صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغان مهاجرو پر وړاندې د ايران د حكومت سياست ثابت نه دى

د افغان مهاجرو پر وړاندې د ايران د حكومت سياست ثابت نه دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان مهاجرو پر وړاندې د ايران د حكومت سياست ثابت نه دى

دايران داسلامي جمهوريت د كورنيو چارو زير عبدالرضا رحماني فضلي وايي: تېركال۰ ۷۳زره افغانان له خپل هېواد څخه ووتل او ددوى زيات شمير ايران ته راغلي دي. افغان دولت پرخپلوپولو لري،خو دده په خبره ايران پر خپله پوله واك لري،

خو په سراوان كي نږدې (۲۰۰)كيلومتره پوله داسې ده چې د پيچلتيا او ناسمو شرايطو له امله د افغان كډوالو د ورستنېدلو لاره پرې جوړه شوې د ايران د ناقانونه افغان وګړو پېژندل پيل كړي او وروسته به يې په داوطلب ډول ستنول پيل كړي.د ښاغلي فضلي په خبره تر اوسه په دغه هېواد كې اته لكه ناقانونه افغانان پېژندل شوي. د ايران د كورنيو چارو وزير وايي: هېواد يې د نا قانونه افغان كډوالو او دانساني قاچاق په تړاو له افغان حكومت سره جدي خبرې كړي دي. دغه ايراني چارواكى وايي: افغان لوري ته يې قناعت وركړ، كوم كسان ،چې په قاچاقي ډول ايران ته راځي، هغه بايد رسمي بڼه ولري. د ده په خبره په دې تړاو تراوسه دوې غونډې له ولسمشر او څو نورې د افغانستان دكورنيو چارو له وزير سره شوي دي. دى وايي: هوكړه شوې چې له افغان حكومت سره په همكارۍ هغه كسان چې غواړي په قانوني ډول  ايران ته لاړ شي، نو درې مياشتنۍ قانوني اجازه نامه(ويزه) بايد وركړل شي همدارنګه: ناقانونه بهرني وګړي په امنيتي او ټولنيزو برخو كې ايران ته ستونزې جوړوي، ځكه يې بايد برخليك وټاكل شي. په ايران كې نږدې درې ميليونه بهرنيان شته، چې ډېريې افغانان دي. ددغې موضوع د څرنګوالي په اړه مو دافغانستان د كارګرانو د ملي ټولنې له مشر ښاغلي معروف قادري سره مركه كړې چې ستاسو قدرمنو لوستوتكو پام ورته  را اړوو. په سركې موله قادري صاحب څخه وپوښتل، دايران حكومت غواړي هغه افغانان چې په ناقانونه ډول ايران ته دكار لپاره ځي يا يې كورنۍ هلته ژوند كوي او تګ را تګ لري د درېو مياشتو د وېزې وركړه ستاسو په نظر څومره كولاى شي زموږ دخلكو ستونزې هوارې كړي ؟

ځواب: لكه چې ټولو ته څرګنده ده څه دپاسه ۴۰كاله كېږي چې زموږ ډېر افغان كډوال په ايران كې ژوند كوي چې په دې تېرو ۴۰كلونو كې دايران د حكومت سياست د دوى په مقابل كې ثابت نه دى پاتې شوى او په مقطعي شكل ور  سره چلند شوى دى. اوكله دوى ته موقت كارتونه وركول كېږي كله په زور او جبر له ايرانه اېستل كېږي او كله ويزه نه وركوي. همدارنګه كله چې  دغه هېواد له افغان حكومت سره څه ستونزې پيدا كړي، دوى خپل فشار پرافغان مهاجرينو ډېروي او ډله ډله يې له ايرانه شړي، نو فكر وكړئ د څلوېښتو كلونو په موده كې كه دغو افغانانو يا دنورو ملكونو خلكو په اروپايي هېوادونو كې ژوند كولاى، نو اوس به يې دوى ته دايمي اقامه پاڼې وركړې واى او له هغو امتيازونوڅخه به برخمن واى  چې دهغوى خپل اتباع ترې ګټه پورته كوي، مګر ايران كله  ديو كال اقامه وركوي او كله هم د دوو كلونو او افغانان له دغه راز ستونزو سره همېشه لاس او ګريوان وي. اوس يې  داسې اعلان كړى، موږ هغه چاته درې مياشتنۍ ويزه وركوو چې په ايران كې په كار بوخت وي .

نوخبره واضح ده، له دغو كسانو ماليه راټولوي او آن تر اوسه د ځينو سليقوي كړنو له امله دهغو كډوالو ماشومانو ته حتى د تعليم او زده كړې زمينه هم نه ده برابره شوې ،چې په ښوونځي  يا په لوړو تحصيلي موسسو كې زده كړه وكړي. صرف لږو كډوالوته دغه زمينه برابره شوې چې ماشومان يې د ايران په ښوونځيو او د لوړو زده كړو په موسسو كې زده كړه وكړي. څه موده وړاندې د ايران مشر اعلان وكړ ټول هغه مهاجرين چې په ايران كې ژوند كوي ماشومان يې كولاى شي.په ايران كې زده كړې وكړي چې موږ يې هركلى كوو او دا كار به ښه عملي جنبه ولري .

پوښتنه: آيا فكر نه كوئ چې د درې مياشتنۍ ويزې وركول به يو كارګر ته لږ وخت وي او آيا دوى كولاى شي په درېو مياشتو كې د خپل پاسپورت ،ترانسپورت د ويزې، ماليې او داسې نور مصارف پوره كړي.په دي هكله ستاسو نظر څه  دى ؟

ځواب: د ايران حكومت يانور حكومتونه همېشه د خپلو ګټو لپاره فكر او كار كوي، خو كوم وخت يې چې زموږ له سياسيونو سره  روابط خراب شي، نو بيا په بېلابېلو پلمو افغان مهاجر ځوروي. اوس راځئ منطقي فكر وكړو، يو سړى چې ډېر مجبور نه وي، بل هېواد ته د كار لپاره نه ځي او يا كه په خپل هېواد كې د ژوندانه شرايط  ورته برابروي، نو په بل هېواد كې څه كوي؟ همدغه ډله خلك پخوا د قاچاقبرانو په لاس ايران ته  تلل او هلته يې  خپله د څو مياشتو تنخوا دغو قاچاق وړونكو ته وركوله، نو اوس بيا دغه بېچاره كارګرته ګټه ونه شوه. اوس دايران حكومت د ماليې په بڼه د ويزې د تحويلۍ، د جواز د تمديد او دماليې پيسې اخلي چې ګټه يې د ايران حكومت ته ده او دوى ته داسې زمينه جوړوي چې افغانان په تنګ شي او خپل هېواد ته ستانه شي، نو موږ هم له خپل حكومت څخه هيله لرو چې د پورتنيو مسايلو په پام كې نيولو سره د ايران له حكومت سره خبرې وكړي او يوې مطلوبې هوكړې ته سره ورسېږي. په همدې اړه مو وغوښتل د كډوالو او راستنېدونكو  چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له ډېر هلوځلو سره سره پردې كار بريالي نه شوو، چې په دې  برخه كې نور كره او موثق معلومات هم تر لاسه كړو        نېك محمد- آزاد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha