صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د جمهورى رياست حکمونه

د جمهورى رياست حکمونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهورى رياست حکمونه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د سرپرست د موظف کولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني حكم په لاندې متن را رسېدلى دى:

د اساسي قانون د (٦٤ ) مادې د (١٣) فقرې د حکم له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ويس احمدبرمک موظف کول منظور دي.په  حکم کې د الله (ج) له دربارڅخه د ده د لا زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.

همدارنگه د کورنيو چارو د نوماند وزير د ټاکنې او د ملي شورا ولسي جرګې ته د هغه د معرفي کولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس  محمد اشرف غني حکم په لاندې متن را رسېدلى دى:

د اساسي قانون د(٦٤) مادې  د (١١ ) فقرې د حکم له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د نوماند وزير په توګه د ويس احمد برمکټاکنه او معرفي کول منظور دي.په پارلماني چاروکې د دولت وزير موظف دى چې دغه نوماند د اساسي قانون د (٩١ ) مادې د (٣) فقرې د حکم له مخې د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي.دغه راز په امنيتي چاروکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سلاکار وزير د ټاکنې په باب دافغانستان د اسلامي جمهوريت

 د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمان په لاندې متن را رسېدلى دى: د اساسي قانون د( ٦٤  ) مادې د (  ١٣) فقرې د حکم له مخې، په امنيتي چاروکې د جمهور رييس د سلاکار وزير تر عنوان لاندې له رتبې څخه بهر د يو بست د زياتوالي او په دغه بست کې د تاج محمدجاهد ټاکنه منظوره ده.

په فرمان کې د ده د لا زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha