صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | روىټرز: پر اىران د امرىکا بندىزونه چابهاربندر له ستونزو سره مخامخوي

روىټرز: پر اىران د امرىکا بندىزونه چابهاربندر له ستونزو سره مخامخوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
روىټرز:  پر اىران د امرىکا بندىزونه چابهاربندر له ستونزو سره مخامخوي

تاند- روىټرز خبري اژانس وايي: له اىران سره له اتومي موافقې د وتلو او پر دې هىواد د بندىزونو د لګولو په اړه د امرىکا د ولسمشر ترمپ وروستۍ پرېکړه د چابهارد پروژې په اجرا کې خنډ پېښوي.

د هند په مرسته د چابهاربندر پروژه په وچه کې د اىسار افغانستان د ترانسپورت لپاره ىو نوى کورىدور دى چې له ىوې خوا د پاکستان پر بې باورو لارو د افغانستان اتکا پاى ته رسوي او له بلې خوا د سىمې او نړۍ له هىوادونو سره د افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه ميلىاردونو ډالرو ته لوړولى شي.په خپلو پښو د افغانستان درېدل دا هىواد د امرىکا او نورې نړۍ په مرستو له اتکا خلاصولى شي.خو د روىټرز له راپور سره سم د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه چې پر هغو شرکتونو او مالي ادارو به بندىز ولګوي چې له اىران سره سوداګريزه راکړه ورکړه کوي، د چابهاربندر پروژه هم تر اغېزې لاندې راولي ، ځکه چې بىا به څوک نه حاضرېږي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او ىا بانکونه پانګوونکو ته کرىډىټ ورکړي.روىټرز ته ىوه هندي دىپلومات وىلي(( د ولسمشر ټرمپ پرېکړې موږ بېرته لومړي حالت ته راپه شا کړي ىو، موږ باىد د چابهاربندر د کارولو لپاره پر شراىطو بىا خبرې وکړو. دا لاره د افغانستان، هند او اىران په سوداګريزو راکړو ورکړو کې لوى بدلون راوستلى شي، خو اوس هر څه په نامعلوم حالت کې دي.))روىټرز وايي : سپىنه ماڼۍ حاضره نه شوه چې په دې اړه څه ووايي.د چابهارله لارې د هند د اوړو ىو شمېر کانتىنرونه افغانستان ته رسېدلي خو لا په پراخه پىمانه د سوداګريزو  راکړو ورکړو لپاره کار پرې نه دى پىل شوى.ټاکل شوې ده چې هند ته د افغانستان د مېوې لومړۍ جوپه له دې لارې د جولاى په مىاشت کې صادره شي.په چابهاربندر کې لږترلږه د درېو تاسىساتو قراردادونه، چې دوو چىنايي او ىوې فىنلنډۍ کمپنۍ ته ورکړل شوي وو، ځنډول شوي دي.بانکونه وايي مخکې له دې چې دغو کمپنىو ته پىسې ورکړي لومړى باىد له واشنګټن څخه تضمىن ترلاسه کړي څو دوى پوه شي چې پىسې ىې نه ضاىع کېږي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha