صفحه اصلی | hiwad | مرکه | په امنيتي ادارو كې د پوهو او تجربه لرونكو افسرانو ګومارل پر امنيتي اوضاع مثبته اغېزه كولى شي

په امنيتي ادارو كې د پوهو او تجربه لرونكو افسرانو ګومارل پر امنيتي اوضاع مثبته اغېزه كولى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په امنيتي ادارو كې د پوهو او تجربه لرونكو افسرانو ګومارل  پر امنيتي اوضاع مثبته اغېزه كولى شي

ددندې د پرمخ بيولو لپاره دپوهې او تجربې په پام كې نيول او په امنيتي او ملكي ادارو كې بدلون راوستل يو ګټور كار دى او له دې لارې په امنيت كې پرمختګ راتلاى شي.زموږ هېوادوال غواړي په دولتي ادارو كې يې كومې چارې ،چې بندې دي هغه په سمه توګه تر سره شي. د دولت له خوا د خلكو د ستونزو حل كولو ته وردانگل د دولت او ولس تر منځ واټن كموي. هېواد ورځپاڼې له ګران ليكوال محمد شفيع ((غني پژوهش)) سره مركه كړې ،چې خپريږي

پوښتنه: په امنيتي او ملكي ادارو كې بدلون راوستل د وضعې په ښه كېدوكې څه اغېزه لرلى شي ؟

ځواب: په ادارو كې يو لړ اصول شتون لري. ددغو اصولو په پام كې نيولو سره حتمي ده، چې د هېواد په امنيتي اوضاع كې بدلون راځي. زموږ هېوادوال په دې پوهېږي كله ،چې يو كس لوړ پوړته د رسېدو چانس تر لاسه كوي او دپوهې او لياقت له لارې دغه پوړ ته رسېږي ،حتماً دهېواد په وضع كې ښه بدلون راتلاى شي. كېداى شي يو كاركوونكى نوښتګر او په دې پوه وي ،چې څرنګه امنيت ښه كړي؟ داكار دصادقانه او وجداني تعهداتو له مخې ترسره كېداى شي. موږ په اداراتو كې داسى كسان وينو ،چې په خپل مسلك كې پوهه او تجربه نه لري او داړيكو پر بنسټ په لوړو دندو كې ګمارل شوي دي. داكسان يوازې خپلو شخصي ګټو ته ګوري او له دې مخه خپل كارونه تنظيموي ،چې په داسې يوه حالت كې په امنيت كې ښه والى نه،بلكې بدوالى راځي .دغه كسان د لوكسو ماڼيو پر جوړولو بوخت وي او هغه كاري  پلان ،چې ورسپارل شوى وى هغه پرېږدي ، خپلو شخصي دوستانو ته درسېدو لپاره خپل وخت تېروي ،خلكوته د خدمت كولو هوډ نه لري او دخپل شخصي اقتصاد دغښتلي كولو په تكل كې وي، نو كوم مهال ،چې په دولتي امنيتي او ملكي ادارو كې بدلون راځي د كمزورو كسانو ځاى بايد غښتلي كارپوهان او كادرونه ونيسي ،چې د ورسپارل شوې دندې لياقت ولري. دغه د بدلون لړۍ كه په دغې بڼه ترسره شي، حتماً په امنيتي حالت كې بدلون راځي او كه نه نو، له پخوا نه هم وضع ترينگلې كېداى شي. يو كارپوه د خپل ژوند ډېر كلونه د علم او پوهې د ترلاسه كولو لپاره وقف كوي ترڅو ښه دنده تر لاسه كړي. ددغسې يوې دندې لپاره كه يو تجربه لرونكى كس ونه ګمارل شي دكار د ښې پايلې په تمه نه شو پاتې كېداى .په داسې يوه حالت كې لكه څنګه چې مې وويل وضعيت بدلوري ته تلاى شي .

 پوښتنه: څنګه كولاى شو په اداراتو كې د امنيتي او ملكي كاركوونكو تر منځ بدلون راولو ؟

ځواب: هغه كسان ،چې پوهه او تجربه لري او د يوي دندې د پرمخ بيولو لياقت په كې ليدل كېږي د راڼه اداري پړاو په تر سره كولو سره بايد دغه كار وشي،خوكه د دندې تر لاسه كول د پېژند ګلوۍ او تنظيمي اړيكو له مخې وي د كار د پرمخ بيولو بهير ټكنى كېږي او په اوضاع كې بدلون بيانه شي ترسترګو كېداى .

ده زياته كړه: د جمهوري رياست له لارې بايد دكار سپارلو بهير دكار اهل ته جدي ونيول شي او څوك دي پرې نږدې ،چې په ناقانونه توګه او پرته له تجربې او پوهې لوړې  دندې تر لاسه كړى په پارلمان كې هم پر دغو ستونزو بايد بحث وشي ،ترڅو دامنيت په ښه كېدو كې په عملي توګه مثبت بدلون وليدل شي. هغه كسان ،چې لياقت ،پوهه او تجربه لري كولاى شي په دندو وګمارل شي. دغه كار حتمي ښه پايله وركوي.

ښاغلي غني  پژوهش ډاګيزه كړه:په پوځي برخو كې هغه كسان ،چې د ډګروالۍ پوړته رسېدلي دي ، دپوهې ،تجربې او د دندې په ښه پر مخ بيولو سره دغه پوړته رسېدلي دي. موږ له دغه كار څخه ملاتړ كوو. پر دغو كسانو بايد باوروشي او د دولت له ملاتړ څخه  برخمن او ترې دنده وغوښتل شي .

كه ددغو كسانو ،چې د كار وړتيا او لياقت لري ملاتړ ونه شي، ستونزې به همداسې پرتې وي ،نو اړينه ده،چې د دولت او دغو كسانو تر منځ دوه اړخيز اعتماد پيداشي .په داسي يوه حالت كې دامنيت د خوندي كولو لپاره پلان جوړولى او پلى كولاى شي  او په داسې حالت كې په امنيتي وضعيت كې بدلون راتلاى شي او موږ به د اوضاع  دښه كېدو شاهدان و اوسو.

پوښتنه: څنګه كولاى شو كارپوه او تجربه لرونكي كسان ولټوو او په دندو يې وګمارو؟

ځواب: زموږ په هېواد كې د څو لسيزو په موده كې كار پوهان د لوړو زده كړو له پوهنتونونو او موسسو فارغ شوي دي .له بده مرغه ،چې په تېرو پروګرامونو كې ځيني كسان (DDR) او له خپلو دندو ګوښه كړاى شول .دا په داسې حال كې ده چې دغو كسانو پوهه او تخصص درلود او دولت كولاى شوى ،چې له دغو كسانو په سمه توګه او په مناسبو ځايونو كې كار اخيستى واى. دغه كار د پرمختګ بهير ټكنى كوي ،موږ بايد د كاركوونكو ليد لوري ته پاملرنه ونه كړو ،بلكې د هغوى پوهې، تجربې او تخصص ته وګورو ، چې خلكو او دولت ته څنګه خدمت كولاى شي؟ موږ هغه كسان چې كارپوه او په خپل مسلك كې تجربه لري بايد دكار لپاره وټاكو .تر او سه پورې داسې كسان په دولتي اداراتو كې شتون لري، خو پټه خو له پاتې شوي دي او څوك ورسره اړيكې نه لري او يا دا چې ترې خبرنه دي .يا دا چې دغه كسان د هېواد بحراني وضعيت ته په كتو سره نه غواړي ،چې ځانونه څرګند كړي. دولت په اداري برخو كې د كورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت په برخو كې داسې كسان په خپل لست كې لري ،چې دكار وړتيا او لياقت لري ،خو يوشمېر كسان له دندو لرى كړاى شوي دي او ځينې يې پرشخصي كارونو بوخت دي. كه پر دغو كسانو باور او اعتماد وشي او خپلو دندو ته ور وبلل شي او كومې تخصصي چاري ،چې د امنيت په برخه كې لري دوى كولاى شي په امنيت كې پرمختګ راولي .

پوښتنه: خلكو ته څه وينا او پيغام لرې؟

ځواب: د ليكوالي هغه دنده ،چې لرم هغسي خپله دنده بايد د خلكو پر وړاندې تر سره كړم. زه د دولت پاليسي په پام كې لرم او خپله د ليكوالۍ دنده په ښه توګه تر سره كوم. په شخصي او دخپلوۍ په مسايلو كې ،چې زما له دندې سره اړخ نه لګوي ځان نه ښكېلوم. هغه څه چې ماته لومړيتوب لري او غوره دي هغه دخلكو او هېواد ملي ګټې دي   

                                    محبوب -  هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha