صفحه اصلی | hiwad | احکام او فرمانونه | د حزب اسلامي په اړه د افغان ولسمشر نوي فرمانونه

د حزب اسلامي په اړه د افغان ولسمشر نوي فرمانونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د حزب اسلامي په اړه د افغان ولسمشر نوي فرمانونه

افغان پوځيانو ته امر شوي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پر پوځي مرکزونو بريد ونه کړي او که هغوى ته ګواښ متوجه وي دفع دې کړي.افغان ولسمشر ټولو امنيتي ارګانونو ته امر کړى چې د حزب اسلامي پوځي مرکزونه په نښه نه کړي او د يادې ډلې د وسله والو د ادغام او د وسلو د تسليمېدو د پروسې امنيت ونيسي.محمد اشرف غني د پنجشنبې په شپه دا امر د فرمان له لارې ورکړى او د ملي امنيت شورا يې موظف کړى چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د امريكا متحدو ايالتونو له تور لېسته د ګلبدين حکمتيار د نوم د لرې کولو لپاره ګام پورته کړي.د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال ازادۍ راډيو ته وويل چې ملي امنيت شورا موظفه ګڼل شوې چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او افغان پوځيانو ته هم د يادې پروسې د امنيت د خونديتوب مسووليت ور په غاړه شوى دى.

نوموړي زياته کړه:

(( لومړى د ملي امنيت شورا ته دنده سپارل شوې ،چې له تور لېسته د حزب اسلامي د مشر د نوم د ايستلو لپاره اقدام وکړي، بله مسئله چې تر ټولو زياته مهمه ده هغه دا ده چې د دوى وسله والې ډلې راځي د افغانستان په امنيتي قواوو کې ادغامېږي يا هغوى خپلې وسلې راوړي د افغانستان امنيتي قواوې به د هېواد په هر ګوټ کې د دوى د ادغام د پروسې د خونديتوب مسووليت ولري.))افغان ولسمشر په فرمان کې   دا هم ويلي چې دواړه خواوې بايد اوربند مراعات کړي او که له اوربند نه غلطه استفاده وشي او سرغړونه ترې کېږي متخلف به له قانوني چلند سره مخ شي.د ولسمشر فرمان په دواړو پوځي او سياسي برخو کې صادر شوى دى.د حزب اسلامي پر مراکزو د حملو بندېدل، د هغوى د وسلو تسليمي، د نورو مخالفينو له خوا د هر ډول ګواښونو په وړاندې جدي چمتووالى، د حزب اسلامي له ډلو سره سلا مشورې او له نړيوالو سره همغږي د پوځي برخې د فرمان مهمې مادې دي.ولسمشر همداراز د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې د تړون د تطبيق لپاره جلا فرمان ورکړى او په څلور ويشتو مادو کې يې په دې اړه اجرائيه کمېسيون د دندو په مخته وړلو موظف کړى دى.له حزب اسلامي نه د بنديزونو لرې کول، د حزب اسلامي د کادرونو ګمارل، د حزب اسلامي له خوا د زندانيانو خوشې کول او د تړون د تطبيق د اجرائيه کمېسيون جوړښت په سياسي برخه کې د فرمان له مهمو مسايلو دي.د اجرائيه کمېسيون لپاره حکومت، حزب اسلامي او سولې شورا خپل استازي ټاکلي او تمه ده چې د شنبې له ورځې کار پيل کړي.په دغه اجرائيه کمېسيون کې محمد اکرم خپلواک د دولتي پلاوي مشر فيض الله ذکي او مسعود اندرابي ورسره د همکارانو په توګه معرفي شوي دي.قاضي عبدالحکيم حکيم د حزب اسلامي د پلاوي مشر ټاکل شوى غيرت بهير او محمد امين کريم همکاري ورسره کوي.د سولې شورا د پلاوي مشري هم عزيزالله دين محمد ته ور په غاړه ده، عطاالرحمن سليم، حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او فرهاد الله فرهاد يې همکاران دي چې په ګډه به د ياد اجرائيه کمېسيون کارونه مخته وړي.ولسمشر د پوځي برخې د فرمان د تطبيق لپاره د دفاع وزارت ستر درستيز او د سياسي برخې د فرمان د تطبيق لپاره امنيت شورا او سولې عالي شورا ته دنده سپارلې ده.اخوا د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر او د سولې عالي شورا لوړپوړي غړي محمد امين وقاد د دغو فرمانونو صادرول د سولې په برخه کې لوى پرمختګ بولي او وايي چې ډېر مخالفين به سولې ته ور مات کړي.

 

هغه زياته کړه:

(( د حزب اسلامي ډېر قوماندانان به د طالبانو يا ان داعش په ليکو کې ارتباطات ونيسي، افغانستان شموله به ډېر مسلح مخالفين چې هغه اوس د حزب په نوم معرفي نه دي ځان به معرفي کوي سوابق هم لري او د سولې له پروسې سره به يوځاى کېږي، دا ډېر د ستاينې کار دى چې هم د افغاني او هم نړيوالې ټولنې انتظار هم دا و، دا فرمان په دوو برخو کې ډېر ښه صادر شو.))

افغان حکومت لومړى وار له حزب اسلامي سره د تلې په لومړۍ نېټه د سولې تړون لاسليک کړ او بيا د تلې په اتمه د ولسمشر اشرف غني او ګلبدين حکمتيار تر لاسليک وروسته دا تړون نافذ وګرځول شو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha