صفحه اصلی | hiwad | مرکه | ملي تياتر د هېوادوالو د خوښۍ لپاره څو نندارې چمتو كړې دي

ملي تياتر د هېوادوالو د خوښۍ لپاره څو نندارې چمتو كړې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تياتر د هېوادوالو د خوښۍ لپاره څو نندارې چمتو كړې دي

پوښتنه : ملي تياتر د راتلونكو ورځو لپاره څه پروګرام لري؟

ځواب: د ملي تياتر اداره په پام كې لري ،چې په شانداره توګه يوه ننداره وړاندې كړي .له شك پرته موږ هر كال څو نندارې وړاندې كوو. همدا اوس د (واى برمن) يوه ننداره،چې د يوه هنرمند له ژوند څخه حكايت كوي،كار
پرې روان دى.

پوښتنه: د سولې د راوستو دنندارې په اړه يو څه ړنا  واچوئ؟

ځواب: په دې اړه هم يوه ننداره تر كار لاندې لرو، چې په نږدې راتلونكي كې به د ويديو كمرې په واسطه ثبت شي او له ايډت وروسته به خپره شي.

پوښتنه: د تاسې (ګمشده درجنګل) ننداره څنګه ده؟

ځواب: (ګمشده در جنګل) ننداره د ماشومانو د تياتر له خوا په لاره اچول شوې ،چې په دې لړ كې د ملي تياتر هنرمندانوښه چمتوالى نيولى او تر اوسه په كابل  ښار كې ۱۰ وړكتونونه تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي. دغه ننداره د مينوالو ترڅنګ. په تېره بيا د كابل ښار د وړكتونونو د ماشومانو ډېره خوښه شوه موږ دا په پلان كې لرو چې۴۰ وړكتونونه تر خپل پوښښ لاندې راولو ، موږ په اوونۍ كې دوه ځله د يكشنبې او سه شنبې په ورځو كې نندارې وړاندې كوو، ترڅو د ماشومانو د ژوند شېبې ښې تېرې شي .

پوښتنه: د كاروان ننداره موڅنګه وړاندې شوه؟

ځواب: زموږ دغه ننداره د هېوادوالو د خوښۍ لپاره وه ،ترڅو د هېوادوالو د ژوند شېبې ښې تېرې شي.ددغې نندارې جوړوونكى جميل ((خالقي)) د ملي تياتر له كار ګردانانو څخه دى. موږ له ډېرو تمرينونو وروسته پردې وتوانېدو چې دغه ننداره د پوهنې وزارت د تلوېزيون له خوا ثبت او بيا يې د همدغه تلويزيون له لارې نندارې ته وړاندې كړو.

پوښتنه: ديوې مياشتې په موده كې مو نور څه فعاليتونه تر سره
 كړي دي

ځواب: د يوې مياشتې په موده كې موږ لومړنى كار،چې تر سره كړ، يوه ډېره ښه ننداره د ماشوم د تياتر له خوا وليكل شوه ،چې د كليمه قرن په نامه يادېده د وزيرانو ،د وزارتونو د معيينانو او درابلل شويو مېلمنو په حضور كې نندارې ته وړاندې شوه ،چې د ګډون كوونكو د ډېرې پاملرنې او خوښۍ وړ وګرځېده او د ملي تياتر د هنرمندانو ډېره ستاينه وشوه. ده زياته كړه: دماشومانو په اړه هم څو نندارې وړاندې شوې همدا اوس مو هم دماشومانو د خوښۍ لپاره نندارې چمتو كړي دي، ترڅو مينه والوته وړاندې شي.                 

                    محبوب _هېواد


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha