صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د لغمان ولايت د سړ كونو او لارو جوړولو د پروژې كار پيل شوى

د لغمان ولايت د سړ كونو او لارو جوړولو د پروژې كار پيل شوى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لغمان ولايت د سړ كونو او لارو جوړولو د پروژې كار پيل شوى

دټولګټو چارو وزارت دكليوالي لارو د جوړولو ملي پروگرام په لغمان ولايت كې دسړكونو د جوړولو پروژه پيل كړه. ددغې پروژې دپلې كولو تړون دټولگټو چارو دوزيراو دخصوصي سكتورترمنځ لاسليك شوى دى . ددغې پروژې په بشپړېدو سره به د لغمان ولايت او اړوندو ولسواليو خلكو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

هېواد ور ځپاڼې د ټولگټو وزارت دكليوالي لارو جوړولو دملي پروگرام له اجرايوي رييس انجنير محمد منير((شاغاسي)) سره مركه كړ ې  چې خپرېږي.

 پوښتنه: دلغمان ولايت د سړك جوړولو پروژه په څومره موده كې  بشپړېدلى شي؟

 ځواب: دلغمان دسړك جوړولو پروژه د وري په ۲۸ مه د ټولگټو چارو وزارت د وزير له خوا لاسليك شوه . ددغه سړك د جوړولو پروژه څلور اعشاريه اته كيلومتره اوږدوالى لري او د ۲۵۵ مېليونوافغانيو په لګښت جوړېږي چې په كې ګلدانونه، پلې لارې هم شاملې دي او دهېواد او خلكو د اقتصاد په وده كې ډېر اغېزمن رول لوبولى شي.

 ده زياته كړه: له نېكه مرغه دلغمان دسړك جوړولو پروژه پرانيستل شوه، كاريي پيل شوى او دراتلونكي كال دوري مياشتې په ۲۰ مه به بشپړه او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.دهغې  ژمنې او تعهد له مخې چې يو قرار دادي شركت له موږ سره وكړموږ وپتيله چې دتړون له بشپړېدو مخكې به دغه سړك بشپړ اوګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

 پوښتنه: كوم خصوصي شركت چې دغه پروژه پلي كوي دسړكونو دستندرد جوړولو لپاره ستاسې پروسيجر ورته څه دى؟

ځواب: دټولګټو وزارت كوم انجنيري ستندردونه چې دسړكونو په جوړولو كې شتون لري له هغو  كار اخلي .موږ ټول سړكونه چې ولسوالۍ له عمومي سړكونو او ولايتونو سره نښولى
 هغه په ستندرد ډول جوړوو البته دغه چارې دكليوالي لارو د جوړولو په ملي پروگرام پورې تړاو لري په دې تړاو بېلابېل ستندردونه د لويو لارو په پرتله شتون لري، نو د ولسواليو سړكونه  دستندرد له مخې ډيزانېږي او كومې ځانګړتياوې چې لرو پروژه پلې كوو.

 پوښتنه:   د ټولگټو وزارت  دسړك جوړولو ادارې او د كليوالي لارو د جوړولو دملي پروگرام ادارې  همغږي اوهمكارى څنګه ده؟

 ځواب: زموږ اداره هم د   ټولگټو وزارت تركنترول لاندې ده او د وزارت مقام ته رپوټ وړاندې كوي . په دې برخه كې كومه ستونزه او خنډ شتون نه لري.په دې برخه كې خپله ښاغلي وزير او ددغه وزارت  مشرتابه پلاوى دكليوالي لارو جوړولو ملي پروگرام ته ځانګړې دنده سپارلې، چې په هغه چوكاټ كې پرمخ درومي.

پوښتنه: دهېواد په كومو ولسواليو كې ستاسې دسړكونو جوړولو پروگرام  دوام لري؟

 ځواب: دكليوالي لارو دملي پروگرام له خوا دهېواد په ۳۴ ولايتونو كې دسړكونو او لارو جوړولو پروگرام  او پروژې لرو چې دسړكونو دجوړولو ودانيزې پروژې، پلونه، دكليوالي سړكونو دپروژو ساتنه او مراقبت ښه پرمخ درومي.

پوښتنه: په ژمي كې ستاسې ډېرې دسړك اولارو جوړولو پروژې درېدلې وې اوس څنګه دي؟

 ځواب: په ټولو ولايتونو كې كار بېرته پيل شوى دى، د هغه اوونيز رپوټ له مخې چې موږ ته له زونونو او ولايتونو را رسېږي ، دسړكونو اولارو په جوړولو كې هېڅ ډول ستونزه نه ليدل كېږي، نوويلى شم چې كار په نورمال ډول همدا اوس  هم روان دى.

پوښتنه: كوم سړكونه چې ولسوالۍ له ولايتونو او يا له عمومي سړكونو سره نښلوي په پاخه ډول جوړېږي كه څنګه؟

ځواب: كومه سروې چې تېركال موترسره كړه د ۳۹۸ ولسواليو له ډلې ۳۹۰ ولسوالۍ له مواصلاتي لارو برخمنې شوي ، يوازې ۸ ولسوالۍ مواصلاتي لارې نه لري .

موږ دماليې له وزارت او مرستندويانو سره په اړيكه كې يو ، ترڅو ددغو ۸ ولسواليو لپاره هم بودجه ترلاسه كړو ، چې له سړكونو او لويو لارو برخمن شو. د ۳۹۰ ولسواليو پر سړكونو جغل اچول شوى اوهم اسفالت شوي دي. له دې وروسته موږ دې فيصلې ته رسېدلي يو، چې دټولگټو وزارت كه يو كيلومتر سړك هم جوړوي هغه بايد اسفالت او پو خ وي، ترڅو خلك وتوانېږي چې گټه ترې واخلي،. خو كومې ولسوالۍ چې مواصلاتي لارې نه لري په لومړي پړاوكې پرهغو باندې جغل اچوو وروسته دموټرو له تگ او راتګ نه اسفالت اوپه پاخه ډول جوړېږي.

پوښتنه: د دووتېروكلونو په پرتله ستاسې كار څنګه پرمخ درومي؟

ځواب: دكليوالي لارو جوړولو ملي پروگرام كار ښه پرمخ درومي، په دې لاره كې كومه ستونزه شتون نه لري دخپلو چارو دپرمخ بېولو لپاره موله دې وړاندې سلاكار درلود، له نېكه مرغه چې اوس موږخپله اړوندې چارې پرمخ بيايو اوښې پرمخ درومي. دا ويلى شم چې په تېرو كلونو كې تر ۴۰ مېليونو  ډالرو پورې لګول كېدل، خو تېركل يوازې دكليوالي لارو د جوړولو دملي پروګرام له لارې ۱۵۰ مېليونه ډالر ولګول شول چې په دغو پيسو ټولې اړوندې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 پوښتنه: دكليوالي لارو ملي پروگرام له كومه ځايه مرسته ترلاسه كوي؟

ځواب: زموږ ادارې ته دټولگټو وزارت له خوا بودجه وركول كېږي ، خو زموږ مرستندويان دافغانستان دولت، نړيوال بانك، جاپان، دجايكا ټولنه، دكاناډا سيداټولنه، دسويډن سيدا ټولنه اونور مرستندويان له دغه پروگرام سره همكاري لري، خو زموږ لوى مرستندويان د افغانستان دولت اونړيوال بانك دى.

 پوښتنه: هېوادوالو ته څه وينا او پيغام لرئ؟

ځواب: زما پيغام هېوادوالو ته دادى  چې دسړكونو اولويو لارو جوړول
 خلكو ته دآسانتياوو په برابرولوكې اغيزمن رول لري او دهغوى په اقتصادي وضع كې مثبت بدلون راولي، نو اړينه ده چې دسړكونو په ساتلو كې ډېره هڅه
 اوزيار وباسي.            .               
   
                              محبوب – هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha