صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د مافيا او قانون ماتوونكو شتون د اداري فساد په وړاندې مبارزه كمزورې كړې ده

د مافيا او قانون ماتوونكو شتون د اداري فساد په وړاندې مبارزه كمزورې كړې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مافيا او قانون ماتوونكو شتون د اداري فساد په وړاندې مبارزه كمزورې كړې ده

د تېرو دوه نيمو كلونو په موده كې د اداري فساد پر ضد مبارزې زور اخيستى دى ،دولت هم تر يوه بريده په دې برخه كې پرمختګ كړى او يوناما هم په دې برخه كې د افغان حكومت ستاينه كړې ده. داداري فساد ريښې دومره ژورې دي ،چې له زيار او دقانون له پلي كولو پرته له منځه نه شي تلاى .هېواد ورځپاڼې د اداري فساد پر ضد دمبارزې رياست د اطلاعاتو له مسوول ښاغلي حشمت الله (حبيبي ) سره مركه كړې ،چې خپرېږي.

 پوښتنه: د اداري فساد پرضد دمبارزې چارې څومره اغېزمنې دي؟

ځواب: داداري فساد پرضد د مبارزې رياست ته چې كوم صلاحيتونه وركړل شوي دي ،تر يوه بريده يې خپله اغيزمنتيا ښودلې ده. هغه چارې ،چې د اداري فساد دله منځه وړلو لپاره په بېلابېلو برخو كې تر سره شوي دي ، زموږ د ادارې بېلابېلو رياستونو په دې برخه كې كار كړى دى  لكه د شتمنيو او دارايي گانو د ثبتولو پړاو.موږ د دولت د لوړ پوړو چارواكو شتمنۍ ثبت كړي دي او دشكايتونو برخه هم لرو كوم شكايتونه ،چې له دولتي ادارو موږ ته رارسېږي هغه له موږ سره ثبت كېږي ،له دې نه وروسته يې څارو او اړوندو اداروته يې لېږدوو.

ده څرگنده كړه: دعامه اطلاعاتو اداره كوم پروګرامونه ،چې دعامه پوهاوي په برخه كې لري ،د وركشاپونو له لارې يې وړاندي كوي. همداراز له دولتي ادارو سره هم تړونونه او تفاهم ليكونه لرو ، چې په دغو ادارو كې خپل پروګرامونه پر مخ بيايو. د پوليسو د اكاډيمى او دپوهنې وزارت لپاره پروګرامونه لرو هغه امكانات او آسانتياوې ،چې په واك كې لرو د هغو په چوكاټ كې خپل پلانونه پر مخ وړو.

پوښتنه: داسې رپوټونه خپاره شوي دي ،چې په ننګرهار كې ،ځينې كسان د اداري فساد په تورنيول شوي دي، تاسو په دې برخه كې څه واياست ؟

ځواب: سره له دې چې د مافيا او قانون ماتوونكو شتون د اداري فساد پروړاندې مبارزه كمزورې كړې ده ، خوبيا هم له اداري فساد سره د مبارزې رياست په ولايتونو كې مركزونه لري ،چې د جلال آباد زون كسان د بډې اخيستنې په بالفعل عمل نيول شوي دي ،چې دوسيې  يې څارنوالۍ ته لېږل شوي دي او همدارنګه د فراه په ولايت كې هم په دې وروستيو كې يوولس كسان د اختلاس او له دندې دناوړې ګټې اخيستنې په تور نيول شوي ،چې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي .

پوښتنه: دا چې د اداري فساد پروړاندې مبارزه ورو پرمخ درومي لامل يې څه دى؟

ځواب:د اداري فساد پروړاندې مبارزه  اوږده موده وخت نيسي. موږ نه شو كولاى دا ووايو ،چې زموږ پروګرامونه د اداري فساد پر ضد سل سلنه اغېزمن دي زموږ دهېواد شرايط جنګي دي، مافيا او داسې كسان شتون لري چې غير قانوني چارې تر سره كوي، نو ويلى شم ،چې زموږ اداره تر يوه بريده دفساد دمخنيوي په برخه كې بريالۍ ده .كومې چارې ،چې دقانون برابر ورته سپارل شوي دي هغه يې پرمخ بېولي دي.

پوښتنه: د اداري فساد پر ضد دمبارزې رياست او لويى څارنوالۍ تر منځ همغږي او همكاري څنګه ده؟

ځواب: هغه شكايتونه ،چې  زموږ ادارې ته وړاندې كېږي موږ هغه ارزوو، چې كومې ادارې ته راجع كيږي او موضوع كه اداري  فساد وى هغه مستندوو او بيايې د لوى څارنوالۍ ادارې ته لېږدوو، خو تريوې اندازې پورې وخت نيسي ترڅو ،چې بشپړېږي ،نوويلى شم ،چې د دواړو ادارو ترمنځ اړيكې مخ په ښه كېدو دي.

پوښتنه: د اداري فساد پرضد د مبارزې د اداري ودانۍ ډېره پرمختللې او پراخه جوړه شوې ده،د تېر په څېر اوس د تاسو په فعاليتونو كې څومره چټكوالى راغلى دى؟

ځواب: موږ تر ۷ مياشتو وړاندي په يوه كرايه شوې ودانۍ كې ځاى پرځاى وو او له ستونزو سره مخ وو، خو اوس خپلې نوې ودانۍ ته چې ددولت په بودجه جوړه شوې راغلي يو.اوس موږ ته دپروګرامونو په پرمخ بېولو كې آسانتياوې برابرې شوي دي، هغه چارې چې موږ ته سپارل شوي دي، په تر سره كولو كې يې چټكوالى راغلى دى.

پوښتنه: په دغې اداره كې دظرفيتونو د لوړولو پروګرام او دكارپوه كسانو ګمارل په دندو كې څنګه 
پرمخ درومي ؟

ځواب: د استخدام پړاو په دغې اداره كې دملكي خدمتونو دپروګرام له مخې تر سره كېږي او د آزادې سيالۍ له لارې ټول هغه ځوانان ،چې د كاركولو هوډ او هيله لري كولاى شي ځانونه وټاكي او دګټلو د پړاو په وهلو سره د دندې څښتنان شي .دغه دسيالۍ پړاو په روڼتيا سره دكمېسيون د استازو په شتون كې تر سره كېږي .

پوښتنه: څه وړانديز لرئ؟

ځواب: زما وړانديز د ملي وحدت حكومت ته دا دى ، چې له اداري فساد سره دمبارزې په لاره كې په كلكه عمل وكړي او په زغرده او جدي توګه ګامونه اوچت كړي ،چې وتوانېږو د اداري فساد شومه او ناوړه پديده له ټولنې لرې او په اوږدمهال كې يې له منځه يو سو.   

                   محبوب  هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha