صفحه اصلی | hiwad | مرکه | پرمخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې دكيفيت د لوړولو پروگرام پيل شوى دى

پرمخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې دكيفيت د لوړولو پروگرام پيل شوى دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پرمخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې  دكيفيت د لوړولو پروگرام پيل شوى دى

پرمخدرو موادو د روږدو ناروغانو شمېر لوړ شوى او كومې ستونزې چې د دوى ددرملنې دبهير پروړاندې پرتې دي، هېوادوال او دولت يې اندېښمن كړي دي.دعامې روغتيا وزارت ددغو ستونزو دلرې كولو لپاره ډېرې هڅې كوي ، ترڅو په لوړه كچه روږدي كسان په روغتيايي مركزونو كې تر درملنې لاندې ونيسي. چې نور نېشې ته مخه ونه كړي.

هېواد ورځپانې دعامې روغتيا وزارت دمخدرو موادو دغوښتنې دكمولو رياست دتحقيق له لوى مدير محمد فهيم ((عمر)) سره مركه كړې چې خپرېږي.

 پوښتنه :  دعامې روغتيا وزارت د روږدو كسانو ددرملنې مركزونه څومره دي او ددرملنې چارې يې څنګه پرمخ درومي؟

ځواب: په ټول هېواد كې د روږدو ناروغانو ددرملنې كابو ۱۰۹  مركزونه راجستر اوثبت شوي دي چې له دغې ډلې ۵۷ مركزونه دعامې روغتيا وزارت له خوا مديريت كېږي او ټولې مالى او روغتيايي چارې يې ددغه وزارت له خوا پرمخ بېول كېږي.پاتې مركزونه دانجوګانو له خوا اداره كېږي چې دلېږ دېدو په حال كې دي اوپه راتلونكي كال كې به دعامې روغتيا وزارت په چوكاټ كې راوستل شي.

 ده زياته كړه:دعامې روغتيا وزارت د روږدو كسانو ددرملنې چارې په ۵۷ مركزونوكې دكيفيت دلوړولو په حال كې دي . دمسلكي كسانو استخدام دوزارت لخوا ترسره اونظارت كېږي. په دغو مركزونو كې دكيفيت لوړول زموږ دكاركوونكو له خوا نظارت كېږي اوپه هغو ځايونو كې چې ددرملنې كمزوري برخې وي هغه پيدا كوي او ددرملنې كيفيت په كې لوړوي.سږ كال دكيفيت دښه كولو كال دى اوكومې تشې  چې ددغه وزارت دمخدرو موادو په مركزونو او دروږدو كسانو په برخه كې وي دهغوى راپور مركزته وركول كېږي. دستونزو دحل كولو لپاره كارترسره شوى او دغه لړۍ دوام لري.

پوښتنه: د روږدو كسانو دښې درملنې لپاره د كيفيت دلوړولو كومې چارې ترسره شوي دي؟

ځواب: په ټول افغانستان كې دروږدو كسانو ددرملنې د كيفيت دلوړولو په برخه كې تراوسه ډېرې هلې ځلې شوي دي ، چې دافغانستان له ګوټ ګوټ نه دهغه مهالوېش له مخې چې جوړ شوى دى كاركوونكو ته زده كړه وركول كېږي او په نوبتي ډول دغه كسان وربلل كېږي. په روان كال كې له ۱۰۸ كسانو څخه چې  ۸نړيوال كريكولمونه يې بشپړ كړي وو وروستۍ آزموينه واخيستل شوه. هغه كسان  چې لوړې نمرې ترلاسه كړي وې دملي ترينرانو په توګه د ياد ملي ښوونكو استخدام او په راتلونكي كې به اعلان شي. دغه كسان به دهېواد په ټولو ولايتونو او سيمو كې پردې وتوانېږي چې د روږدوكسانو ددرملنې كيفيت لاهم لوړ كاندي.

ښاغلي عمر ډاګيزه كړه: په وار وار سره له روغتونو څخه څارنه اونظارت شوى او ددې ترڅنګ ستندرد جوړونه هم شوې ده. دمخدرو موادو دغوښتنې دكمولو په هرمركز كې دپاليسۍ پرجوړولو چارې ترسره شوي دي او پررسنيو كارشوى، چې څنګه كولاى شي زموږ غږ روږدوكسانوته ددرملنې قانوني كېدو په موخه انعكاس وركړي .اوس دعامې روغتيا وزارت دمخدرو موادو د غوښتنې له  كمولو اروا پېژندونكي ډېر شوي دي. موږ هڅه اوهاند كوو چې په مركز كې ناروغانو ته انګيزه او سلاوركړل شي اوپه ښو امكاناتو اواسانتياوو دروږدو كسانو درملنې ته ورودانګي .اوس په افغانستان كې د اروا پېژندنې فارغ التحصيلان ډېر لرو ، كله چې دغه كسان دلته زده كړه او تريننگ ويني ،نوپه ټول افغانستان  كې روږدي ناروغان په نړيواله كيفيت اوپه ستندرد ډول تداوي كېږي.

پوښتنه: دكابل سيند اود سړكونو دغاړو د روږدو كسانو د درملنې لړۍ څنګه ده؟

ځواب :موږ ټولنيز كاركوونكى لرو،چې دروږدو كسانو تجمع ځايونوته ځي او ناروغانو ته دانګيزې وركولو پرچارو لاس پورې كوي، چې څنګه روږي كسان په خپله خوښه درملنۍ ته حاضر شي. دغه كسان كله چې دعامې روغتيا وزارت مركزونوته راځي په ستندرد ډول د دوى پر درملنه لاس پورې كوو .دعامې روغتيا وزارت هېڅكله پرمخدرو موادو د روږدو ناروغانو د زور پاليسي
 نه چلوي.
               محبوب_ هېواد

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha