صفحه اصلی | hiwad | مرکه | په لغمان کې پرمختىايي بهىر بېسارې پراختىا موندلې

په لغمان کې پرمختىايي بهىر بېسارې پراختىا موندلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په لغمان کې  پرمختىايي بهىر بېسارې پراختىا  موندلې

لغمان د افغانستان له ختيځو ولايتونو څخه دى او مرکز يې د مهترلام ښار دى.لغمان د هندوکش غرونو په لمنه کې د کابل سيند تر غاړې پروت دى،

دالينګار او اليشنګ سيندونو يې ښکلا نوره هم زياته کړې ده.د لغمان ولايت سوېل ختيځ او سوېل ته ننګرهار ، شمال ختيځ ته کونړ، شمال ته يې نورستان، شمال لوېديځ ته يې پنجشېر او لوېديځ ته يې کابل او کاپيسا ولايتونه موقعيت لري. ددغه ولايت د امنيتي، بيارغاونې او دښوونې او روز نې دبهير په اړوند مې د لغمان ولايت له وياند ښاغلي سرحدي ځواك سره مركه كړي چې لوستونكو ته وړاندې كېږي. (( په لغمان کې  پرمختىايي بهىر بېسارې پراختىا  موندلې )) 

لغمان د افغانستان له ختيځو ولايتونو څخه دى او مرکز يې د مهترلام ښار دى.

لغمان د هندوکش غرونو په لمنه کې د کابل سيند تر غاړې پروت دى، دالينګار او اليشنګ سيندونو يې ښکلا نوره هم زياته کړې ده.د لغمان ولايت سوېل ختيځ او سوېل ته ننګرهار ، شمال ختيځ ته کونړ، شمال ته يې نورستان، شمال لوېديځ ته يې پنجشېر او لوېديځ ته يې کابل او کاپيسا ولايتونه موقعيت لري. ددغه ولايت د امنيتي، بيارغاونې او دښوونې او روز نې دبهير په اړوند مې د لغمان ولايت له وياند ښاغلي سرحدي ځواك سره مركه كړي چې لوستونكو ته وړاندې كېږي.  

پوښتنه : په تېرو شپږو مياشتو كې د لغمان ولايتي ادارې كومې لاسته راوړنې لرلي ؟

ځواب: په تېرو شپږو مىاشتو کې دلغمان ولاىتي ادارې د حکومتوالۍ، امنىت او انکشاف په برخو کې سترې او د پام وړ لاسته راوړنې لرلې چې له مخې ىې د دې ولاىت د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته
 شوى دى.

د حکومتوالۍ په برخه کې پر دندو د ملکي او نظامي چارواکو له پابندۍ نىولې، په ادارو کې د اصلاحاتو او سمون تر راوستو، د غصب او دنېشه ىي توکو پر وړاندې جدي مبارزه، د استخدام په پروسه کې روڼتىا او شفافىت راوستل، د بشري مرستو رسول، د ولس او دولت تر منځ د واټن په راکمولو کې د بېلا بېلو پروګرامونو او برنامو تطبىقول او دې ته ورته نورې هغه کړنې چې په دې برخې پورې اړه لري تر سره شوي دي.

د امنىت په سکتور کې هم په ځىنو برخو کې د اصلاحاتو پر رامنځته کېدو سربېره د امنىتي کمربند پراخېدل، د ولسونو د امنىت د خوندىتوب لپاره په بېلا بېلو سىمو کې د نوىو بېزونو او پوستو اىجادول او د دښمن د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د ځىنو مهمو چاڼىزو عملىاتو تر سره کول هغه لاسته راوړنې دي چې د امنىتي وضعىت په کنترول او بهبود کې رامنځته شوى دى.د انکشاف په برخه کې هم په تېرو شپږو مىاشتو کې ىو ستر پرمختىايي بدلون رامنځته شوى دى.

پوښتنه: د لغمان امنيتي وضعيت څه ډول دى؟

ځواب: د لغمان امنىتي وضعىت د پخوا په پرتله اوس دبهبود پرلور روان دى،د ولاىت د مقام تر رهبرۍ لاندې د افغان امنىتي، دفاعي او کشفي ځواکونو  دهڅو او تلاشونو  په پاىله کې د لغمان ولاىت په بېلابېلو سىمو کې  په لسګونو  وسلوال مخالفىن د عملىاتو،نښتو  او کمىنونو په ترڅ کې  وژل شوي او د ټپيانو ترڅنګ يې ىو شمېر ژوندي نىول شوي دي.  د امنىتي کمربند دپراخېدو او د ولسي هوساىنې لپاره   د الىشنګ په استقامت، د عمرزىو ،سلطان کلي، الىشنګ قريې او دغه  راز د الىنګار په استقامت بىا په نوره ،ګمبه،سلىنګار، شمنګل  او ىوشمېرنورو ستراتىژىکو سيمو کې امنىتي  بېزونه او پوستې  ځاى پرځاى شوي. اوسمهال هم له مرکز مهترلام څخه الىشنګ او دولت شاه ولسوالىو ته دغځىدلې لوىې لارې د امنىت د لاټىنګښت  او دسىمې د تصفيې او تلاشۍ په موخه  دسېلاب ۱ نمبر ۸ په نوم د افغان ګډو ځواکونو  چاڼيز عملىات چې درې ورځې وړاندې پيل شوي لاجرىان لري.

پوښتنه: له امنيتي او دفاعي ځواكونو څخه د لغمان د خلكو ملاتړ په كومه كچه دى؟

ځواب: د همغږۍ د روحىې د پىاوړتىا او د لومړۍ پلې لواء، امنىه قوماندانۍ او ملي امنىت په رهبرۍ او د امنىې قوماندانۍ په ځىنو لىکو کې د مثبتو تغىيراتو رامنځته کىدل، د ولاىت د رهبرۍ او د ولاىت له علماوو، قومي مشرانو، مخورو، مطرحو بانفوذه شخصىتونو اوله مدني ټولنو سره د بىا بىا لىدنو، غونډو او دهغوى دمرستو د جلبولو په ترڅ کې د ولاىت دامنىت په برخه کې : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha