صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | له افغانستان سره د اسيا د بانك، اروپا او ناټو پر مرستو بحث وشو

له افغانستان سره د اسيا د بانك، اروپا او ناټو پر مرستو بحث وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له افغانستان سره د اسيا د بانك، اروپا او ناټو پر مرستو بحث وشو

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، د غويې په ۱۴مه د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې د آسيا پراختيايې بانک د۵۱ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د آسيا پراختيايې بانک له رييس ښاغلي تکيهيکو ناکاوو او د ياد بانک د مديره پلاوي له رييس سره په افغانستان کې د ياد بانک پر فعاليتونو، د زيربنايې پروژو د تامين لپاره د يو ميکانيزم په توګه د افغانستان د زيربنايې وجهي صندوق په اغيزمنتيا، د مزار – هرات د ريل پلټۍ په پروژې خبرې وکړې.

د آسيا پراختيايې بانک رييس ډاډ ورکړ چې ياد بانک به د مزار – هرات ريل پلټۍ پروژه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د يوې اړينې سېمه ايزې طرحې په توګه په نظر کې ونيسي.

همدارنګه د ماليې وزير په بېلابېلو ليدنو کې د اروپايې ټولنې د همکاريو او پراختيا ادارې له عمومي رييس ښاغلي پير اميلهات، سره په ليدنه کې د افغانستان او اروپايې ټولنې تر منځ د دولت جوړونې قرارداد (SBC) په بريالي پلي کيدو، په مؤثره توګه د بروکسل کنفرانس د ژمنو له پلي کېدو څخه د يادې اتحاديې په ملاتړ، په روان کال کې د افغانستان لپاره د ژنيو، نړيوال کنفرانس د جوړيدو په چمتو والي او يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې.

د ماليې وزير د خپلو غونډو په دوام کې په پارلماني چارو کې د المان دولت له سکرتر ښاغلي نوربرت بارتل او د المان د همکارۍ او اقتصادي ودې وزارت د نړيوالې پراختيايې پاليسۍ له عمومي رييس ښاغلي ډمينيک زيلر سره له افغانستان سره د المان هېواد په مرستو، د ټاکنو لپاره په اقداماتو او له فساد سره د مبارزې په ګډون د ژمنه شويو اصلاحاتو په پرمختګ، د ژنيو، کنفرانس په ارزښت او يو شمېر نورو اړوندو مسايلو خبرې وکړې.ماليې وزير د آسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د خزانې وزير له مرستيال ښاغلي رابرت کاپروت، سره په جلا ليدنه کې د افغان حکومت له لوري د پيسو نړيوال صندوق د اصلاحي پروګرامونو په بريالي پلي کيدو، بانکي اصلاحاتو، د کرنې، صنعت او کور جوړونې سکتورونو په پياوړتيا، د افغانستان بيارغونې وجهي صندوق له تشويقي پروګرام څخه د متحده ايالتونو په ملاتړ او يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha