صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د برېښنايي تذکرو د وېش په باب د جمهور رييس فرمان !

د برېښنايي تذکرو د وېش په باب د جمهور رييس فرمان !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د برېښنايي تذکرو د وېش په باب د جمهور رييس فرمان !

د وګړو د احوالو د ثبت د قانون د حکمونو چې د١٣٩٢د کال د ليندۍ د مياشتې په ٢٥نېټه د رسمي جريدې په (١١٥٤) ګڼه کې خپور شوى دى،

 د وګړو د احوالو د ثبت د قانون د ځينو مادو د تعديل په باب د تقنيني فرمان د حکمونو د تطبيق په موخه چې د ١٣٩٦ کال د ثور د مياشتې په ٢ مه نېټه د رسمي جريدې په  (١١٥٦) ګڼه کې خپور شوى دى، دهېوادوالو دملي هويت د دقيق تطبيق او دغه راز د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ لپاره د مناسبو شرايطو  د برابرولو  او خلکو ته د عمومي خدمتونو په وړاندې کولوکې د آسانتياوو د برابرولو په موخه دغه مراتب منظوروم:

لومړۍ ماده : د تطبيق مرجع

 (١) د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره په ټول هېوادکې دتابعيت دالکترونيکي تذکرې د وېش د پروګرام د تطبيق مسووله ده . (٢)  د کورنيو چارو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارتونه دې د دغې  ادارې د استفادې  او اړتيا وړ دفترونه، وسايط او غير نظامي تجهيزات او د معلوماتي تکنالوجۍ سيستم او تجهيزات د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزې ادارې په واک کې ورکړي .

 

(٣)  د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره دې خپلې اړتياوې د ماليې له وزارت سره شريکې کړي او د ماليې وزارت دې د اړتيا وړ پيسې په ډير لنډ ممکن وخت کې د دغې ادارې په واک کې ورکړي او خپلې اړتياوې دې له قانون سره سم تدارک کړي.

دويمه ماده : د عملياتي پلان تطبيق

د تابعيت د الکترونيکي تذکرې د وېش د آزمايشي پړاو عملياتي پلان دې چې د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې له خوا د ١٣٩٥ کال د کب د مياشتې د ٣٠مې نېټې په غونډه کې وړاندې او تاييد شو، د دغه فرمان له صادريدو څخه وروسته د٩٠ ورځو په دننه کې عملي شي .

درېمه ماده : د مالي او اجراييوي چارو پلټنه 

(١)  د وګړو د احوالو د مرکزي ادارې مالي او اجراييوي چارې دې له دې وروسته د يو معتبر نړيوال بنسټ له خوا وپلټلې شي.

(٢)  اړونده بنسټونه دې، د دغې ادارې د مالي او اجراييوي  چارو د پلټنې په لاره کې لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

څلورمه ماده :

د رهبرۍ کميټې جوړول

د تابعيت د الکترونيکي تذکرې د وېش د بهير د ښه والي، په خپل وخت  د ستونزو او مشکلاتو د څېړنې او په اغېزمنه توګه د دغه پروګرام د تطبيق د څارنې  په موخه دې د جمهوري رياست د دويم معاونيت او د ملي وحدت د حکومت د اجراييه رييس په مشرۍ د جمهور رييس د سلاکار او د اړوندو ادارو په غړيتوب يوه کميټه جوړه شي.

پنځمه ماده : د استخدام په بهيرکې د شفافيت تامينول

(١ )  د ګړو د احوالو د ثبت په مرکزي اداره کې د استخدام په بهيرکې د شفافيت د تامينولو په موخه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون د رياست په مشرۍ د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د بشري منابعو د رييسانو په غړيتوب يوه کميټه جوړيږي.

( ٢ ) د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزې ادارې تشکيلات دې له انکشافي بودجې څخه عادي بودجې ته وليږدول شي.

( ٣)  د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزې ادارې د کارکوونکو وظيفوي مصونيت  له قانون سره سم تامين دى او هيڅ شخص يا بنسټ په دې بهيرکې د لاسوهنې حق نلري.

شپږمه ماده: مکلفيت او رپوټ ورکول

( ١) ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې د وګړو د احوالو د ثبت د قانون له اتمې مادې سره سم د دغه پروګرام د تطبيق په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي او د وګړو د احوالو د ثبت مرکزې اداره دې د کار د پرمختګ، لاسته راوړنو او په اغېزمنه توګه له مالي سرچينو څخه د استفادې په باب د جمهوري رياست د چارو د ادارې لوى رياست او د ماليې وزارت ته رپوټ وړاندې کړي.

( ٢ ) کورني او بهرني همکار بنسټونه له خپلو ژمنوسره سم عمل کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha