صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د ګرجستان له لارې افغان سوداګرو ته سوداګريزې آسانتياوې برابرېداى شي

د ګرجستان له لارې افغان سوداګرو ته سوداګريزې آسانتياوې برابرېداى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ګرجستان له لارې افغان سوداګرو ته سوداګريزې آسانتياوې برابرېداى شي

په دې وروستيو كې دافغانستان او ګرجستان جمهوريت ترمنځ د سوداګرۍ د ودې په تړاو يو ګډ كمېسيون جوړ شوى دى .افغانستان ،چې د بديلو سوداګريزو لارو په لټه كې دى، غواړي له ګرجستان سره خپلې سوداګريزې اړيكې ټينګې كړي. او افغان سوداګرو ته به ښي سوداګريزې آسانتياوې برابري كړاى شي. هېواد ورځپاڼې له افغان سوداګر ښاغلي

 سمېع الله سره په دې باب مركه كړې ،چې خپريږي.

پوښتنه: دافغانستان او ګرجستان تر منځ سوداګري  څنګه ارزوئ ؟

ځواب: د ګرجستان له لارې افغان سوداګروته سوداګريز آسانتياوې برابرېداى شي .د ګرجستان ستراتيژيك موقعيت زموږ لپاره ډېر مهم دى او موږ  له دغه هېواد سره ډېرې لږ سوداګريزې اړيكې لرو او په لږه اندازه توكي له دغه هېواده  خپل هېواد ته واردوو ،خو د ترانزيټ په برخه كې دګرجستان موقعيت د افغانستان لپاره ډېر مهم او حساس دى. موږ ددغه هېواد په واسطه كولاى شو له اروپايي هېوادونو سره ونښلول شو، چې د ترانزيت او سوداګرۍ په برخه كې سره ګډ كار وكړو .اوس موږ كولاى شو له ګرجستان سره په دغې برخه كې كار وكړو.يوه سوداګري ده بل ترانزيت دى،چې موږ كولاى شو ګرجستان ته دخپل هېواد اموال صادر كړو او همدا راز واردات هم ولرو. په دويم گام كې دګرجستان ستراتېژيك موقعيت ځكه مهم دى ،چې له اروپا سره ونښلول شو. ده زياته كړه: له ګرجستان سره د سوداګرۍ په اړه ځيني هوكړه ليكونه هم لاسليك شوي او ددغه هېواد له خوا افغانستان ته هم د همكارۍ شين څراغ ښودل شوى دى.نوموږ له ګرجستان سره سوداګرۍ ته په ښه نظر ګورو .

پوښتنه: له ګرجستانه به افغانستان ته كوم توكي را واردشي؟

ځواب: ډېر توكي ،چې وارديږي خوراكي توكي او ،ماشينونه دي او دهغو ترڅنګ موږ كولاى شو د خدمتونو په برخه كې مسلكي كاركوونكي راوبولو. دغه هېواد د خدماتو په برخه كې ډير پرمختللى دى پخوا ګرجستان په اداري فساد كې يو ښكيل او جګړه ځپلى  هېواد  و، خو دغه هېواد د تيرو ۱۵كلونو په موده كې پردې وتوانېد ،چې خپل  ځان له پخواني حالت څخه وباسي او دترقۍ او پرمختګ پر لور يون پيل كړي. ګرجستان اوس مهال كاري تجربه لري او په تيره بيا د يوه خدماتي مركز په جوړولو كې، چې هلته ټول خدمتونه وړاندي شي لكه پاسپورټ ،ويزا ،نكاح خطونه ،تذكرې او دپيسي بدلولو بهير دغه راز د اورګاډي پټلي او د مترو په جوړولو كې هم ښه تجربه لري.موږ كولاي شو. د ګرجستان له تجربو ګټه واخلو دافغانستان او ګرجستان او ضاع په تيرو كلونو كې له يوبل سره ورته والى درلوده خو اوس ګرجستان ډېر پرمختګ كړى اداري فساد په دغه هېواد كې صفر ته ټيټ شوي او په دي برخه كې يې ستونزي لږ دي. ده څرګنده كړه: موږ كولاى شو له  ګرجستان سره دمعلوماتو په تبادله كې په ګډه كار وكړو.

پوښتنه: افغانستان او ګرجستان بايد د كومو شيانو په تبادله كې ونډه واخلي؟

ځواب: د ګرجستان له خوا خوراكي توكي ماشينونه او دافغانستان له لوري طبى نباتات ، دمرمرو ډبرې ،ځيني نورې د لوړې بيې ډبرې تازه ميوې او سبزيگانې ، وچې ميوې  او ،غالۍ دي ،چې دغه توكي بايد ګرجستان ته صادر كړو او خپلې همكارۍ ته دوام وركړو.پوښتنه: افغان سوداګروته د اموالو په واردولو او صادرولو كې څومره آسانتياوې برابريېاى شي؟

ځواب: په سيمه كې ،چې كومه لويه ستونزه لرو، هغه ترانيزيټى ستونزه ده ،چې ګاونډيانو په دې برخه كې موږ ته تل ستونزې جوړې كړي دي.اوس كه موږ له ګرجستان سره اړيكې ټينگې كړو او دمنځنۍ آسيا د هېوادونو له لارو صادرات او واردات ولرو، نو د ګرجستان د ستراتېژيك موقعيت له مخې به له اروپا سره وصل شو.                          محبوب   _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha