صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د مخابراتو په سکتور کې د پانګونې فرصت برابر دى

د مخابراتو په سکتور کې د پانګونې فرصت برابر دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخابراتو په سکتور کې د پانګونې فرصت برابر دى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) او مخابراتو سکتور له مسوولينو سره په ارګ کې وکتل.

د مخابراتو سکتور مسوولينو د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د اړيکو، د مخابراتي شفافو خدمتونو، نوري فايبر پر پراختيا، لازياتې پانګونې، د ماليې او فريکونسۍ پر ستونزو، مځکې او بانکي پورونو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.وروسته د جمهوررييس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوررييس حکم ولوست چې په کې راغلي و و: په مخابراتي سکتور کې د پانګوالو د لازياتو هڅولو، مديريت او د دولتي ادارو له لوري د چارو د لاښه والي په خاطر لاندې مراتب منظور دي:د مخابراتي سکتور د زيربناو لپاره مځکو، ملکيتونو او دولتي تاسيساتو ته د ښه لاسرسي په خاطر د مځکو خپلواکه اداره او ماليې وزارت مؤظف دي، چې په مناسبه بيه دولتي مځکې او ملکيتونه د اړوندو قوانينو مطابق د مخابراتي شرکتونو په واک کې ورکړي.

- د افغانستان برېښنا شرکت مکلف دى ،چې له تبعيض پرته د مخابراتو سکتور ته د انرژۍ د رسولو په خاطر د پلور د پاليسۍ مطابق په هغو سيمو کې چې برېښنا شته د مخابراتي سايټونو برېښنا تامين کړي.  

- ټولو امنيتي او ملکي ارګانونو ته لارښوونه کېږي چې پانګوالو په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور پانګوالو  سره د هر ډول خنډونو او ستونزو په له منځه وړلوکې جدي همکاري وکړي.

- د افغانستان بانک، ماليې وزارت، د اترا اداره او بانکي سکتور مؤظف دى ، چې سترو په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور پانګوالو ته د قرضې په خاطر د پور ورکولو واضح پاليسي په درېيو مياشتو کې د تائيد او منظورۍ په خاطر د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.

- د ماليې وزير تر څارنې لاندې د اقتصاد او عدليې وزيرانو، مخابراتي خدمتونو ادارې (اترا) او د مخابراتي شرکتونو د يوه استازي په غړيتوب کمېسيون مؤظف دى چې د مخابراتي سکتور د ماليې د ارزولو په خاطر خپلې غوښتنې په درې راتلوونکو مياشتو کې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړې. د هېواد جمهوررييس د پانګونې لپاره د مخابراتي سکتور دچمتووالي مننه وکړه وې ويل: حکومت په دې برخه کې د مخابراتي شرکتونو هر اړخيز ملاتړ کوي.هغه د نوري فايبر پر پراختيا ټينګار وکړ وې ويل: ټولې دولتي ادارې، جوماتونه، ښوونځي، پوهنتونونه او اکاډميک مرکزونه به په نوري فايبر سره وصل شي. جمهوررييس زياته کړه: په مساوي ډول په مخابراتي سکتور کې د پانګونې لپاره فرصت برابر دى او په دې برخه کې هېڅ انحصار نه شته.جمهوررييس محمداشرف غني څرګنده کړه: د مخابراتي سکتور حقوقي موضوعات حل کېږي او زياته يې کړه: مخابراتي شرکتونو سره د امنيت او انرژۍ په برخه کې هراړخيزه همکاري کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha