صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د اسلامي اقتصاد پلي كول ، عدالت رامنځ ته كوي

د اسلامي اقتصاد پلي كول ، عدالت رامنځ ته كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اسلامي اقتصاد پلي كول ، عدالت رامنځ ته كوي

دافغانستان د علومو اكاډمۍ داقتصاد انستيتيوت د غړي دوكتور سرمحقق عبدالباري ((راشد)) داسلامي اقتصاد د عمده مسايلو د ارزونې او تحليل تر سرليك لاندې يو كتاب چاپ او خپور شوى دى .ددغه كتاب ليكوال ته د ايكو سازمان له خوا علمي نړيواله جايزه هم وركړل شوې ده .هېواد ورځپاڼې ور سره د نوموړي كتاب په اړه مركه كړې ،چې خپرېږي .

پوښتنه:  ستاسو خپور شوى اسلامي كتاب له څه نه بحث كوي ؟

ځواب :ددغه كتاب بشپړ نوم داسلامي اقتصاد د عمده مسايلو ارزونه او تحليل دى .ددغه كتاب د ليكلو پروژه زما دسر څېړونكي پړاو د بشپړولو لپاره وه، چې دكار په موده كې دعلومو اكاډمۍ له خوا ماته را وسپارل شوه، چې د كلونوكلونو په اوږدو كې مې دغه پروژه بشپړه كړه ،لومړى مې له دغه كتابه دفاع وكړه، وروسته چاپ او خپور شو.

پوښتنه: په دغه كتاب كې په عمده توګه پر كومو اقتصادي مسائلو ارزونه او څېړنه شوې ده؟

ځواب: دكتاب له نامه څرګندېږي ،چې ټول اسلامي اقتصادي مسايل په كې ارزول شوي دي، نو زه اړ شوم ،هغه اسلامي اقتصادي اصطلاحات ،چې په اسلام كې مطرح دي ،لكه: مالكيت او دمالكيت فلسفه ،د مالكيت ډولونه ، داسلام له پلوه د كار ارزښت ، دتوليد عوامل ،دتوليد او ثروت ترمنځ اړيكي، دتوزيع چارې ،مصرف او اصراف ،زكات اوصدقه، عشر، باج،خراج او جزيه او په اسلام كې اقتصادي فعاليتونه دي ،چې له دغې ډلې يوه موضوع د سوداګرۍ اوبانكدارۍ موضوع وه ،چې پرې اوږد بحث شوى دى .ددغو بحثونو ترڅنګ پر سوسياليستي او پانګوال اقتصاد هم پر تليز بحث شوى دى .

 پوښتنه: ستاسې له انده د اسلامي بانكدارۍ او آزادې بانكدارۍ تر منځ څه نږدېوالى شتون لري كه څنګه؟

ځواب: داسلام اقتصادي اړخ پر الهي ستنې ولاړ دى هغه څه چې د انسان د طبيعت او دبشر له ګټوسره په دې او هغې نړۍكې اړخ لګوي. دغه پروګرام ،چې په اسلام كې وضع شوى په بشپړ ډول د ټول بشريت په ګټه دى او هېڅ نيمګړتيا يې په اقتصادي او معنوي اړخونو كې نه ليدل كېږي، خو هغه د بانكدارۍ سيستم ،چې د نړۍ په اقتصادي سيستمونو كې شتون لري او د لږو كسانو  د تجربو حاصل دى له شك پرته له نيمګړتيا ،عيب او د مځكې په كره كې د انسانانو ترمنځ طبقات را پيدا كوي هغه لكه د محرومو طبقاتو ګټې له منځه وړل كېږي او همداسې د ټولنې لپاره نور محروميتونه منځ ته راولي ،سرمايه وده كوي او د سرمايې له ودې سره بيوزلي راځي ځكه پانګه د يو شمېر محتكرو او سر غړوونكو كسانو په لاس كې لوېږي .نور اقصادي نظامونه هم دانسانانو له فطرت سره اړخ نه لګوي .

پوښتنه: د آزاد بازار اقتصاد ،چې زموږ په هېوادكې نوى دى او د سيالۍ پر بنسټ ولاړ دى ستاسې له
 آنده څه ګټې لري ؟

ځواب: د آزاد بازار اقتصادي لوږه ،بيوزلي او وروسته پاتې والى منځ ته راولي. د آزاد بازار په دوام سره د هرې ورځې په تېرېدو زموږ د خلكو اقتصادي وضعيت بدلوري ته درومي .دا ،چې په آزاد بازار كې څه حلال دى او څه حرام پر دې موضوع بحث نه كوم. په هېواد كې ۱۷كاله وړاندې د يوه ډالر بيه په آزاد بازار كې ۵۰افغانۍ وه اوس د يوه ډالر بيه په آزاد بازار كې ۶۸.۴۰افغانيو ته رسېدلې او همداسې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خوراكي او غير خوراكي موادو نرخونه لوړېږي او د وزګارتيا ستونزه هم لوړه شوې او بيوزلي يې زېږولې ده.

پوښتنه: په نړيواله سطحه ډېر داسې هېوادونه ليدل كېږي ،چې د آزاد بازار په سيوري كې يې ډېر اقتصادي پرمختګونه كړي او خلك يې هوسا دى ،ستاسې له انده دغه اقتصادي بهير څنګه دى؟

ځواب: دا په دولتونو پورې تړاو لري ،چې د خپلو هېوادونو د ترقۍ او پرمختګ لپاره كومه اقتصادي تګلاره غوره كړي .په داسې يو حالت كې دوه اړخونه شتون لري،چې نظام او اقتصادي سيستم او سربېره پردې د توليد مسئله ده چې له حلالې او غير حلالې لارې ګټه تر لاسه كېږي لكه څنګه ، چې آزاد بازار په لوېديځ كې فعاليت لري لوېديځوال تل خپلو هېوادونو ته پيسې او ګټې راوړي ،خو هلته عدالت نه ليدل كېږي .

ښاغلي ((راشد)) زياته كړه: سوسياليستي اقتصاد ،چې په ۱۹۱۷زيږديز كال كې په پخواني شوروي  اتحاد كې منځته راغى ،په لنډه موده كې يې له پانګوالو هېوادونو څخه پرمختګ وكړ .ددغه برياليتوب لامل داو، چې پانګه له خلكو نه اخيستل كېده او په بېلابېلو ډولونو په كار اچول كېده هغه مهال د روسيې يو روبل له ۱.۵ډالر سره بدلېده ،چې په دغو كلونو كې د روسانو عوايد هم لوړ شول . داكار هم موږ نه شو توجيه كولي ،ځكه د خلكو شتمني په يو ډول له خلكو اخيستل كېده.

ښاغلي ((راشد)) همدا راز وويل: په پانګوالو هېوادونو كې د خلكو شتمني اخيستل كېږي او داقتصاد  وده او پرمختګ په دې ډول غښتلى كوي ،چې دا كار هم دخلكو د ثروت او مالونو چپاول دى او له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي.دتاريخ په اوږدو كې موږ داسې نظام نه لاره ،چې عدالت يې راوړي وي

پوښتنه: څنګه كولاى شو اقتصادي هوساينې ته ورسېږو؟

ځواب: اقتصادي، سياسي او فرهنګي فعاليتونه چې په يوه سياسي نظام پورې تړلي وي هر كله ،چې يو هېواد خپلواك ، ښه مشري او همداسې غښتلى مديريت ولري انساني ځواك او منابع يې په كار لوېږي ،چې له شك پرته په لږ موده كې اقتصادي ودې او پرمختياته رسېداى شي د ټولو بېوزلو هېوادونو ستونزې په ځانګړي ډول  دافغانستان د خلكو ستونزې د تاريخ په اوږدو كې د خپلواكۍ د نه لرلو اودښو سياسي مشرانو په نه شتون سره منځته راغلي دي .په تاريخ كې لږ افغاني مشران لرو، چې هغوى دخلكو د ګټو په لاره كې سرښندنې كړي دي، نو اړينه ده،چې په ټولنه كې د خلكو او هېواد ملي ګټو ته ژمن واو سو، ترڅو زموږ هېواد او خلك اقتصادي پرمختګ وكړي او پر ځان بسيا شي.      

                   محبوب   هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha