صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د چابهار بندر په جوړولو كې د هند د مرستې ترڅنګ د ايران ونډه هم برخليك ټاكونكې ده

د چابهار بندر په جوړولو كې د هند د مرستې ترڅنګ د ايران ونډه هم برخليك ټاكونكې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د چابهار بندر په جوړولو كې د هند د مرستې ترڅنګ د ايران ونډه هم برخليك ټاكونكې ده

په دې وروستيو كې دهند دبهرنيو چارو وزېرې ويلي چې د چابهار بندر دپراختيا چارې به ګړندۍ كړي او له دې لارې به په څو اونيو كې افغانستان ته دهند د غنمو لېږدول پيل كړي.

دهند دبهرنيوچارو وزيرې سوشما سوراج داخبره هغه مهال وكړه چې افغانستان له دغه هېواده د چابهار بندر د چارو د ژر پيلولو غوښتنه وكړه.دچابهار بندر له يوې خوا دپاكستان پر كراچۍ بندر كه دافغانستان تكيه پاى ته رسوي او له بلې خوا هند ته موقع وركوي چې پاكستان ته له اړتيا پرته له افغانستان او منځنۍ آسيا سره د سوداګرۍ راكړه وركړه ولري. پاكستان له خپلې خاورې  افغانستان ته دهندي تجارتي مالونه له صادرولو سره مخالفت كوي هند د چابهار بندر د پراختيا او له دغه بندره تر افغانستان پورې ددې لارې د جوړېدو لپاره د (۵۰۰) ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه وكړه. همدا راز هند منلې ده چې دافغانستان له ملي دفاعي ځواكونو سره به هم نوره مرسته وكړي .هند داموافقه وروسته له دې كوي چې  دامريكا ولسمشر ټرمپ دافغانستان او سيمې په اړه د نوې ستراتېژۍ د اعلانولو پر مهال له هنده وغوښتل چې په افغانستان كې داقتصادي چارو د پرمختګ له پاره خپل رول زيات كړي.هېواد ورځپاڼې د علومو اكادمۍ د اقتصاد ديپارتمنت له آمر سر محقق شېر علي ((تزري)) سره مركه كړې ،چې دادى له ګرانو لوستونكو سره يې په ګډه لولو.

پوښتنه: دهند دولت دچابهار بندر د جوړولو لپاره د(۵۰۰) ميليونو ډالرو ژمنه كړې ، دغه مرسته څومره
ګټوره ده؟

ځواب: كله ،چې د چابهار بندر موضوع رامنځ ته شوه موږ په ښه فال ونيوه او په دې باور شوو چې دغه بندر به دكراچۍ او ګوادر  بندرونو بديل شي او دافغانستان او هند ترمنځ به سوداګريزي ستونزې لرې كړي او افغانستان به له دې پلوه پاكستان ته له احتياج ګاللو وژغوري.

ده څرګنده كړه: پاكستان به تل له ترانزيت څخه د افغانستان  پر وړاندې د يوې حربې په توګه ګټه پورته كوله ،خو كله،چې د چابهار بندر موضوع مطرح شوه، خلك ډېر خوشحاله وو،  چابهار بندر ځينې ستونزې درلودې او اوس يې هم لري. لكه د اساسي تاسيساتو او آسانتياوو نه شتون او دسوداګرو لپاره د ځاى نه شتون دغه ډول تشو سوداګر له ستونزو سره مخ كړي وو او خلك له چابهار بندر څخه يو څه ناهيلي  شوي وو او په دې باور وو، چې چابهار بندر به دكراچۍ او ګوادر د بندرونو بديل نه شي.نو ځكه د هند دولت تصميم ونيو، چې په هر ډول وي، د پاكستان له خوا كوم خنډونه او ستونزې چې د افغانستان اوهند د سوداګرۍ پر وړاندې پېښېږي هغه بايد له منځه لاړې شي . هند په چابهار بندر كې د يادو ستونزو دله منځه وړلو لپاره د مرستي پلان تر لاس لاندې ونيو او  له امله به يې كومه ستونزه ،چې په دې لاره كې شتون لري هغه كه په بشپړ ډول له منځه نه ځي يو څه ټيټوالي به ومومي . په دې توګه به د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرېزې ستونزې لرې كړاى شي. دهند د دوست هېواد د (۵۰۰) ميليونو ډالرو مرسته په  چابهار بندر كې دآسانتياوو دبرابر ولو له پاره ډېره اغېزمنه ده، نوځكه يې موږ  په ښه فال نيسو .هيله من يو ،چې ژر تر ژره ددغه بندر په جوړولو لاس پورې شي .

پوښتنه: كومې ستونزې ،چې دپاكستان او افغانستان ترمنځ شته د چابهار بندر په بشپړېدو سره څومره حل كېداى شي؟

ځواب: سوداګري بايد د پاكستان په څېر د نړۍ د مغرضو هېوادونو د سياسي كړكېچونو او اختلافونو قرباني نه شي. په خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې په ډېرو وختونو كې په افغانستان كې سوداګرېزې اړيكي دپاكستان د سياسي كړنو قرباني شوي دي پاكستان د خپلو شومو موخو دتحقق له پاره دافغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په لاره كې تل د خنډونو له اچولو كار اخيستى دى او له دې پلوه پاكستان ته او دپاكستان له لارې هند او نورو هېوادونو ته دافغانستان وچې ميوې صادرېدې او د داسې نورو افغاني مالونو د صادرولو او واردولو په لاره كې تل خنډونه اچولي او زموږ سوداګرو تل له دغه پلوه مالي زيانونه ګاللي دي .كله ،چې د چابهار بندر جوړ شي د افغان سوداګرو مالي زيانونه او نورې ستونزې به له منځه لاړې شي او ددې ترڅنګ به له كومې اندېښنې پرته د هند هېواد د افغانستان يو ښه سوداګرېز شريك شي.

پوښتنه: دايران هېواد هم د چابهار بندر په جوړولو كې برخه لري تاسې په دې برخه كې د ايران ونډه څومره
 اغېزمنه بولئ؟

ځواب: كله ،چې يو هېواد په خپله خاوره كې يو بندر جوړوي خپله هم له دغسې بندر نه ګټه پورته كوي .په خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې له  ګاونډي هېواد  ايران سره هم موږ كله ناكله سياسي لانجې لرلي دي .موږ هيله من يو كله چې سياسي ستونزې له دواړو هېوادو ترمنځ را ولاړېږي د سوداګريزو اړيكو په لاره كې دې خنډ نه شي .هيله ده،چې  چابهار بندر د سياسي خړپړتيا د لري كولو لپاره ښه لامل شي .په دې بهير كې د ايران رول برخليك ټاكونكى دى. كه چېرې ايران په دې لاره كې مثبت رول و نه لوبوي، هندوستان په يوازيتوب سره هېڅ كار نه شي تر سره كولى ، ددې لپاره چې د چابهار بندر دايران په خاوره كې موقعيت لري،نو ويلى شم ،چې په دې برخه كې دايران ونډه برخليك ټاكونكې ده.

پوښتنه : افغانستان څنګه كولى شي له چابهار بندر نه ښه ګټه پورته كړي؟

ځواب :افغانستان هله كولى شي له چابهار  بندر نه ښه ګټه پورته كړي ،چې له ايران سره اختلافونه له منځه لاړ شي يا داچې لږ شي اوهمدا راز  سوداګريزې اړيكې  د سياسي اختلافونو تر پوښښ لاندې را نه شي .       محبوب- هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha