صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د جمهور رييس فرمانونه

د جمهور رييس فرمانونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس فرمانونه

په پارلماني چارو کې د دولت د وزير د ټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمان :

  د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ديارلسمې فقرې د حکم له مخې: له رتبې څخه په بهر بست کې په پارلماني چارو کې  د دولت د وزير په توګه  د فاروق وردګ ټاکنه منظوره ده.

 د جمهور رييس د بل فرمان له مخې:

  د افغانستان د اساسي قانون د ١٤٢ مادې د حکم له مخې او د توريزم د ودې او پراختيا د پانګې دجلبولو او د هېواد د لرغونو اثارو د معرفي کولو په مقصد دګرځندوى په چاروکې د دولت د وزارت په نامه له رتبې څخه د يو بهر بست  د جوړولو او د ګرځندوى په چارو کې ددولت د وزير په توګه د پوهنمل غلام نبي فراهي ټاکنه دکادري حقوقو اوسنيو امتيازاتو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت په کابينه کې  دده د غړيتوب په ساتنې سره  منظوره ده.

      همدا راز دجمهور رييس په يو بل فرمان كې راغلي:

 د هېواد داساسي قانون د ٦٤ مادې  د يوولسمې فقرې د حکم له مخې ، د افغانستان داسلامي جمهوريت  دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو اومعلولينو وزارت  د نوماند وزير په توګه دفيض الله ذکي معرفي کول منظور دي. په پارلماني چارو کې د دولت وزير مؤظف دى،چې دغه کانديد داساسي قانون  د ٩١ مادې د دريمې فقرې په رعايتولو سره  د رايو د اخيستلو په مقصد د ملي شورا ( ولسي جرګې) ته معرفي کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha