صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د څو هنري نندارو د وړاندې كولو چارې تر لاس لاندې دي

د څو هنري نندارو د وړاندې كولو چارې تر لاس لاندې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دكابل نندارې ممثلين او هنرمندان دڅو هنري نندارو دبشپړولو پرچارو كاركوي چې هېوادوالو په ځانګړي ډول دتياتر مينوالو ته وړاندې شي. هېواد ورځپاڼې دكابل نندارې دنمايشاتو له آمر شمس الدين((يوسفزي)) سره مركه كړې ،چې خپرېږي.

پوښتنه:څرنګه ،چې دغويي اوومه او اتمه رانږدې كېږي دكابل نندارې هنرمندان څه ډول هنري پروګرام ترلاس لاندې لري؟

ځواب: موږ څوورځي وړاندې دمسلكي بورډ يوه غونډه لرله او په دغې غونډه كې مو هنرمندان دې ته وهڅول ،چې د غويي د اتمې په وياړ ،چې دمجاهدينو دبريا ورځ ده، خپلې ليكنې برابرې كړي،چې په دې ترڅ كې پنځه ليكنې تر بحث لاندې ونيول شوې .له دغو نندارو يوه د (ندا)  په نامه ده چې جميل خالقي ليكلې او زموږ د تاييد وړ وګرځېده .په څو ورځو كې د هغې نندارې كټنګ پيلېږي موږ هيله من يو،چې دغه ننداره د غويي  مياشتې په اتمه په ټاكلې ورځ خپره شي.

پوښتنه: دنږدې راتلونكې لپاره په مزار شريف كې هم تاسې پرهنري  ننداره كار كوئ كه په دې اړه ووايئ ،چې دا ننداره دڅه لپاره ده؟

ځواب: موږ غوښتل چې مزار شريف ته دمېلې لپاره لاړ شو او دنوي پسرلي په نامه په مېله كې ګډون وكړو، خو دبودجې په ترلاسه كولو بريالي نه شوو. له نېكه مرغه زموږ وړانديز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ومنل شو دځينو كسانو د كمزورو اداري چارو او د پړاوونو د نه وهلو له امله بودجه په ټاكلې موده كې موږ ترلاسه نه كړاى شواى خو اوس  مهال دپيسوچك د ماليې وزارت ته وړل شوى او دخپل پروګرام دپلي كولو لپاره هڅې كوو.

ده زياته كړه : اوس تصميم لرو ،چې مزار شريف ته لاړ شو او هلته دنوي كال يا دپسرلي په وياړ خپلې هنري نندارې وړاندې كړو.

پوښتنه: دملي تياتر هنرمندان دپسرلي په وياړ دلومړۍ مېرمنې له خوا قصر ته بلل شوي وو ،تاسې كومه ننداره ورته وړاندې كړه كه څنګه؟

ځواب: دا زموږ لپاره ډېر د وياړ ځاى دى ،چې دهېواد لومړۍ مېرمنې د هنرمندانو د وربللو نوښت وكړ.د لومړۍ مېرمنې خبرې د هنرمندانو دتشويق او هڅولو لپاره ډېرې په زړه پورې وې .لومړۍ مېرمنې دخپلو خبرو په يوه برخه كې داسې وويل: افغانستان دېر پياوړى ملي فرهنګ لري. كوم هېواد چې فرهنګ ونه لري او فرهنګ يې ژوندي نه وي ډېره ستونزمنه به وي ،چې هلته تمدن، سوله او امنيت راشي . داخبرې زموږ لپاره ډېرې ګټورې او هيله بخښونكې وې، نه يوازې دكابل نندارى هنرمندان ،بلكې دټولو شخصي فرهنګي او دولتي ټولنو استازي هم وربلل شوي وو،چې شمېر يې دوه سوه كسانو ته رسېده .له دې وړاندې لومړۍ مېرمنې له ټولو يادوشويو ټولنو غوښتنه كړې وه، كومې چاري چې تر سره شوي دي هغه په يوه سي ډي كې ثبت كړي ،چې دهرې ټولنې فعاليتونه دپنځو دقيقو لپاره نندارې ته وړاندې شي .لكه د افغان فلم ،ملي تياتر ،خصوصي ټولنې ،موسيقۍ ،دښكلو هنرونو د پوهنځى او نور.. په دې كار سره ټولې ګډون كوونكې ټولنې خوښې شوې. دپروګرام په پاى كې دګډون كوونكو ادارو رييسانو ته ستاينليكونه هم وركړل شول ،چې داكار د فرهنګي برخو فعالين ډېر تشويقولى شي .موږ په خپل وار سره ډېر منندوى يو،چې هنرمندانو ته د فرهنګ دودې لپاره ډېره هيله پيدا شوه او دا پته ورته ولګېده ،چې هنرمندان بايد پرمختګ وكړي او له هره پلوه بايد ورسره مرسته وشي. كه موږ غواړو ،چې دهېواد فرهنګ نورهم وده وكړي دا كار شونى دى .

پوښتنه: د هنري فعاليتونو دښه پرمخ بيولو لپاره له اړوندو ادارو سره د همغږۍ دراوستلو لپاره څه وړانديز لرئ؟

ځواب: همغږي راوستل درييسانو له خوا ترسره كېږي، نو اړينه ده ،چې په دې برخه كې د ملي تياتر سرپرست ،چې دتياتر مشري كوي په بېلابېلو ځايونو كې  له دولتي او خصوصي ادارو سره خبرې وكړي او په تېره بيا كوم كسان ،چې په فرهنګي برخو كې دنده لري ،هغوى دې وهڅوي ،چې له موږ سره همكاري وكړي. له دې وړاندې د جرمني هېواد دګويته انستيتوت ،دناروې هېواد او همدارنګه نوري ټولنې هم غواړي ،چې له ملي تياتر سره مرسته وكړي، خو دې ته اړتيا ده ،چې په دې برخه كې زيات زيار وايستل شي او داسې مرستندويي ټولنې پيدا كړي او تياتر ته يې راوبولي او دهغوى دجلبولو لپاره ننداره ورته وړاندې شي .په داسې حالت كې به يادشوي كسان په دې وپوهېږي چې دملي تياتر هنرمندان څومره ځواكمن دي، نو په داسې يوه حالت كې مرستندويان همكارۍ ته زړه ښه كوي او وروسته له دې موږ كولاى شو چې دخپلو چارو دښه پرمخ بېولو لپاره تصميم ونيسو .

پوښتنه: له ستونزو سره سره دملي تياتر دهنرمندانه فعاليتونه څنګه دي؟

ځواب: دملي تياتر هنرمندان او ممثلين په ډېره هيله مندۍ او مينه خپل هنري فعاليتونه تر سره كوي. سره له دې ،چې موږ دومره امكانات او آسانتياوې په واك كې نه لرو، خو كوم ګواښونه چې زموږ دفعاليت پر وړاندې شتون لري هغه دكابل نندارې دبيارغاونې دچارو درېدل دي په دې. برخه كې دپلان رياست كمزورتيا ښودلې، چې د يادې شوې ودانۍ دجوړولو چارې ګړندۍ كړي .دكابل نندارې د پروژې كاركه نه واى ځنډېدلى اوس به بشپړه او ګټې اخيستوته به سپارل شوې واى. كومې ښيګڼې ،چې په ملي تياتر كې او په تېره بيا په مدور ميزكې شته په يو وخت كې څلور صحنې ثبتولى شو، نورنو څوك په تمه نه شي پاتې كېداى،چې وروستۍ صحنه به څنګه وي.

ده ډاګيزه كړه: دماشوم تياتر پر خپل حال پاتې دى، خو تياتر تر شپږو صحنو پورې وي. دديكورونو بدلول خپله يوه صحنه منځ ته راوړي .په ننداره كې د ځنډ پېښېدل لېدونكي ستومانه كوي او كومه خوښي چي دنندار چې په ذهن كې پيدا شوې وي هغه يې له ذهن څخه لرې كوي.كومې .نندارې چې موږ دلته وړاندې كوو ، دوه يا درې دقيقې ځنډ په كې راځي ،چې داخپله دافغانستان پر تياتر يو سخت ګوزار دى. څرنګه ،چې ليدونكو ته دفلم ليدل وخت په وخت په زړه پورې كېږي، خو كه په كې ځنډ پېښ شي دليدونكي له ذهن څخه تښتي. له دغو ستونزو سره سره موږ خپل پروګرامونه داسې جوړوو ،چې كوم ځنډ چې په ديكور كې راځي ليدونكي يې لږ احساس كړي. 

محبوب -هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha