صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغان اصلې موسيقۍ خوند بايد وساتل شي

د افغان اصلې موسيقۍ خوند بايد وساتل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

نظر فيصل دكلاسيكې موسيقۍ ښه سندرغاړى دى او دځوانانو د اتحاديې دموسيقۍ دبرګ سبزګروپ غړيتوب هم لري. دى دهېوادوالو دخوښيو او ودونو په محلفونو كې كلاسيكې سندرې واىي. كله نا كله په خانقا كې صوفيانه سندرې هم وايي. دپنځلسوكلونوپه موده كې يې ۷ ستاينليكونه او تقدير ليكونه ترلاسه كړي دي. هېواد ورځپاڼې ورسره مركه كړې، چې خپرېږي:

پوښتنه: دافغانستان اوسنۍ موسيقي څنګه ده او كومې خواته درومي؟

ځواب: زموږ دهېواد اصيله موسيقي ختيځه موسيقي ده.او دغږولو آلات يې هارمونيه، طبله او رباب دي. اوس نوي الكترونيكي آلات راوتلى دي اوپه كمپيوټري ډول غږول كېږي، خو كوم خوند،چې زموږ په اصيله موسيقۍ كې شته په الكترونيكي موسيقۍ كې دومره نه ليدل كېږي. بايد دغښتلي كولو لپاره يې هڅه وكړو، نو كله ، چې څوك هوټل ته دواده دمراسمو لپاره لاړشي ورته څرګندېږي، چې څومره پر غوږونو باندې فشار راوستل كېږي. افغاني اصيله موسيقي، چې نرمه، پسته او په زړه پورې ده داسې ويلى شم، چې دوركېدو لورته روانه ده، بايد دژوندۍ پاتې كېدو لپاره يې خپلو هڅوته زور وركړو.

ده زياته كړه: دلوېديځې موسيقۍ په راوتلو سره داصيلې افغاني موسيقۍ اورېدو ته خلك لېوالتيا نه ښيي، دغه دواړې موسيقۍ بايد سره همغږى اويو خپل شي، چې زموږ اصيله موسيقي خپل ځاى په ټولنه كې وموندلاى شي. ډېر خلك له آرامې او په زړه پورې موسيقۍ سره دومره لېوالتيا له ښكاره كوي، بلكې له داسې موسيقۍ سره لېوالتيا ښيي چې يوازې او يوازې مستي راولي، خو دموسيقۍ په غږولو سره بايد موږ ليدونكو او اورېدونكوته ښه وينا او پيغام ولرو. ډېر ځوانان شته ، چې له افغاني اصيلې موسيقۍ سره مينه لري او غواړي په موسيقي غږولو كې ختيځ آلات وكارول شي. زه كله، چې دو دونو محفلونوته ځم داصيلي موسيقۍ په غږولو لاس پورې كوم او غږ يې دومره برابروم، چې دليدونكو او اورېدونكو غوږونه ونه ربړېږي. سربېره پردې هغه شعرونه،چې له موسيقۍ سره يو ځاى ويل كېږي بايد ، چې دواړه سره برابروي، نو سندرغاړي بايد پر شعرونو پوه وي. داسې سندرغاړي لرو، چې دموسيقۍ دآلاتو او غږ ترمنځ برابري نه شي راوستلى او دشعرونوپه ويلو كې وزن او قافيه په پام كې نه نيسي، چې دا كار موسيقۍ ته سخت زيان رسوي. اوله داسې موسيقۍ هېڅوك خوند نه اخلي او دمحفل په پاى ته رسېدو سره خلك سپكې سېورې وايي. زه چې كله كوم محفل ته ځم دغوټكو ته ډېره پاملرنه كوم ترڅو خلك زموږ له موسيقۍ غږولو خوښ شي او خوند ترې واخلي.

پوښتنه: په موسيقۍ غږولو او سندرو ويلو كې داشعارو ويل ډېر رول لري، سندرغاړي بايد پر شعرونو برلاسي وي، ترڅو ليدونكي له موسيقۍ او سندرو خوند واخلي. تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟

ځواب: دهېواد ټول سندرغاړي بايد پر شعرونو پوه وي، ترڅو سندرې يې اغېزه و لري او دخپل هېواد دشاعرانو لكه د عشقري ، بېدل او همداسې نورو شاعرانو له شعرونو گټه پورته كړي.

ده زياته كړه: ډېر داسې بى تجربې سندر غاړي هم پيدا شوي، چې پرته له پوهې اوقانون څخه دشعرونو په جوړولو لاس پورې كوي اوبيا هغه په محفلونوكې اوروي، چې هيڅ مانا اومفهوم نه افاده كوي. شعربايد په وزن اوقافيه برابرولوستل شي او دواړه يو برابروي، چې  كولاى شم ووايم ۷ پاس وي او ۷ لاندې وي. موږ داسې سندرغاړي لرو ، چې دغه قانون ته هېڅ پاملرنه نه كوي. كله ۸ پاس وي او ۲ يا ۳ لاندې وي، چې سندر غاړي اوموسيقي غږولو ته تاوان رسوي اوموسيقي خپل خوند له لاسه وركوي. دبېلګې په توګه دګنجشكك سندره چې سندرغاړى بايد په سندرو كې خوشې تشې موضوعګانې راونه نغاړي او بايد هڅه او هاندو كړي، چې شعر له قالب څخه ونه وځي.

پوښتنه: څنګه كېداى شي ځوانان دموسيقۍ اساسات زده كاندي ، ترڅو دليدونكو او اورېدونكو محفلونه تاوده وساتلى شي؟

ځواب: زموږ هغه سندرغاړي ، چې دودونو محفلونو ته ځي اوهلته سندرې وايي او يا دا چې دشپې له خوا په كورونوكې محفل جوړوي له هرڅه دمخه بايد هڅه وكړي، چې له داسې يوه كس څخه دموسيقۍ او سندرو قانون زده كاندي ، چې په موسيقۍ پوه وي. په دې كې دشرم ځاى نه شته. شرم په دې كې دى ، چې له  پوه كس نه څه زده نه كړو.بايد له استاذانو وپوښتل شي، چې له كوم راګ نه ګټه واخلم. داسې ځوانان هم لرو، چې له يوې پردې نه بلې پردې ته ترب كوي، چې په دې كارسره دموسيقۍ كيفيت ډېر ټيټېږي.بايد سندره په يوه موزون قالب كې وويل شي، تر څو كيفيت يې لوړشي. داسې سندرغاړي هم وينم، چې يوه سندره يې له توان څخه لوړه وي، خو بيا هم پرته له مخكينۍ زده كړې اوتمرين څخه يې په ويلو لاس پورې كوي.

پوښتنه: له څو كلونو راهيسې سندر غاړى شوي ياست اوپه دې لاره كې مو هڅوونكى څوك و؟

ځواب: دښوونځي په دوره كې ، چې به محفلونه جوړېدل ما هم په كې ګډون كاوه، خو د موسيقۍ له آلاتو سره مې بلدتيا نه لرله. كابو ۱۸ كاله وړاندې په ښوونځيو كې كنسرتونه جوړېدل. ما په دغسې ځايونوكې ترانې اوبدلې ويلې. له هغه وخت څخه له موسيقۍ اوسندرغاړي كېدو سره زما مينه او علاقه پېدا شوه. كله چې د عسكري دورې دتېرولو لپاره اړ شوم او ديوې عسكري قطعې په هنري ګروپ كې مې  غړيتوب  ترلاسه كړ. په دغه ځاى كې زما علاقه له موسيقۍ سره لا ډېره شوه. په دغې قطعه كې يوكس حارث نومېده، چې اوس په امريكا كې ژوند كوي، ده ماته دموسيقۍ اساسات راښودل. كله به ، چې ماپه كنسرت كې سندرې ويلې يوكس هارمونيه غږوله مابه سندروته زرو وركاوه په دغو كلونوكې مې دموسيقۍ غږولو له آلاتو سره بلدتيانه لرله، نو ځكه دموسيقۍ د آلاتو دزده كولو په لټه كې شوم. په دغې موده كې مې له ډاكتررشيد څخه دموسيقۍ آلات تريوې اندازې پورې زده كړل. اوس زه دافغانستان دځوانانو ټولنې دبرګ سبز غړيتوب لرم. سربېره پردې په ۱۳۸۴ ، ۱۳۸۵  او ۱۳۸۶ كلونوكې مى  دجاپانيانو دموسيقۍ په كورس كې د ۵ مياشتو لپاره هم زده كړه كړې ده. زموږ استاد احسان نومېده اوس سه تار غږونكى دى او همدا راز مرحوم طارق و، چې طبله يې موږته را زده كوله او سربېره پردې ډاكتر رشيد هم و، چې دموسيقۍ داساساتو په زده كولو يې پوه كړم. له دې وروسته خپله ددغو استازاتو په لاره روان شوم. اوس كولاى شم غزل ووايم اوپه خانقا وو كې صوفيانه سندرې هم ووايم او دهېوادوالو دخوښيو محفلونو ته لاړ شم همداسې كليوالي سندرې ويلى شم او په دې لاره كې ستونزه نه لرم.

پوښتنه: هغه ځوانان چې له سندرغاړي كېدو سره مينه لري او غواړي په راتلونكي كې ښه سندرغاړي اوموسيقۍ غږوونكي شي ورته څه وينا اوپيغام لري؟

ځواب: زما وينا ټولو هېوادوالو ته ، چې له موسيقۍ سره مينه او علاقه لري  داده، چې بايد له هرڅه دمخه شعرښه او روان زده كړي او په ويلو كې يې په سمه توګه تلفط كړي او دشعرله سرسري تېرولو اوويلو ډډه وكړي. كله ، چې شعرونه غلط تلفظ شي او تجربه لرونكي سندر غاړي يې غلطى وروښيي په دغه كار بايد خواشيني نه شي، بلكې په دغه كار بايد خوښ شي او شكريه  ادا كړي، نو ځوانان بايد له هغو كسانو موسيقۍ زده كاندي، چې ډېره تجربه ولري او دهغه ترلارښوونى لاندې خپلو زده كړوته دوام وركړي. 

محبوب _ نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha