صفحه اصلی | hiwad | مرکه | افغان موډل د هند په نړيوال نندارتون كې لومړى مقام ترلاسه كړ

افغان موډل د هند په نړيوال نندارتون كې لومړى مقام ترلاسه كړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان موډل د هند په نړيوال نندارتون كې لومړى مقام ترلاسه كړ

افغان موډل دهند په هغه نړيوال نندارتون كې، چې دلسو هېوادونو ترمنځ جوړ شوى و، لومړى مقام ترلاسه كړ. افغان موډل دافغاني فرهنګ دځلولو او پېژندلو لپاره په كورنيو او نړيوالو نندارتونونو كې هلې ځلې كوي. هېواد ورځپاڼې دافغان موډل له مشرښاغلي عبيد (( ځاځي)) سره مركه كړې، چې خپرېږي:

پوښتنه: افغان موډل دهند په نړيوال فستيوال كې ګډون كړي و، كه مهرباني وكړې، چې ستاسې رول په دغه فستيوال كې څنګه و،

ځواب: دهندفستيوال پرانيستل شوى و اوپه دې برخه كې ملي تلويزيون له موږ سره همغږى شوى و. افغان موډل په دغه فستيوال كې ځانګړې افغاني جامې نندارې ته وړاندې كړې وې اوهمدا راز له موږ سره دملي آتڼ يو ټيم هم تللى و. افغان موډل د دغو كسانولپاره لس جوړې جامې جوړې كړې وې، چې ددغو جامو او موډلانو تودهركلى وشو.په دغه فستيوال كې د۱۱ هېوادونو موډلانو ګډون كړي و او دخپلو هېوادونو جامې يې نندارې ته وړاندې كړې وي. ددغو هېوادونو دموډلانو جامې په بېلا بېلو سايزونو او ډيزانونوجوړې شوې وې، ډېرې ښكلې وې. له نېكه مرغه ددغو ۱۱ هېوادونو دموډلانو په منځ كې ما دافغاني ښوجامو په وړاندې كولو سره نړيوال لومړى مقام ترلاسه كړ او دګډونكوونكو هېوادونوله خوا تشويق او ووياړل شوم.

ده زياته كړه: هغه دجامو ډيزاين اوطرحه ، چې ماجوړه كړې وه ددې سبب شوه چې زموږ تود هركلى وشي. په دغه فستيوال كې ما او يوې نجلۍ او ځوان دافغان موډل په استازيتوب ګډون كړي و، چې تقديرليكونه اوتحفې راكړل شوې. دملي راډيو تلويزيون له خوا هم ډېرووياړل شوو. دغې ادارې هم موږ ته تقديرليكونه او تحفې راكړې ددغه كار معنوي ارزښت زموږ لپاره ډېر دى. ماديات دومره زموږ لپاره  مطرح نه دي. افغان موډل ، چې دخپل هېواد فرهنګ په كورنيو او نړيوالو نندارتونونوكې وړاندې كوي دمعنوي ارزښتونو لپاره داكار كوي.

پوښتنه: كله، چې افغانستان ته راغلئ دخپل برياليتوب لپاره تقديرشوئ كه څنګه؟

ځواب: دفرهنګي ارزښتونودوړاندې كولو او دبرياوو دترلاسه كولو لپاره موډلان دومره نه تقديرېږي ، بايد دنورو هېوادونو په څېر دغه موډلان تشويق او تقدير شي، ترڅو دهېواد لپاره په نړيوالو نندارتونونوكې وياړونه له ځان سره راوړي. موږ پرته له تشويق او ملاتړه د ۱۱ هېوادونو دموډلانو په منځ كې برياليتوب ته ورسېدو.

ده څرګنده كړه: يو شمېر دموډل مينه وال موږ ته دمباركۍ لپاره راغلى وو، چې موږ دخپل هېواد بيرغ لوړ كړى و، په دغه كار باندې موږ ډېر وياړوكړ. دافغانستان ملي بيرغ زموږ په لاس كې و ملي آتڼ دډولونو په غږولو سره پيل شوى و، كله چې دفستيوال وروستنۍ صحنې پاى ته ورسېدې په بهرنيانو باندې آتڼ ډول او سرني دومره اغيزه كړې وه، چې په ګډا شول . په فستيوال كې موږ وړاندې شوو اودنورو هېوادونو موډلان په موږ پسې روان وو.كه چېرى له افغان موډل سره مرسته وشي په تېره بيا ددولتي ادارو له خوا موږ به ډېر پر مخ لاړ شو او هېواد به مو دموډل په ډګر كې په لومړي اوغښتلي قطار كې ودرېږي. موږ دموډل په برخه كې ډېر شيان زده كړې دي، خو له موږ څخه لاسنيوى نه كېږي.

پوښتنه: دډول غږوونكو په اړه ، چې آتڼ چيان او بهرنيان يې په آتڼ راوستلى وو، يو څه رڼا واچوئ؟

ځواب: دغو ډول غږوونكو دملي راډيوتلويزيون له خوا په نړيوال فستيوال كې ګډون كړى و، دوه تنه ډول غږوونكي اويوكس سرنى غږونكى و ددوى شمېر ۶ ته رسېده او زموږ دموډل شمېر هم درې كسان وو، چې ډېرې ښكلې افغاني ملي جامې يې اغوستې وې. آټن ډېر په زړه پورې و او همداسې فستيوال هم. داچې موږ بهرني نړيوال تقدير ليكونه افغانستان ته له ځان سره راوړل ، نو دخپل برياليتوب او دلومړي مقام له ګټلو ډېر خوښ يو.

پوښتنه: په افغان موډل كې يو څه ځنډ پيښ شوى و، اوس يې چارې څنګه پر مخ درومي؟

ځواب: څو مياشتې ماته يو څه ستونزې پېدا شوې وې، نو ځكه دموډل فعاليت دريدلى و، له نيكه مرغه ، چې اوس مې بيا پرفعاليت پيل كړى دى. اوس موږ دموډل مينه وال او پلويان ډېر هڅوي. هغه ځوانان ، چې له افغاني موډل سره مينه او علاقه لري، موږ ته راځي موږ هم ددوى په خدمت كې يو. موږ غواړوځوانان وده وكړي او ددې ترڅنګ كوم مسئوليت چې مامنلى دى غواړم هغه تر پاىه پورې ورسوم.

ده زياته كړه: په راتلونكي كې ددوبى په فستيوال كې ګډون كوو اوپه دې اړه خبرې شوي دي. موږ غواړو دغه نندارتون پرانيستل شي او موږ به خپل ګډون له رسنيو سره بيا شريك كړو. وروسته له نندارتونه به وليدل شي، چې دموډل په ډګر كې كوم پوړته رسيږو؟

پوښتنه: ددوبى دموډل په نندارتون كې څو كسان ګډون كوى اوكومې جامې نندارې ته وړاندې كوئ؟

ځواب:ددوبى نندارتون لپاره ما لس ډيزاينونه جوړكړي دي، چې ۶ يې په نجونو پورې تړاو لري او ۴ يې په نارينه ځوانانو پورې دغه جامې ډېرې ښكلې دي، په نندارتون كې به وليدل شي، چې له څومره هركلى سره مخ كېږو؟ موږ نه شو كولاى ، چې وړاندوينه وكړو، ځكه په نړيوالونندارتونونوكې ډېر غښتلي موډلان ګډون كوي. هغه ډيزاينونه ، چې موږ جوړ كړي دي هغه په بشپړه توګه نوي دي اودافغانانو د۸۰ كلونو وړاندې جامې دي، چې موږ يې جوړوو. له دغې ډلې نيمايي يې په نوي ډيزاين او نورې په پخوانۍ معمولي بڼه جوړېږي. ډيزاينونه يې ډېر پېچلي اومغلق دي تروسه پورې هڅه كوو، چې پرې ښه كار وشي.

                     محبوب_ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha