صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | له اسلامي حزب سره د سولې په اړه د جمهور رييس فرمان

له اسلامي حزب سره د سولې په اړه د جمهور رييس فرمان

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له اسلامي حزب سره د سولې په اړه د جمهور رييس فرمان

د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو او د حزب اسلامي له مسلحو ځواکونو سره د اوربند په هکله د افغانستان د جمهور رييس او د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندان فرمان :

د هېواد مېړنيو سرتېرو، بريدملانو، افسرانو او زړه ورو جنرالانو د هغو سرښندنو او نه ستړې کېدونکو هلوځلو څخه په مننه چې د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو او له ملي حاکميت څخه په دفاع او له نړيوال ترورېزم سره په جګړه کې يې کړي دي، هغو پاکو وينو ته په درناوي چې په دې سپېڅلې لاره کې د الله (ج) په رضا تويې شوې دي، د شهيدانو د آرمانونو د پوره کېدو لپاره د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د درېـيمې فقرې پربنسټ د روان ۱۳۹۵ لمريز کال د تلې مياشتې په ۸ مه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر او د حزب اسلامي افغانستان د امير انجنير ګلبدين حکمتيار ترمنځ د سولې توافقليک لاسليک شو.

له همدې کبله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر او د پوځ د اعلى سرقوماندان په توګه د تلپاتې سولې د ټينګښت په نيت د هېواد ټولو دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د لاندې اقداماتو د پلي کولو امر کوم:

لومړۍ ماده: د هېواد هوايي او مځکني (زغروا ل، توپچي، پلي، کوماندو، سرحدي او نور) ځواکونه دې د اسلامي حزب پر مورچلونو، مرکزونو او قرارګاوو خپل جګړه ييز او چاڼيز عمليات او ګوزارونه بند کړي.

دوهمه ماده: د افغانستان د ملي، دفاعي او امنيتي ځواکونو (د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، او د ملي امنيت لوى رياست) رهبرۍ پلاوي ته دنده سپارل کېږي چې د حزب اسلامي له پلاوي سره په مشوره د هراړخيزې څېړنې له مخې اغېزمن مېکانېزم جوړ کړي او د هغه پربنسټ هغه سيمې چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه په کې مېشت دي تشخيص کړي ،چې له هر اړخيزې همکارۍ سره سم اوربند پلى شي او د ناوړو پېښو مخه و نيول شي.

درېـيمه ماده: ترهغه پورې چې د حزب اسلامي افغانستان مسلح افراد (مرکزونه) خپلې وسلې د جلب او جذب له پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د مجدد ادغام بهير بشپړېږي، کله چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه د نړيوال ترورېزم او يا د هېواد د مسلحو مخالفينو له خوا تر بريد لاندې راځي ټول ځواکونه دې ورسره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي.

څلورمه ماده: د قول اردو ګانو، فرقو او لواګانو قوماندانان، د پوليسو د زونونو او ولايتونو امنيه قوماندانان او د ملي امنيت د لوى رياست اړوند ولايتي او مرکزي رياستونه دې خپل جګړه ييز احضارات (چمتوالى) يوه درجه لوړ کړي ،چې نړيوال ترورېزم له همدغه فرصته ناوړه ګټه وانه خلي.

پنځمه ماده: وزارتونه، دولتي اړوندې ادارې او واليان دې د حزب اسلامي له قوماندانانو او افرادو سره د سيمې د امنيت لپاره خپلې غونډې، سلا او مشورې له لاسليک شوي توافقليک سره سم ترسره کړي.

شپږمه ماده: کله چې د حزب اسلامي افغانستان مسلح ځواکونه خپلې وسلې له اړوندو امنيتي ادارو سره له منظم پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د بيت المال برخه ګرځي او دوى د مجدد ادغام په بهير کې شاملېږي، د افغانستان وسلوال ځواکونه مکلف دي چې د هېواد د نورو وګړو په شان د حزب اسلامي د مسلحو ځواکونو او غړو د ځان، مال او حيثيت ساتنه له قانون سره سم تامين کړي.

اوومه ماده: دواړه خواوې د اوربند د پوره تطبيق مکلفيت لري او هرډول سرغړونه او له اوربند نه غلطه استفاده به له قانون سره سم څېړل کېږي او له مجرم سره به قانوني چلند کېږي. د حزب اسلامي  غړي او د هغوى متعلقين د نورو هېوادوالو په شان د قانون پر وړاندې يو شان حقوق او مسووليتونه لري. 

آتمه ماده: د افغانستان د ملي او امنيتي ځواکونو رهبرۍ ته دنده سپارل کېږي چي د سولې د لاسليک شوي هوكړه ليک د موادو د پلي کېدو لپاره د قاطع حمايت د قوماندان او د نړيوال ائتلاف نورو قوتونو سره بشپړه هماهنګي وکړي.

نهمه ماده: د دغه فرمان د پلي کېدو څارنه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز په غاړه ده چې د ځانګړي طرزالعمل په چوکاټ کې د افغانستان مسلحو قواووته ددغه فرمان د څرنګوالي په هکله لارښوونه وکړي.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رييس

او د وسله وال پوځ اعلى سرقوماندان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha