صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د ښوونځيو د چاپېريال ساتنې لپاره مو هلې ځلې دوام لري

د ښوونځيو د چاپېريال ساتنې لپاره مو هلې ځلې دوام لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ښوونځيو د چاپېريال ساتنې لپاره مو هلې ځلې دوام لري

د پوهنې وزارت د روغتيا رياست دښوونځيو دچاپېريال دپاك ساتلو لپاره هلې ځلې كوي او همدارنګه دڅښاك دصحي اوبو دبرابرولو په برخه كې هم ډېر زيار باسي، ترڅو دښوونځيو دزده كوونكو روغتيا وساتله شي.هېواد ورځپاڼې دپوهنې وزارت دمركزي زون دروغتيايي ښوونو له لوى مدير ښاغلي دوست محمد ((بېدار))سره مركه كړې، چې خپرېږي.

پوښتنه: دښوونځيو دچاپېريال دپاك ساتلو او دنيالګيو دايښودلو لپاره تاسې څه فعاليتونه ترسره كړي دي؟

ځواب: دپوهنې وزارت د روغتيا رياست په دوو لويو څانګو وېشل شوى دى، چې يوه د درملنې او معالجوي طب برخه ده، چې دپوهنې وزارت منسوبينو او زده كوونكو ته روغتيايي ستونزې پيدا شي ، موږ يې درملنې ته وردانګو او كه ور ته د درملنې آسانتياوې شتون ونه لري، موږ يې بهرته لېږو. دپوهنې وزارت دمتقاعدينو د درملنې دنده هم دپوهنې وزارت دروغتيا رياست په غاړه ده . موږ غواړو دروغتيايي ښوونو څانګې په ښوونځيو كې جوړې كړو، چې يوه يې په ښوونځيو كې دپاك چاپېريال د رامنځ ته كولو برخه ده. ددې پاك چاپېريال رامنځته كول عامه پوهاوى غواړي. دا ذهنيت بايد پېداشي، چې پاكي اوصفايي په يوه ښوونځي كې څه ارزښت لري؟ موږ د دې لپاره دڅارنې اونظارت ټيمونه لرو، چې وخت په وخت ولايتونو ته ځي او له لرې ښوونځيوڅخه ليدنه كوي. موږ دعامه پوهاوي په برخه كې ښوونكو ته دوركشاپونو له لارې معلومات وركوو. سربېره پردې تبليغاتي پاڼې او كتابونه، مجلې، بروشورونه اوپوسترونه هم وخت په وخت دولايتونو ښوونځيوته لېږدوو او هغه ښوونكي، چې په دې برخه كې له موږ سره شريك دي، دصحي كمېټو له لارې يې ور لېږدوو. ددې ترڅنګ موږ دكرنې او مالدارۍ وزارت او ديوشمېر انجوګانو په مرسته هڅه كوو، چې دچاپېريال دچمتو كولو لپاره منظم پروګرامونه ولرو. زموږ دغه پروګرامونه پخوا همغږي او هماهنګ وو، خو اوس يوڅه ستونزې شتون لري او د FOAټولنې دكرنې او مالدارۍ وزارت په همكارۍ ډېر پراخ پروګرامونه لرل او په هرښوونځي كې دوو دوو كسانو دښوونځي دحجم په پرتله د عامه پوهاوي پروګرامونه پرمخ بېول او ددې ترڅنګ يې مواد هم وركول. اوس دكرنې او مالدارۍ وزارت دنيالګيو په برخه كې له موږ سره همكاري كوي او دشنې سيمې د ايجادولو لپاره يې يو شمېر استادانو ته عامه پوهاوى هم وركړى دى اودښوونځيو له مديرانو سره وخت په وخت په اړيكه كې يو. موږ هڅه اوهاند كوو، چې دښوونځي چاپېريال هم پاك اوهم شين وي. په دې برخه كې له موږ سره د يونيسف اداره همكاري كوي او د هغوى دواش دپروګرام په پلي كولو كې يوه برخه دشنې سيمې جوړول دي. له كومو اوبو چې دښوونځيو زده كوونكي ګټه پورته كوي هغوى داسې يوې سيمې ته راهنمايي كوو، چې دنيالګيو اوسرسبزۍ لپاره اوبه خوشې لاړې نه شي.

پوښتنه:د پوهنې وزارت دثمر لرونكو نيالګيو پروګرام، چې تېركال پيل شوى و، تركومه ځايه رسېدلى دى؟

ځواب:د FOA ټولنې او دكرنې اومالدارۍ وزارت او دپوهنې وزارت په مرسته موږ يوه كمېټه لرله او دغې ټولنې ډېره هڅه او هاند كاوه ، چې دشنې سيمې اوساحې دجوړولو لپاره په ښوونځيو كې له موږ سره پراخې مرستې وكړي. په همدې تړاو دشنې سيمې اوساحې د ارزښت دپوهاوي لپاره زموږ يو كاري ټيم د ازبكستان اوتاجكستان هېوادونوته تللى و. موږ په تاجكستان كې له نږدې وليدل، چې ښوونځيو شنې ساحې درلودې او په لوړه كچه ګټه ترې پورته كېده اوپه ځانګړې توګه له ميوونه . بياهرښوونځي يوه د مېوو باغچه لرله، چې دښوونځي زده كوونكو په كې په خپله خوښه كار كاوه اوكوم عوايد،چې دمېوو له حاصلاتو ترلاسه كېږي هغه راټولوي اوبېرته يې دښوونځي په آبادۍ لګوي. دا كار درې ګټې لري يو داچې چاپېريال پاكېږي سربېره پردې زده كوونكي بوخت ساتي او هم دمېوو او حبوباتو د ارزښت په اړه پوهېږي اوددې ترڅنګ له مادي پلوه ښوونځيو ته يوه تكيه ګاه ده. كوم ښوونځي، چې موږ په تاجكستان كې ولېدل ۶۵سلنه عوايديې له خپلو مېوو او حاصلاتو ترلاسه كول، نو زموږ هغه ټيم، چې تاجكستان ته تللى و، غوښتل مو، چې د تاجكستان د ښوونځيو دغه نوښت او مفكوره دخپل هېواد ښوونځيو ته راوړو او په كې پلې يې كړو، چې له بده مرغه دتاجكستان برخلاف داوبو او ساحې دساتلو ستونزه ده . موږ داسې ښوونځي لرو، چې هلته اصلاً دڅښاك اوبه شتون نه لري، نو دشنې ساحې جوړول، خو ډېرو اوبو ته اړتيا لري.كوم ښوونځي، چې په مركز او ولايتونو كې اوبه لري دكرنې او مالدارۍ وزارت او د FOA ټولنې په مرسته موږ پوهاوى وركړى او روزلي مو دي. تخمونه ،بېلونه او بېلچې چې ورته اړتيا ليدل كېده په واك كې يې وركړل شوي دي.

ده څرګنده كړه: اوس دغه ذهنيت پېدا شوى دى. دFOA ټولنه له موږ سره مرسته نه كوي، خو په ډېرو ولايتونو  لكه بدخشان،تخار، هرات، سمنګانو او كابل كې زموږ شنې ساحې په ښوونځيو كې ډېرې شوي دي.

ښاغلي دوست محمد بېدار ډاګيزه كړه: موږ له يو څخه ستونزو سره مخ شوو، موږ غوښتل، چې مېوه لرونكې ونې ډېرې كړو، خو زموږ ډېر ښوونځي ګردچارپېر ديوالو نه نه لري يا دا،چې كمزوري دي اويا دا، چې له حده ټيټ دي، نو د مېوه لرونكو ونو ساتنه زموږ لپاره ستونزمن كار و، چې ډېر خلك به له ديوالونو ښوونځيو ته كوزېدل او سربېره پردې ،چې دونو مېوې يې له منځه وړې، نورې ورانۍ يې هم كولې، نو موږ دمېوه لرونكو ونو دساتنې په اړه ستونزې لرو، خو زموږ ډېره هڅه داده، چې په ښوونځيو كې شنې ساحې جوړې كړو. كوم كارونه، چې موږ دكابل په مركز كې ترسره كړي د ښوونځي له شنو سيمو برخمن شوي دي.دپوهاوي لپاره استادان د زده كړو دترلاسه كولو لپاره راغواړو اودوى ته دشنو ساحو په اړه معلومات وركوو او دوى بيا زده كوونكو ته دغه ذهنيت وركوي،چې په خپلو كورونو كې هم شنې ساحې جوړې كړي.
                   
  محبوب_ هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha