صفحه اصلی | hiwad | مرکه | الحاج وحىدالله کلىمزى: د كونړ خلکو د سولې ، د امن د ټىنکښت او پرمختګ په برخو کې له حکومت سره همکاري کړي ده

الحاج وحىدالله کلىمزى: د كونړ خلکو د سولې ، د امن د ټىنکښت او پرمختګ په برخو کې له حکومت سره همکاري کړي ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
الحاج وحىدالله کلىمزى: د كونړ خلکو د سولې  ، د امن د ټىنکښت او پرمختګ  په برخو کې له حکومت سره همکاري کړي ده

كونړ دافغانستان په ختيځ كې موقعيت لري، دغه ولايت له پاكستان سره ګډه پوله لري او وخت ناوخت ددغه ولايت په پوله پرتى ولسوالۍ د ترهګريزو بريدونو او د پاكستاني پوځيانو ترراكټي بريدونو لاندې راځي، ددغه ولايت په عمومي وضعيت او دبيارغاونې په اړوند مې دكونړ ولايت له والي ښاغلي الحاج وحيدالله كليمزي سره مركه ترسره كړې چې ګرانو لوستونكو ته يې وړاندې كوو.

پوښتنه :په تېرو شپږو مياشتو كې د كونړ ولايت ادارې كومې لاسته  راوړنې لري او څومره پرمختيايي بودجه يې لګولې ده ؟

ځواب: خوشبختانه  د ولاىتي ادارې په هڅو د (۱۳۹۶) ىم کال پرمختىاىي پلان بشپړ شوى او په دې توانىدلي ىو چې په پلان کې د ورکړل شوىو ىو شمېر پروژو منظوري واخلو  د غه پلان د د ولتي ادارو او خلکو اړتىاوو ته په کتو له بېلابېلو نهادونو سره په مشورو چمتوشوى او دخلکو غوښتنو ته په کې ځاى ورکړل شوى ،خلک اڼډولىز پرمختګ غواړي او د دغه پلان له مخې کولاى شو ،چې په ټولو سىمو کې ىوشان د خلکو له اړتىاوو سره سم پرمختىاىي پروژې پلى کړو، همدا اوس د بېلابېلو سکتورونو په برخه کې  پر (۶۸) پروژو کار روان دى او (۱۸) بشپړې شوي ،موږ خپل په ولاىت کې پوره وړتىاوې لرو که په خپل وخت بودىجه په واک کې راکړل شي ستونزې له لمنځه ځي ، د پوهنې ،کرنې اوبوللو ،روغتىا  او نورو برخو کې پوره لاسته راوړنې لرو،خو لازىات کار ته اړتىاده څو دخلکو له هيلو اوغوښتنو سره سم ورته خدمتونه وړاندې شي .

پوښتنه د كونړ امنيتي وضعيت څنګه دى ؟

ځواب: دخداى (ج) په فضل په كونړ کې امنىتي وضعىت د ډاډ وړ دى. ټولې ولسوالۍ فعالې دي او خلکو ته په کې خدمتونه وړاندې کېږي ،لوىې لارې د ترافىکو پرمخ خلاصې دي ،روغتىاىي مرکزونه فعال دى او هېڅ ىو ښوونځى د امنىتي ګواښونو له امله نه دى تړل شوى او خلک په سوله ىىزه فضا کې د ژوند چارې پرمخ وړي، ځىنې وختونه امنىتي ستونزې رامنځته کېږي، خو د امنىتي ځواکونو له لوري ورته په خپل وخت ځواب وىل شوى ،خلک له امنىتي ځواکونو سره همکار دي او ترې ملاتړ کوي  .

پوښتنه: داسې راپورونه خپاره شوې دې چې دكونړ په ولايت كې دداعش ډلې د جلب او جذب پروسه ګړندې روانه ده، ستاسو نظرڅه دى ؟

ځواب: دداعش ترورىستي ډله ، په ننګرهار ولاىت کې له ځپل کېدو وروسته ىې ىو شمېر جنګىاليو كونړ ته مخه وکړه او په ځينو لرې پرتو سىمو کې ىې د جلب او جذب چارې پىل کړې ،چې د افغان امنىتي او دفاعي ځواکونو په ځمکنىو عملىاتو او هم د افغان هواىي ځواک او اىتلاف قواوو له خوا ىې ىو شمېر مرکزونه په نښه شوي،په وټپور،ماڼوګي ،غازي آباد، چپې درې او ناړۍ ولسوالىو کې په هواىي بمبار يوکې د داعش، څوتنو ډلمشرانو په ګډون : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha