د ولسمشر محمد اشرف غني حکمونه

په فرهنګي اوټولنيزو چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دسلاکار تر عنوان لاندې ديو مافوق رتبه بست د زياتوالي په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني حکم :
داساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٣ فقرې له حکم سره سم اود مخورو اشخاصو له تجربو څخه داستفادې په موخه په فرهنګي اوټولنيزو چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس دسلاکار تر عنوان لاندې ديو مافوق رتبه بست زياتوالى او په دغه بست کې دمحمدمحقق ټاکنه منظوره ده .
دلوى خداى ج له دربار څخه دده دلازياتو برياليتوبونو هيله کوم.
دغه راز :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام د د فتر د لوى رياست د مرستيالانو د ټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني حکم : دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام د د فتر په لوى رياست پورې داړوندو چارو دښه پرمخ بيولو په موخه ددغو اشخاصو ټاکنه هريو،
١_ عبدالسبحان رووف په مافوق رتبه بست کې دپاليسۍ ، څارنې او څېړنې دمرستيال په توګه.
٢_ احمدويس هدايت په مافوق رتبه بست کې د منابعو او ادارې دمرستيال په توګه.
٣_ محمدهارون چغانسوري په مافوق رتبه بست کې د ستراتېژيکي ارتباطاتو اورسنيو دمرستيال په توګه منظور دي . دلوى خداى (ج) له دربار څخه دوى ته دزياتو برياليتوبونو هيله کوم.