صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د افغانستان د جمهور رييس فرمان

د افغانستان د جمهور رييس فرمان

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د جمهور رييس فرمان

دهېواددخپلواکۍ د٩٨مې کاليزې په وياړ ددفاعي اوامنيتي ځواکونو ديوشمېر منسوبينو دستاينې او دنوموړو ځواکونو دشهيدانوله کورنيو سره دمرستې په اړه په فرمان كې داسې راغلي دي:

دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو منسوبينو ، په بيلابيلو سيمو کې دپوځي عملياتو په ترڅ کې دترهګرړو پروړاندې دمبارزې ، له دښمن څخه دسيمودپاکولو او دسولې او امنيت دتامينولو په برخه کې ، خپلې سپيڅلې دندې دستريا له احساسولو پرته ، شپه او ورځ په بشپړي ميړانې ، اخلاص او بريا  ترسره کړي دي.

له همدې امله دهېواد دخپلواکۍ د ٩٨مې کاليزې په وياړ دهغوى دزړورتيا ، سرښندنې اومېړانې دستاينې په موخه،داساسي قانون د (٦٤ مې) مادې د (١٩مې)فقرې له حکم سره سم ، دهېواد ددفاعي او امنيتي  ارګانونو منسوبينو ته په لاندې ډول ددولتي نښانونو ، مډالونو اوبخششي معاش ورکړه منظوروم .

١_  دملي دفاع  وزارت (٢٠٠) تنو منسوبينو ته ، د (٢٠ )   واحده نښانونو ، (١٥٦)  واحده  دولتي مډالونو ، دنوموړي وزارت له بودجې څخه  (١٢) تنو ته  له ضمايمو سره  د دوو مياشتو بخششي معاش او (١٢) تنو ته له ضمايمو سره ديوې مياشتې بخششي معاش.

٢_ دکورنيو چارو  وزارت (١٣٠ ) تنو  منسوبينو ته د (١٣) واحده نښانونو ،. (١٠٣)  واحده دولتي مډالونه ، دنوموړي وزارت له بودجې څخه  ( ٧) تنو ته  له

ضمايموسره ددوو مياشتو بخششي معاش او  (٧) تنو ته له ضمايمو سره  ديوې مياشتې بخششي معاش .

٣_  دملي امنيت لوى رياست (٧٠ ) تنو منسوبينو ته  د (٧) واحده نښانونو ، (٥٧) واحده دولتي مډالونو ، دنوموړي رياست له بودجې څخه  (٣) تنو ته له

ضمايمو سره  ددوو مياشتو بخششي معاش او (٣) تنو ته له ضمايمو سره ديومې مياشتې بخششي معاش.

٤_  ددولت دپوځي تشکيلاتو لرونکو نورو ادارو ( ٥٠ ) تنو  منسوبينو ته له سهيمي سره سم د (١٥) واحده مډالونو ، داړوندو ادارو  له بودجې څخه (٢٦) تنو ته له ضمايمو سره  ددوو مياشتو بخششي  معاش او (٩) تنو ته له اجزا او ضمايمو سره ديوې مياشتې بخششي معاش.

همدا رازدزمري دمياشتي د (٩٨مې ) نيتې درارسيدوپه وياړ دې دملي دفاع ، کورنيو چارو وزارتونو ، دملي امنيت لوى رياست  اودنظامي تشکيلاتو لروونکو ادارو  دمنسوبينو نوبتي اوفوق العاده ترفيع ګانې له قانون سره سم ديوځل لپاره په لاندې ډول اجرا شي.

٥_  دامنيتي  سکتور داصلاحاتو  په چارو کې ددولت  وزير دفتر او ددفاعي او امنيتي  ځواکونو دلوړ رتبه افسرانو پرټاکلو دڅارنې عالي بورد دې  داعلي سرقومانداني په  چارو کې دملي امنيت شورا دمرستيال  د ١٣٩٦ لمريزکال د چنګاښ دمياشتې (٢٩مې )  نيټې له ( ٤٣٥٨ )  ګڼه  ليک سره سم د جنرالۍ نوبتي او فوق العاده  رتبو رفيع ګانې  له قانوني ارزونې وروسته دمنظورۍ   لپاره  د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړې .

٦_  دهغو لوړرتبه افسرانو( له جګړن ( سمونيار ) څخه تر ډګرمن (سمونمل پورې )

ترفيع ګانې   دې  چې دخدمت موده يې د ذاتي چارو له قانون سره سم پوره کړې وې  لوړ تشکيلاتي بست ولري  اوهمدا راز په محاربوي فعاليتونو کې يې عملا برخه اخيستې وي ، يوې لوړې رتبې ته اجرا شي .

٧_   دهغو ځوانو افسرانو ( له دويم بريدمن (  دويم څارن )  څخه تر تورن ( څارمن پورې  ) ترفيع دې  چې دخدمت  موده يې د ذاتي چارو له قانون سره سم پوره کړې وې  لوړتشکيلاتي بست ولري  او همدا راز په محاربوي فعاليتونو کې يې عملا برخه اخيستې وي ، يوې لوړې رتبې ته اجرا شي.

٨_   دهغو بريدملانو او ساتنمنانو چې اوسمهال په محاربوي  قطعاتو کې دنده ترسره کوي  دخدمت ټاکل شوې موده  د ذاتي  چارو له قانون سره سم په اوسني رتبه کې پوره کړې وي اولوړ تشکيلاتي بست ولري ، ترفيع  دې له   ( E9)  بريدمل او لومړى ساتنمن  څخه پرته ، يوې لوړې رتبې ته اجرا شي .

٩_  ددفاعي او امنيتي   سکتور د  ١٣٩٦ کال دشهيدانو، تري تم شويو ، معلولينو اوټپيانو کورنيو ته دپاملرنې   اوله هغوى سره  د خواخوږۍ په موخه دې  ( دوه ميليونه افغانۍ)  دملي دفاع وزارت  او ( دوه ميليونه افغانۍ)  دکورنيو چارو  دوزارتون د ١٣٩٦  مالي کال له بودجې  څخه اوي ( يو ميليون افغانۍ )  دملي امنيت  دلوى رياست  د( ١٣٩٦ ) مالي کال له بودجې څڅه دنغدي مرستې  په توګه اجرا اوديوکميسيون  له  خوا دې  په عسکري خدمت اومحاربوي فعاليت کې دشهيدانو او تري تم شويو معلولينو او ټپيانو دموقف ، معلوليت اوټپي کيدو  ددرجې تر تثبيتولو  وروسته دحسابي سند په مقابل کې په عادلانه 
توګه وويشل شي .

دلوى خداى (ج)  له درباره ټولو امنيتي اودفاعي ځواکونو  ته دهېوادوالو د لازياتو خدمتونو، دترهګرو پروړاندې دمبارزې ،دسولې، سوکالۍ اوامنيت دتامينولو په  لاره کې   دبرياوو هيله کوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha