نــوې ټاکنـې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نــوې ټاکنـې

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني له فرمان سره سم ، شاه زمان ميوندي له رتبې څخه په بهر بست کې دژوندانه دچاپېريال ساتنې دملي ادارې دلوى رييس په توګه وټاکل شو .

        د يوبل خبرله مخې:

دملي تدارکاتو دادارې دلوى رياست  دبست دلوړولو اوددغې ادارې درييس  دټاکنې په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني فرمان .  دافغانستان داساسي قانون  د ٦٤ مادې د ١٣ فقرې له حکم سره سم له مافوق رتبې څخه  له رتبې څخه بهرته دملي تدارکاتو دادارې دلوى رياست دبست لوړول او له رتبې څخه په بهر بست کې دملي تدارکاتو دادارې  دلوى رييس په توګه  دالهام عمر هوتکي  ټاکنه . منظوره ده .  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  دچارو په ترسره کولو کې  ده ته  دلازياتو برياليتوبونو هيله  كوو.

         همدارنګه:

 دافغانستان داسلامي جمهوريت د ملي شورا  د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د شهزاده مصطفى ظاهر  دټاکنې په باب  دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمداشرف غني حکم .  دافغانستان داساسي قانون  د٨٤ مادې د٣ فقرې  له حکم سره سم دمشرانو جرګې  دپخواني غړي  ارواښاد الحاج محمد عيسى خان  شينواري پرځاى ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا  دمشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه  دشهزاده مصطفى ظاهر ټاکنه  ، منظوره ده . د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه  دورسپارل شويو چارو په اجرا کولو کې  ده ته  دلازياتو برياليتوبونو هيله کوم .  شهزاده مصطفي ظاهر  دافغانستان  دژوندانه دچاپېريال ساتنې دملي ادارې بنسټ ايښودونکى دى  چې تراوسه پورې يې  ددغې ادارې  مشرتوب په غاړه درلود .  ده دلومړي ځل لپاره دهېواد داساسي قانون  د تدوين په وخت کې  دژوندانه دچاپېريال موضوع ،  په دغه قانون کې شامله کړه  چې په ١٥ ماده کې  وضاحت لري . شهزاده مصطفى ظاهر وکولاى شول ،چې افغانستان  دژوندانه دچاپېريال  په ١٥ نړيوالو کنوانسيونونوکې  شامل کړي ، ده  دمځکې دکرې  داتل په توګه  دملګروملتونو د سازمان  له سکرتر جنرال څخه  ددغه سازمان  ډېره لوړه  جايزه  ترلاسه کړه  چې هغه يې دافغانستان خلکو په تيره بيا  کونډو ښځو ،  يتيمانو ، مهاجرينو او دجګړې قربانيانو ته  ورکړه .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha