صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره دې بودجه ځانګړې شي

د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره دې بودجه ځانګړې شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره دې بودجه ځانګړې شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د اقتصاد عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه او د مځکني ترانسپورت پر سيستم (TIR) او د ټېر پارکونو د جوړولو د طرحې په راپور، د ابونصر فراهي په بندر کې د جيوکيم کمپنۍ په اړه د ټاکل شوي پلاوي په راپور او د خصوصي او عامه مشارکت پروژو په سټراټيژيو په‌کې بحث وشو.

په پيل کې د مځکني ترانسپورت سيستم او د ټېر پارکونو د جوړولو د طرحې راپورونه د ترانسپورت وزارت مسوولانو په جلا جلا توګه غونډې ته وړاندې کړل.اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د فوايد عامې وزير او د سوداګرۍ د نړيوالې خونې او د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال هم خبرې وکړې او د موضوع په اړه يې خپل نظرونه شريک کړل.اجرائيه رييس وويل: د مځکني ترانسپورت سيستم (ټېر) لا زيات کار غواړي او د ترانسپورت وزارت بايد له خصوصي سکتور سره همغږي وکړي او دندې دې سره وويشي.جمهوررييس غني وويل: د سوداګرۍ خونې درې کاله په دې موضوع کار کړى دى او ښه تجربه لري. ده زياته کړه، له دغې خونې سره بايد ګډ کار وشي چې روښانه لار نقشه ترلاسه شي.جمهوررييس وويل ، اوسنى ترانسپورتي سيستم ځواب نه شي ويلي او په کار ده چې دغه سکتور ته د ټېر سيستم ور وپيژندل شي او داسې انګيزه ايجاد شي چې د ترانسپورت خصوصي سکتور له دغه سيستم سره تطابق وکړي او خپل وړانديزونه شريک کړي.اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او همدارنګه د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال وويل: په ترانسپورت او مځكنيو پارکونو دې په يو وخت کې کار پيل شي. جمهوررييس وويل: د پارکونو په جوړولو دې کار ژر پيل شي.د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د فوايد عامې او ترانسپورت وزارتونه او د مځکو اداره دې د لويو لارو په اوږدو کې د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره ځايونه مشخص کړي. د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره بايد بودجه موجوده وي.ورپسې د نورم او سټنډرد ادارې رييس نقيب الله فايق په ابو نصر فراهي بندر کې د جيوکيم کمپنۍ په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وړاندې کړ او وې ويل: پلاوي په بندر کې د کمپنۍ موجوديت تثبيت کړى او د نفتي موادو لابراتوار يې ارزولى دى.جمهوررييس وويل، دغه راپور لګېدلې تورونه تر يوې اندازې پورې رفع کوي او ياده کمپنۍ کولاي شي په داوطلبيو کې ګډون او کار ته دوام ورکړي.د دې په دوام، د خصوصي او عامه مشارکت دپروژو سټراټيژي او د خصوصي او عامه مشارکت دپروژو لېست د ماليې وزارت  مسوولانو غونډې ته د تصويب لپاره وړاندې کړ.جمهوررييس وويل، اوس مهال د ټولو پروژو د تصويب لپاره شرايط نه دي چمتو، په کار ده چې پروژې د سکتور په اساس تفکيک او وويشل شي او په جلا غونډو کې دې د اړوند سکتور د وزير په موجوديت کې پرې بحث او پريکړه وشي او هم دې د دولت او خصوصي سکتور مسووليتونه واضح شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha