صفحه اصلی | hiwad | مرکه | په كندهار كې د لمريزې برېښنا د پروژې پلي كول خلكوته ډېرې آسانتياوې رامنځ ته كوي

په كندهار كې د لمريزې برېښنا د پروژې پلي كول خلكوته ډېرې آسانتياوې رامنځ ته كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په كندهار كې د لمريزې برېښنا د پروژې پلي كول خلكوته ډېرې آسانتياوې رامنځ ته كوي

هند په كندهار كې دلمريزې برېښنا په برخه كې دمرستې اعلان وكړ.كندهار چې دافغانستان له لويو اومشهورو ولايتونو څخه دى، د برېښنا له كمښت سره مخ دى اوخلك به دلمريزې برېښنا په ترلاسه كولو سره پردې وتوانيږي چې خپلې فابريكې او سړې خونې اوهمداسې نورتاسيسات فعال وساتي.

 دعلومو اكادمۍ داقتصاد دانستيتوت منشي ښاغلي زريم (( جاويد)) دهېواد ورځپاڼې ددې پوښتنې په ځواب كې چې هند په كندهار كې دبرېښنا ديوې لمريزې پروژې دپرانيستلو اعلان وكړ، د برېښنا دغه پروژه څومره ګټوره ده ؟ داسې وويل: برېښنا دژوندانه له لومړنيو اړتياوو څخه شمېرل كېږي. له نېكه مرغه افغانستان ۳۶۹ لمريزې ورځې لري، نو د آبي او بادي برېښنا په پرتله دلمريزې برېښنا ډېرظرفيت لري.

داچې دكندهار په ولايت كې دلمريزې برېښنا پروژه د لسو ميګاواټو په ظرفيت را منځ ته شوې او دپلي كولو په درشل كې ده . دافغانستان اوپه ځانګړې توګه دكندهارد خلكولپاره ډېره ارزښتناكه پروژه ده، ټولوته معلومه ده چې كندهار دميوو او د  لومړنيو او  اومو موادو له پلوه ډېر بډاى ولايت دى. ډېرې هغه ميوې اوسبزيجات چې ترلاسه كېږي دهغو لپاره سړو خونو ته اړتيا ده ، چې په كې وساتل شي، كله چې دغه ميوې اوسبزيجات بهر ته صادروو كه په صادرولو كې يي ځنډ منځ ته راشي، د ورځې په تېرېدو سره خوسا كېږي ، نو دنېكمرغۍ ځاى دى ، چې دكروندګرو لپاره دسړو خونو دجوړولو ښه شانس پيدا شوى دى. سربېره پردې دكندهار په صنعتي پارك كې ډېرې فابريكې لرو، چې د برېښنا له كمښت سره مخ دي . دڅو كلونو په اوږدوكې زموږ په هېواد كې ډېرې فابريكې له فعاليته لوېدلي دي يولامل يې دنورو لاملونو ترڅنګ د برېښنا كمښت او ډېرمصرف و.كله چې برېښنا نه وي كارخانې اوصنعتي ځايونه له فعاليته دريږي، كله چې يوه فابريكه دريږي مالك ته يې ډېرتاوانونه پېښيږي لكه دمځكې كرايه، دكارګرانو معاش اوهمداسې ددولت ماليات او د وزګارتيا ستونزه منځ ته راځي، نو دكندهار دلمريزې برېښنا دپروژې په پلي كولو سره څوښيګڼې ليدل كېږي يوه دا چې په ياد ولايت كې به د وزګارتيا اوبې روزګارۍ كچه راټيټه شي او له بله پلوه به دصنعت په پرمختګ كې مثبت رول ولوبولى شي ، سربېره پردې دسړو خونو په جوړولو سره به دكندهار ولايت دبزګرو ترلاسه شوې ميوې اوسبزيجات په لږ وخت اويوه فصل كې په سړوخونو كې ساتل كېږي او دهركال په څلورو فصلونو كې به په ارزانه بيه بازار ته وړاندې كېږي.

ده ددې پوښتنې په ځواب كې چې افغانستان دلمريزې برېښنا دتوليد لپاره ښه ظرفيت لري، نو تاسې دهېواد په نورو ولايتونو كې دلمريزې برېښنا د پروژې  په كار اچول څنګه ارزوئ؟ وويل: مامخكې هم اشاره وكړه چې افغانستان دلمريزې برېښنا په توليد كې دښو شرايطو درلودونكى هېواد دى، دغه شرايط په اروپايي او نورو هېوادونوكې نه شته هلته لمرلږ وي، خوزموږ په هېواد كې لمر ډېر وي. افغانستان دلمريزې برېښنا له پلوه په نړۍ كې شتمن هېواد دى.

ښاغلي جاويد ددې پوښتنې په ځواب كې چې هند دلمريزې برېښنا په برخه كې ډېره تجربه لري، نو له افغانستان سره  ددغه هېواد مرسته د برېښنا په رسولو كې څومره گټوره ده ؟ څرگنده كړه: هند تراوسه پورې دافغانستان يوښه او ډاډمن دوست هېواد پاتې شوى او افغانانو ته يې لاس وركړى او ډېرې مرستې يې ورسره كړي دي. دهند د مرستو له جملې څخه يو دسلما دبرېښنا دبند جوړول دي چې د برېښنا ترڅنګ يې د (۸۰۰۰۰) جريبه كرنيزو ځمكو د خړوبولو لپاره هم زمينه برابره كړې ده.

دسلما بند دجوړولو كار دسردارمحمد داودخان دحكومت پرمهال پيل شوى و، خو دتېرو جګړو له امله يې كار په ټپه درېدلى و، چې دهند په هلو ځلو سره جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ده زياته كړه: دوستو هېوادونو له افغانستان سره ډېرې مرستې وكړې چې دكمزوري مديريت له امله دغه مرستې په بنيادي پروژوكې نه دي لګول شوي .

د هند هېواد دتخنيك، انجنيري او لمريزې برېښنا تجربې په افغانستان كې ډېرې ګټورې دي، كېداى شي افغانان دهند له دغو تجربو څخه دخپل هېواد په بيارغاونه او پرمختګ كې ګټه واخلي. له هرڅه مخكې د افغانانو لپاره دا دخوښۍ او خوشحالۍ ځاى دى چې دهند مرستې په بنيادې پروژوكې لګول شوي دي.

ښاغلي منشي زريم ((جاويد)) ددې پوښتنې په ځواب كې چې افغان حكومت دلمريزې برېښنا د پروژو په پراختيا كې څه بايد وكړي؟ وويل: دنورو امكاناتو اوآسانتياوو ترڅنګ چې موږ ښه بهانده سيندونه او داوبو د برېښنا توليد ته ښه شرايط لرو، دحكومت لپاره دا په كار دي چې دهند دبريالۍ پروژې په څېر مرسته شوې پيسې په بنيادي پروژوكې ولګوي. افغانان لمريزې برېښنا ته اړتيا لري. د برېښنا په لرلو سره هرڅه رڼا او فعالېداى شي، كه چېرې موږ برېښنا ونه لرو ژوند به ولرو، خو ژوند به مو ډېر وروسته پاتي وي.

 دحكومت لپاره اړينه ده چې د لمريزې برېښنا پروژو ته پراختيا وركړي.

                      محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha