صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د محجوزينو او بنديانو د مجازاتو د تخفيف او بخښنې په باب د جمهور رييس فرمان

د محجوزينو او بنديانو د مجازاتو د تخفيف او بخښنې په باب د جمهور رييس فرمان

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د محجوزينو او بنديانو د مجازاتو د تخفيف  او بخښنې په باب  د جمهور رييس فرمان

دنېکمرغه لوي اختر په مناسبت د محجوزينواو بنديانو دمجازاتودتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني فرمان :

 په لاندې متن رارسېدلى دى: دافغانستان داساسي قانون  د ٦٤مادې په ١٨ فقره کې له ليکل شوې  حکم سره سم  دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت  دملکي او نظامي په ګډون دهغو محکومينو دحجزاو بند دمجازاتو تخفيف اوبخښنه  چې دمحکمو په قطعي او وروستي حکم ، په مجازاتو محکوم شوي دي ،  په دې ډول منظوروم .

 تخفيف اوبخښنه :

 لومړى ماده :  دهغو محجوزينو او بنديانو په باب  چې  د١٣٩٦کال د زمري مياشتې له نهه ويشتمې نيټې څخه  دوږي مياشتې تر اتمې نيټې پورې  ددوى په باب  دمحکمو پريکړې  قطعي او وروستي شوي دي اويا  ددغه فرمان  پر شرايطو برابريږي د ١٣٩٦کال  دزمري مياشتې  دشپږ ويشتمې نيټې د١١٠ګڼه فرمان له لومړى مادې څخه     تر دولسمې  مادې پورې  ليکل شوي حکمونه  ،  دتطبيق وړ دي .   د ٢٥٩-٦٤او٨٢ګڼه فرمانونودحکمونو تطبيق

  دويمه ماده :

په مرکز کې  پر شرايطو برابر هغه محجوزين او بنديان چې دمحکومينو دزياتوالي په نسبت دمحجوزينو او بنديانو د تخفيف او بخښنې په باب  دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  د ١٣٩٥ کال دکب مياشتې دشپالسمې نيټې د ٢٥٩، د ١٣٩٦ کال  دثور مياشتې دنهمې نيټې د ٦٤او د ١٣٩٦ کال  دچنګاښ مياشتې د دريمې نيټې  د٨٢ګڼه فرمانونو له تطبيق  څخه  پاتې دي  موظف کمېسيون مکلف دى چې  ددغو فرمانونو حکمونه  ددوى په باب هم  تطبيق کړي .

 انفاذ:

 درېمه ماده :

 دغه فرمان  د ١٣٩٦ کال  دوږي مياشتې  له اتمې نيټې څخه  نافذېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha