صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمانونه

د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمانونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمانونه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام د دفتر د لوى رييس د ټاکنې په باب د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني فرمان :

دملي وحدت دحکومت دکار له پيل څخه ، د جمهوري رياست د دفتر رياست  د هغه د چارو  دلاښه سمون او تنظيم په مقصد د جمهوري رياست د چارو د ادارې له لوى رياست سره مدغم شو  او د دواړو مهمو برخو د رهبرۍ مسووليت عبدالسلام رحيمي ته وسپارل شو.

اوس چې  دواړه مدغمې شوې ادارې په پښو درېدلي دي ددې وخت رارسيدلى دى چې يوه برخه مسووليتونه يې بيا د جمهوري رياست د چارو د ادارې لوى رياست ته ولېږدول شي چې په همدې موخه دغه رياستونه په دوو خپلواکو بودجوي واحدونو  ووېشل شول.له رتبې  څخه  په بهر بست کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام ددفتر دلوى رييس په توګه دعبدالسلام رحيمي ټاکنه داوسنيو حقوقو او  امتيازونو  او دافغانستان داسلامي  جمهوريت په کابينه ، دملي امنيت په شورا ، اقتصادي شورا اوپه نورو شوراګانو ،  کمېټو  او مجلسونو کې   چې ګډون يې کاوه  دده دغړيتوب په ساتنې سره منظوره ده . دلوى خداى (ج) له دربار څخه ده ته دلازياتو برياليتوبونو هيله کوم.

      د يو بل فرمان له مخې:

په دوو خپلواکو بودجوي واحدونو د جمهوري رياست د  چارو د ادارې د لوى رياست دوېش په باب دافغانستان داسلامي  جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني فرمان   :

په دوو خپلواکو  بودجوي واحدونو د جمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست د وېش په مقصد ، دغه مراتب منظور اولارښوونه کېږي :

لومړۍ ماده :

دجمهوري رياست د چارو د ادارې دلوى رياست وېش  :

 د جمهوري رياست د چارو دادارې لوى رياست  ددغه  فرمان دصادرېدو له نېټې څخه په دوو خپلواکو   بودجوي واحدونو .

_  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام د دفتر  لوى رياست  .

_  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست تر عنوانونولاندې وېشل کېږي  .

دويمه ماده :

ددواړو خپلواکو بودجوي واحدونو مالي ، اداري او خدماتي برخه  ددغه وېش د ښه عملي کېدو په خاطر دې جلا اجرايي ميکانيزم تنظيم شي .

درېيمه ماده :

د دواړو خپلواکو بودجوي واحدونو دکارکوونکو معاشونه اوامتيازونه

د١٣٩٦ مالي کال دمنظورو شويو حکمونوسره سم د دواړو بنسټونو دکارکوونکو   معاشونه اوامتيازونه دې له بدلونونو پرته دپخوا په شان اجرا شي .

څلورمه ماده :

ددواړو خپلواکو بودجوي واحدونو تشکيل اوټاکنې  :دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام ددفتر دلوى رياست   اود  جمهوري رياست د چارو د ادارې دلوى رياست تشکيل او ټاکنې دې  په  جلاجلا توګه دمنظورۍ لپاره د جمهوري رياست مقام ته وړاندې شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha