صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | پر ملي پروژو په او سيمه ييزو همكاريو خبرې وشوې

پر ملي پروژو په او سيمه ييزو همكاريو خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پر ملي پروژو په  او سيمه ييزو همكاريو خبرې وشوې

د مالىې وزىر د اسىا پراختىاىې بانک په کلنۍ غونډه کې د ګډون تر څنګ له بېلابىلو تموىلوونکو او د سىمې هىوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ملي پروژو په پلي کېدو، مالي تموىل او سېمه يىزو همکارىو په اړه هر اړخىزې خبرې وکړې

د مالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي، د غوىې مىاشتې په ۱۴مه نېټه د فلىپىن جمهورىت په پلازمېنه مانىلا کې د اسىا پراختىاىې بانک په ۵۱ مه کلنۍ غونډه کې د ګډون تر څنګ په جلا جلا کتنو کې د افغانستان له بېلابىلو تموىلوونکو او د سېمې له لوړ پوړو چارواکو سره په هىواد کې د ملي پروژو د پلي کىدو، مالي تموىل او د سېمه اىزو همکارىو په اړه هر اړخىزې خبرې وکړې. مالىې وزىر د اسىا پراختىاىې بانک له رييس ښاغلي تکىهىکو ناکاوو او د ىاد بانک د مدىره پلاوي له رييس سره په افغانستان کې د ىاد بانک په فعالىتونو، د زىربناىي پروژو د تامىن لپاره د ىو مىکانىزم په توګه د افغانستان د زىربناىي وجهي صندوق په اغىزمنتىا، د پروژو د تدارکاتو د  وخت په راکمولو، د مزارشريف – هرات د رىل پټلۍ په پروژې خبرې وکړې. په دې کتنه کې د اسىا پراختىاىې بانک رييس ډاډ ورکړ چې ىاد بانک به د مزارشريف – هرات رىل پټلۍ پروژه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ىوې اړىنې سېمه اىزې طرحې په توګه په نظر کې ونىسي.د مالىې وزىر د خپلو غونډو په دوام د اسىا د بنسټىزې پانګونې بانک د مرستىال او رييس ښاغلي تېرې ډي لانګىومر، په مشرۍ د ىاد بانک له پلاوي سره وکتل.په دې کتنه کې دواړو لورىو د حصار شاهي او بابا دښتې د لمرىزې برېښنا د پروژو په پرمختګ، د رىل پټلۍ لپاره د اقىنې پر لوژستىکي مرکز او نورو اړوندو مسائلو خبرې وکړې. ىادې پروژې د اسىا د بنسټيزې پانګونې بانک تر تخنىکي څار لاندې دي او د نوموړي بانک د بورډ له تصوىب وروسته به ىې عملي چارې پىل شي.د مالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي، په ىوې بلې جلا لىدنه کې د ازبکستان له لومړي وزىر او د مالىې له  وزىر ښاغلي جمشىد قاچقاروف سره په ګډه د دواړو هىوادونو په استازىتوب د افغانستان زىربناىي وجهي صندوق (AITF) او د اسىا پراختىاىي بانک (ADB) له ملاتړ کوونکو سره غونډه وکړه.په دې غونډه کې د مزارشريف – هرات د رېل پټلۍ پر کرښه چې ۶۵۷ کىلومتره اوږدوالى لري خبرې وشوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha