صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د جمهور رييس حکم

د جمهور رييس حکم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس حکم

په هېوادکې د چاپي رسنيو، صوتي بنسټونو ، نشراتي موسسو او د خبري آژانسونو د ستونزو د لرې کولو، د فعاليت د ځنډېدو د مخنيوي، ملاتړ او پياوړتيا په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني حکم !

د اساسي قانون د (٣٤ مې)  مادې صراحت ته په پاملرنې سره، چاپي رسنۍ، صوتي بنسټونه ، نشراتي موسسې او خبري آژانسونه د هېواد داتباعو د افکارو، خبرو او ليکنې د خپرولو د وسيلې په توګه د بيان د آزادۍ په تحقق او مصونيت او د دموکراسۍ په تامينولوکې کليدي رول لري، د همدې ملحوظ له مخې د دغو بنسټونو د ستونزو د لرې کولو، د فعاليت د ځنډېدو د مخنيوي او د دغو بنسټونو د فعاليتونو د هڅونې، ملاتړ او پياوړتيا په خاطر ددغو مراتبو لارښوونه کېږي:

لومړۍ ماده :

د باقياتو د تحصيل د څرنګوالي د قانون د ۱۲مې) مادې له صراحت سره سم، دهغو  صوتي رسنيو، نشراتي موسسو او د خبري آژانسونو ماليات چې  تر اوسه پورې يې خپل ماليات نه دي ورکړي، په حد اکثر ډول په اوو کلونوکې په مياشتينيو قسطونو سره دې واخيستل شي.

دويمه ماده:

د اساسي قانون د ( ٦٤ مې) مادې په  (١٨ مې) فقره او د باقياتو د تحصيل د قانون په (٣٠ مې) ماده کې د ليکل شوي صلاحيت له مخې د دغو بنسټونو پخواني مالياتي جريمې او دغه راز تر وروستۍ تصفيې پورې د دغو بنسټونو دمالياتي قسطونو په دوران کې معاف بلل کيږي .

دريمه ماده :

د مالياتو د لومړي قسط په ورکړې سره، د دغو رسنيو د فعاليت جواز ليکونه تمديدېږي.

په استثنايي ډول د يو ځل لپاره، د هغو نورو رسنيو د مالياتي قسطونو نه تحويلي چې د واحد شخص تر ملکيت لاندې دي، د هغې رسنۍ د جواز د تمديد خنډ نه کېږي چې مالياتي قسط يې ورکړاى شوى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha