صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۱ پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۱ پروژې منظور کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۱  پروژې منظور کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وړم ماښام د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه.د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د ۲۶ قراردادونو او وړانديزونو غوښتنه وارزول شوه او په پايله کې کمېسيون د ۲.۹ ميليارد افغانيو په ارزښت ۲۱ قراردادونه او تدارکاتي وړانديزونه منظور کړل چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

د لوى څارنوالۍ د اړتيا وړ وسايطو لپاره د دوه ډوله ( ډيزل او پطرول) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند تر هرات پورې د کندهار مسير د نوري فايبر د ساتنې او مراقبت پروژې قرارداد؛

– د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د کابل ولايت د اداري مجتمع هوارولو او لنډسکيپ پروژې قرارداد ؛

د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د غور ولايت د ښوونې او روزنې د ودانۍجوړولو پروژې قرارداد؛

د پايتخت زون د پراختيا خپلواکې ادارې اړوند د باريک اب کرنيز زون ــ د صنعتي پارک د برېښنا د انتقال او وېش  شبکې جوړول ؛

د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د انجيل کانال د لومړي لاټ بيا رغونې پروژې قرارداد  ؛

د کندهار ولايت د افغانستان برېښنا شرکت د لومړۍ او دويمې برخې د جنراتورونو د اړتيا وړ ډيزل تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛

د دوو لاټو په ګډون د عامې روغتيا وزارت د مرکزي ورکشاپونو د آمريت اړتيا وړ د دوه ډوله ديزل او پطرول تېلو د پروژې برابرولو او د  

تدارک قرارداد؛

د کورنيو چارو وزارت اړوند د دولتي پروژو د ساتنې رياست د قطعاتو او جزوتامونو ،  د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د درېو برخو په ګډون د قيصار ـ لامان حلقوي سرک تصدي او د محافظت قطعې د اړتيا وړ د ۱۳ قلمه حبوباتو د پروژې تهيه او تدارک قرارداد؛

د کورنيو چارو وزارت اړوند د شپږم لات د لوژستيک عمومي رياست لپاره د اړتيا وړ  ۱۵ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد؛

د کورنيو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې معيينيت او امنيتي تصديو د جنراتورونو لپاره د اړتيا وړ دوه قلمه تېلو د تدارک قرارداد؛

د فوايد عامې وزارت اړوندد لغمان ولايت د باد پښ  ۱۶۰,۲۱  کيلو متر په اوږوالي د دويمې برخې سرک  جوړولو پروژې د منظوري غوښتنه ؛

د کانونو وزارت او د امريکا متحدو ايالتونو د جيولوجي سروې د قرارداد د منظوري غوښتنه.

له بلې خوا د کليو او پراختيا وزارت اړوند په نورستان، کنړ او لغمان ولايتونو کې د ولسي تړون پروګرام د تطبيق لپاره د همکارۍ په خاطر د همکار موسسو د استخدام په  مشورتي خدماتو قرارداد کې د نورګرام ولسوالۍ د نوم اصلاح د تعديل منظورۍ غوښتنه هم کمېسيون منظور کړه.

د ملي تدارکاتو کمېسيون غړو د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د کابل ولايت د اداري مجتمع د هوارولو او لنډسکيپ پر پروژې د بحث پر مهال ياده پروژه له لومړي قراردادي سره منظور کړه او د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د جمهوري رياست اقتصادي مشاوريت ته دنده وسپارله چې ټولې تصديانې وارزوي او راپور يې د تدارکاتو ملي کمېسيون ته وړاندې کړي.

همداراز د ډايکنډي ولايت د ۵.۵ ميګاواټه سولري برېښنا  د پروژې د ډيزاين او جوړولو قرارداد د ورکړې په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت وړانديز هم د ملي تدارکاتو کمېسيون منظور کړ.

په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسيون، د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواک کمېسيون د اړتيا وړڅانګو لپاره  د ودانۍ د کرايې پروسې د پيلولو په اړه د دې کمېسيون وړانديز تاييد کړ.

پر دې سربېره د ملي تدارکاتو کمېسيون غړو له ارزونې وروسته د کابل ښار په دارالامان سيمه کې د ۱۴۰۰ بابه اپارتمانونو د پروژې په اړه د کورجوړولو وزارت ياداشت تصويب کړ.

په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په کندز ښار او بغلان کې د ۴۰/۰

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha