صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | عربستان له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي

عربستان له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
عربستان له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي

دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دسعودي عربستان له سفير جاسم محمد الخالدي سره په سپيداره ماڼۍ کې وکتل

  په دې کتنه کې اجراييه رييس په افغانستان کې  دسعودي عربستان دسفير په توګه دالخالدي دټاکنې له امله مبارکي وويله . اجراييه رييس  سعودي عربستان دوست او ورور هېواد وباله اوزياته يې کړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې او حسنه دي .  اجراييه رييس  دافغانستان دخلکو تر څنګ دعربستان دشتون او رول له امله  قدرداني وکړه او ددغو اړيکو دلازياتې  پراختيا غوښتنه يې وکړه .  خالدي دافغانستان له اجراييه رييس ، حکومت اوخلکو  څخه په مننې سره  له دې امله چې په افغانستان کې دسعودي دسفير په توګه  استخدام شوى دى  خوښي څرګنده کړه  او په خپلو خبرو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو په دوستانه بللو سره ټينګار وکړ هيله لري چې په افغانستان کې دخپل ماموريت په بهير کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دټينګښت او ښه والي په لاره کې  ښه رول ترسره کړي .   خالدي دغه راز زياته کړه چې هېواد يې  دافغانستان دحکومت  اوخلکو ترڅنګ ولاړ دى او له افغانستان سره خپلې مرستې اوشتون  زياتوي . باختر

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha