صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د ګلبدين حکمتيار راتګ په هېواد کې د سولې د ټينګښت په ګټه دى

د ګلبدين حکمتيار راتګ په هېواد کې د سولې د ټينګښت په ګټه دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ګلبدين حکمتيار راتګ په هېواد کې د سولې د ټينګښت په ګټه دى

افغانستان له تېرو څلورولسيزو را په دې خوا د تپل شويو او خپل منځي جګړوپه سرو لمبوکې ښکېل ساتل شوى، ځکه د دې بد مرغۍ جګړې په ګرداب کې دنجات لاره ترې ورکه شوې ده ٬ دا يو څرګند حقيقت دى ، چې د تاوتريخواليو په اعمال سره په دغه هېواد کې نه خپل او نه هم پردي کومه صرفه وکړه چې څومره يې زور او توان و هغه ته يې ضرر واړاوه او يو د بل له اوږو يې د ځان د سلامت او د بل د ملامت په پلمه د خصومت پر غشو اومرميو وويشت . داچې اوس د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار را تګ په هېواد کې د سولې د تامين په اړه څومره اغېزمن وي د افغانستان د علومو اکادمۍ سرمحقق دوکتور محمد شريف (( ځدراڼ)) خپل نظر داسې بيانوي .

څلوېښت کاله کېږي چې زموږ هېواد او ملت دواړه د جګړې په اورکې ستي او قرباني دى چې له امله يې په ټولو نظامي ٬ سياسي ٬ عمراني ٬ اقتصادي او فرهنګي برخو کې وروسته پاتې شو او د منځنيو پيړيو د شرايطو په لور ولاړ. دا خبره مې ځکه وکړه چې د نورې نړۍ وګړي د علم پرمختګ او تکنالوژۍ په لور روان دي او موږ د خپلو وروڼو د وينې په تويولوپسې روان يو٬ دا خو څرګنده ده چې د يوه ملک پرمختګ او پراختيا دواړه په سوله پورې تړلي دي، افغانان اوس تر بل هرڅه سولې ته اړتيا لري او که ژور فکر وکړو د تاوتريخوالي اعمال هېچا ته هم ګټه نه ده رسولې،  نوځکه اوس د نظام موافقين اومخالفين ټول سولې ته لبيک وايي .

دده په وينا : د سولې له پروسې سره له هرراز دولتي امتيازاتو پرته د حکمتيار صاحب يو ځای کېدل حتمی ددغه جنګ ځپلي هېواد په ګټه دي ، ځکه له يوه پلوه حکمتيار د افغانستان د يوه پياوړي او مطرح جهادي تنظيم مشر دى او له بل پلوه د هېواد نور مخالفين هم له حکمتيار څخه په اقتباس د سولې د پروسې په لورهڅېږي :

ده زياته کړه :  تېرو غميزو په ثبوت ورسوله چې جنګ په افغانستان کې د حل لاره نه ده او هېچا هم د بي ګناه خلكو له وينې تويولو پرته په جنګ برى نه دى ترلاسه کړى او نه به يې په راتلونکې كې تر لاسه کړي ، نو ښه داده چې متخاصمې ډلې د سولې پر محور وڅرخېږي .

دده په وينا :  داچې حکمتيار صاحب د جګړې پر ځای سولې ته ترجيح ورکړې  زه هيله من يم چې د حزب اسلامي د امير دغه اقدام به په ملک کې د سولې او ثبات د ټينګښت د پرمختګ په لوريو مهم او اساسي ګام وي او هيله ده چې جناب حکمتيار صاحب په را تلونکي کې له معتدلو سياستونو څخه په پيروۍ او کار اخيستلو  د افغانستان د خلکو زړونه ترلاسه او په مهربانۍ  ددوى په چوپړ کې لګيا واوسي .

پو ښتنه :  همدا اوس د حکمتيار پر وړاندې يو شمېر رسنۍ او  شخصيتونه دنظر مخالفت لري که په دې اړه رڼا واچوئ .

ځواب : هغه څوک چې د هېواد د سياست ډګر ته د حکمتيار له راتګ سره مخالفت لري په څرګنده په هېواد کې د سولې له راتلو سره مخالفت لري او دا هغه کسان او کړۍ دي ، چې ددوى ګټې د افغانستان په بې ثباتۍ جګړو او بې واکه حکومتونوكې نغښتې دي. تاسې تېر پنځلس کاله در په زړه کړئ هغو ډلو ټپلو چې د حکومت په راس کې قرار درلود، له حکتميار نه يې ډېر دغه هېواد له پښو وغورځاوه ځکه دوى ملي شتمني چوراو چپاول كړه او د فساد په لوريې لاره خلاصه کړه،  نو په ډاګه ويلى شم چې دغه کړۍ هېڅکله د هېواد  په کچه فکر نه لري اوهغې سياسي مافيا ته ورته دي چې خپلې شخصي ګټې يې له زيان سره مخ دي د هغوي شمېره د سياست په ډګر کې ډېره کمه ده او زه تاسې ته ډاډ درکوم چې دوى هېڅ نه شي کولاى او عام ولس هم دوى پېژندلي اوپه خوله يې نه کوي .

د ځدراڼ په وينا:  دې کړيو هېڅکله په هېواد كې د بهرنيانو انساني او اسلامي ضد اعمال ونه غندل او نه يې خپل غږ پورته کړ ، ځکه پر ملت او دولت دوى د همدې بهرنيانو په واسطه مسلط شوي وو او شخصي هميانۍ يې هم د بهرنيانو له مهربانيو ډکې شوې وې ٬ د حکمتيار په راتګ سره ښايي هر څه نوې بڼه غوره کړي او تر يوه بريده د عدل او انصاف نظام برقرار شي .

ښاغلي ځدراڼ د خپلو خبرو په وروستيو کې وويل : د افغانستان په کورګډو داخلي جګړو کې د امتيازاتو د ګټلو لپاره ټول تنظيمونه ښکېل او لتاړ وو، نو اوس په کوم قضاوت حکمتيار ملامت او دوى سلامت دي اوپړه يې يوازې د حکمتيار اوږو ته تکيه کېږي. دا خو انصاف نه دى ، خو ښه خبره داده چې  ټولې ذيدخلې خواوې له سياسي ناندريو تېرې شي او د جګړې د ختمولو لپاره لاسونه سره ورکړي
 او په هېواد کې د اساسي قانون په رڼا کې د سولې امنيت او ملي يووالي لپاره هڅې  وكړي او په رښتينې توګه د هېواد د سولې او سوکالۍ لپاره کاروکړي .   

  حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha