صفحه اصلی | hiwad | مرکه | روږدي ناروغان دې د درملنې لپاره روغتيايي مركزونو ته ورشي

روږدي ناروغان دې د درملنې لپاره روغتيايي مركزونو ته ورشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
روږدي ناروغان دې  د درملنې لپاره روغتيايي مركزونو ته ورشي

دمخدرو موادو كارول ، د انسان روغتيا او سلامتيا ته ډېر تاوان پېښوي. كوم هېوادوال ،چې نېشه يي توكي كار وي اود خوشي كولو په برخه كې يې پاتې راغلي دي له بده مرغه ددغو كسانو نه يوازې كورنۍ بلكې خپله دوى هم په كړېدلي اودردېدلي حالت كې شپې او ورځې تېروي له دغې ډلې كوم كسان ،چې بريالي شوي او او ودونه يې كړي دي ماشومان يې له مغزي او روحي پلوه ستونزې لري ، نو مخكې له دې ، چې دغه هېوادوال پر مخدرو موادو اونېشو كې ډوب وي بايد درملنه يې وشي اوبيا وروسته واده وكړي چې د اولادونو په راتلو سره ددغو كسانور وغتيا او سلامتيا تضمين او ترلاسه شي . داچې دعامې روغتيا وزارت د مخدرو موادو دناروغانود درملنې لپاره څه فعاليتونه تر سره كړي دي، هېواد ورځپاڼې په دې باب دعامې روغتيا وزارت د مخدرو موادو دتقاضا دكمولو رياست له غړي ډاكټر ناصر احمد (( خيرخواه )) سره مركه كړې ده ،چې خپرېږي.

پوښتنه: پرمخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې چارې څنګه پرمخ درومي ؟

ځواب: روږدي ناروغان زموږ په روغتيايي مركزونو كې تداوي كېږي. د مخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې كومه پاليسي  چې جوړه شوې په څو ډولونو ورته روغتيايي خدمتونه وړاندې كېږي ، چې يو ډول يې دشلتر يا داستراحت ځاى او بل ډول يې په ورځني ډول ورته روغتيايي خدمتونه وړاندې كېږي. سربېره پردې دبستر په توګه تر درملنې لاندې نيول كېږي ،دغه پړاو هم په درې ډوله ترسره كېږي ،چې له درملنې وړاندې پړاو،د درملنې په بهير كې اوله درملنې وروسته پړاوونه دي بايد مخكې له درملنې په ټولنېزه توګه عامه پوهاى او انګېزه وركړل شي. ترڅو ناروغ  بستر اود بستر په دننه كې شامل او ورته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.له دغه پړاوه وروسته ناروغ  ته په دغه ځاى كې درمل وړاندې كېږي او همدارنګه د اعاشې او اباتې په برخه كې هم ورته خدمتونه وړاندې كېږي. له روحي ، ټولنيز او جسمي پلوه ناروغ ته روغتيايي خدمتونه ترسره كېږي ،چې ۴۵ ورځې وخت  نيسي له ۴۵ ورځو وروسته چې ناروغانو روغتيايي خدمتونه ترلاسه كړل بيا رخصت كېږي او ديوكال په موده كې څارل كېږي په دې مانا ،چې بيا مخدرو موادو نېشې ته مخه ونه كړي.په دغه پړاو كې ناروغانوته  په ټولنيزو ، روحي او جسمي برخو كې ښې اسانتياوې برابرېږي. دعامې روغتيا وزارت دغه پروګرام د هغو روغتيايي كاركوونكو له خوا ترسره كوي ، چې ددغه وزارت د درملنې په مركزونو كې دنده ترسره كوي . ناروغان له يادو ډاكټرانو سره د اړيكو د ټينګولو له لارې اويا د ډاكټرانو له خوا دناروغانو وربلل مركزونه ته ترسره كېږي ترڅو د درملنې چارې آسانه شي.

پوښتنه : څنګه پر مخدرو موادو د روږدو ناروغانو شمېر دپخوا په څېر لوړ والى موندلى دى؟

ځواب: پر مخدرو موادو روږديتوب بيولوژيكي ،روحي ، ټولنيز اود دوديز عوامل لري، چې د روږديتوب ستونزه په ځوانانو كې منځ ته راولي، نو د ستونزو شتون يا خنډونه هم ددې لامل كېږي ،چې ځوانان اونور كسان پرمخدرو موادو روږدي شي اود روږديتوب لمنې ته لوېږي كه موږ دا ووايو ،چې ورځ تربلې د مخدرو موادو ډېر كښت ، مخدرو موادو ته لاسرسى ،ككړ چاپېريال ، نالوستي ، جګړه ،مهاجرتونه اوهمداسې له روږدو كسانو سره ناسته ولاړه، ناامني او اقتصادي كمزوري، روږديتوب منځ ته راولي او ځوانان پر روحي ناروغيو اخته كوي. روحي ناروغۍ ددې لامل كېږي،چې ځوانان د مخدرو موادو لورته لاړشي.

پوښتنه : نورې كومې آسانتياوې روږدو ناروغانو ته برابرې كړاى شوې دي ؟

ځواب : دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو په برخه كې د روږدو ناروغانو دښې درملنې لپاره ډېره هڅه اوهاند كړى او اوس هم دغه لړۍ روانه ده ، چې دغه خدمتونه په بستري،ورځني يا سراپا ،خوبځي يا شلتر او همدارنګه د كور په دننه كې د ناروغانو د درملنې لپاره ترسره كېږي. دعامې روغتيا وزارت زيار باسي ،چې د راتلونكي لپاره د روغتيايي خدمتونو ډولونه ډېر كړي او همدا راز روږدو ناروغانو ته ددرملنې مركزونه لوړ كړاى شي. همدا اوس په ټول هېواد كې ۱۰۹ روغتيايي مركزونه ،چې د عامې روغتيا وزارت او انجوګانو له خوا فعاليت كوي شتون لري. سر بېره پر دې د كار اوټولنيزو چارو ،شهيدانو او معلولينو له وزارت سره په همغږۍ كې ، د حج او اوقافو پوهنې او نورو اړوندو وزارتونو د مخدرو موادو دتاوانونو دمخنيوي په موخه ډېرې چارې ترسره كړي دي .

پوښتنه : ځوانانو ته څه پيغام لرئ؟

ځواب: زموږ پيغام دا دى چې روږديتوب دې ځوانان او هغې درنې كورنۍ ديوې ناروغۍ په ډول وپېژني دهېواد په ټولو ولايتونو كې د روږدو ناروغانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو مركزونه شتون لري. دوى دې دغو مركزونو ته ورشي، تر څو د روږديتوب له وژونكې او خطرناكې ناروغۍ وژغورل شي .            محبوب هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha