابېل  تړونونه ورسره لاسليك كړي. دا دافغان سوداګرو لپاره يوښه زېرې دى، موږ دې ته اړتيا لرو ،چې له ازبكستان سره سوداګريز  تفاهمليكونه او تړونونه لاسليك كړي او په ټوله كې ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي همكاريو د تړون لاسليك ته هم زمينه برابره شي.

پوښتنه: اوس دافغانستان او ازبكستان ترمنځ سوداګري څنګه ده؟

ځواب: له ازبكستان سره دافغانستان سوداګري مخ پر لوړېدو ده. اوس د ازبكستان او افغانستان ترمنځ سوداګري څلور نيم سوه ډالروته لوړه شوې ده. پخوا ددغو دواړو ګاونډيو هېوادونو سوداګريزې اړيكې پيكه وې، خو اوس له نېكه مرغه دغه اړيكې مخ پر ښو كېدو دي او په دې وروستيو كې پراخې شوې دي. زموږ غوښتنه دا ده ،چې له ياد شوي هېواد سره زموږ سوداګريزې او ترانزيتي اړيكې لا پياوړې شي.

پوښتنه: د هوا له لارې له روسيې سره دافغانستان سوداګري څنګه ده؟

ځواب: د هوا له لارې له روسيې سره دافغانستان سوداګري يوڅه ګرانه ده، خو كه د ځمكي له لارې د دواړو لورو د سوداګرۍ له پاره زمينه برابره شي. ډېره ښه او ارزانه به وي. زموږ هيله داده چې د هوا له لارې هم له روسيې سره سوداګري ولرو .

پوښتنه: په روسيه كې د سوداګرۍ ظرفيتونه به دافغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره څومره ګټور وي؟

ځواب: په دې كې شك نه شته ،كه چېرې موږ له روسيې سره سوداګري ولرو، زموږ سوداګري به هم ښه شي، او دافغانستان د سوداګرو د ظرفيتونو له لوړولو سره به هم زياته مرسته وكړي، له دې لارې به د هېواد خلكو ته دكار زمينه برابره شي.او پرحكومت به د خلكو باور  پرځلېدو راولي .

ده زياته كړه: دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه پلان لري ،چې افغانستان په يوه صادراتي هېواد بدل شي او روسيه په دې برخه كې له موږ سره مرسته وكړاى شي او ترڅنګ به يې داړتيا وړ صنعتي توكي او داسې نور محصولات هم له روسيې څخه زموږ هېواد ته را وارد شي

پوښتنه: د چين او افغانستان ترمنځ د اورګاډي په واسطه سوداګري څنګه ارزوئ؟

ځواب: دافغانستان او چين ترمنځ د اورگاډي پټلۍ له لارې سوداګري په ټپه درېدلي ده. اړتيا احساسيږي ،چې په اورګاډي سره د سوداګرۍ په اړه دافغانستان ،چين ،ازبكستان او قزاقستان ترمنځ څلور اړخېز تړون لاسليك شي. په دي برخه كې هم بايد ډېر كار وشي.

پوښتنه: اوس كوم مالونه،چې له چين څخه افغانستان ته راوارديږي له كومو بندرونو څخه را واردېږئ؟

ځواب: دامالونه دپاكستان او دايران دبندر عباس له لارو افغانستان ته را واردېږي       

                    محبوب_ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha