صفحه اصلی | hiwad | مرکه | پاکستان او يوشمېر نورې مغرضې کړۍ په افغانستان کې خپلې ځانګړې موخې لري

پاکستان او يوشمېر نورې مغرضې کړۍ په افغانستان کې خپلې ځانګړې موخې لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستان او يوشمېر نورې مغرضې کړۍ په افغانستان کې خپلې ځانګړې موخې لري

تېروتنه به يوځل تکرارېږي،که چېرې دويم ځل تکرارشوه دا به، نو مديريتي ضعف ٬ کمزوري او يا د پردې تر شا کوم بل هدف وي. د افغانستان لانجه اوس په نړۍ کې په يوه پيچلې لانجه اوښتې ده چې د حل سمه لاره يې ،ځکه ورکه ده چې مغرضې کړۍ په کې لاسوهنه کوي او دا کړۍ په دې خوشحاله دي ،چې د افغانانو بې درېغه وينې نورې هم تويې شي او تر هغو تويې شي چې ددوی شرطونوته په آسانۍ او د دې ناروا کړيو په زړه جوړه غاړه کېږدي.

په دې وروستيوکې يو ځل بيا د هېواد په هرګوټ کې خونړۍ او بې رحمه چاودنې او بريدونه وشول او د بې ګناه افغانانو وينې يې تويې کړې . موږ د وسله والومخالفينو  د دغو وروستيو بريدونود تشديد په اړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سلاکار ښاغلي حبيب الله رفيع نظر وغو ښت ، ده د خپلې مرکې په پيل کې وويل:

 

 څه موده وړاندې  يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې په سر د امريکا ٬ چين ٬ پاکستان او افغانستان د هيئتونو ترمنځ د څلور اړخېزو  خبرو په اړه په رسنيو کې تاوده بحثونه پيل شوي وو او خلک هم هيله من شوي وو ، چې ګوندې له دې غونډې د مثبتې نتيجې په را وتوسره به دا ځل په هېواد کې روانو غميزو ته د پای ټکی کېښودل شي او پاکستان هم ددې لپاره چې نړيوال فشار پر ځان کم کړي، ژر يې دې خبرو ته غاړه کېښوده. دوی په عمان کې په خبرو اترو را جرګه شول او دلته پاکستان ترهګرو ته د خونړيو بريدونو د تشديد قومانده ورکړه،  تر څو نړۍ ته وښيي چې وسله وال طالبان ددوی په واک كې نه دي .

پوښتنه : د بن له غونډې وروسته دا د افغانستان د لانجې په اړه  دويمه ښکاره تېروتنه ده ، چې وسله والوطالبانو ته يې د هېواد داوسنۍ لانجې د يوه مطرح اړخ په توګه د عمان په غونډه كې د ګډون حق ورنه کړ ٬ دا ولې ؟

ځواب : د سيمې هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان او يوشمېر نورې مغرضې کړۍ په افغانستان کې خپلې ځانګړې موخې لري، هغوی دلته سوله نه غواړي ، نو ځکه يې د افغانستان لانجې ته يو داسې سياسي قلف اچولى چې کيلي  يې هم له دوی سره ده او کله ناکله د نړيوال عامه ذهنيت د تېر ايستلو لپاره داسې فورمول را مخ ته کړي چې هغه د افغانانو د لا زياتو وينو په تويېدو سره ختم شي. که چېرې د عمان ډرامه نه واى پيل شوې، په يقيني ډول په افغانستان کې وروستۍ وينې هېڅکله نه بهېدې.

پوښتنه : که د غونډې د پرېکړو په اړه خپل معلومات را سره شريک کړئ ؟

ځواب : غونډه په بشپړه توګه بې نتيجې پای ته ورسېده او دا پريکړه هم ونه شوه ، چې بل ځل به د موضوع په اړه د خبرو لپاره کومه بله غونډه ولري که نه ! 
افغان حکومت هم اعلان وکړ چې بيا به په داسې غونډو کې ګډون ونه کړي چې پخوانۍ ژمنې نه وي عملي شوې .

پوښتنه : که د پخوانيو ژمنو په اړه معلومات را کړئ چې افغان لوري کومې ژمنې په ګوته کړې :

ځواب : هغه ژمنې دا وې ،  پاکستان تل وعده ورکوله چې وسله وال طالبان خبرو ته کښېنوو ،خودا ځل يې له خبرو اترو د مخه وويل:  اوس موږ پر وسله والوطالبانو د پخوا په شان تسلط نه لرو او په دې توګه يې خپلې زړې ژمنې
 ماتې کړې.           حيا ت الله حليم 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha