صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په افغانستان کې له اقتصادي پروژو د هند او چىن ګډ ملاتړنه يوازې زموږ د هېواد بلكې د سيمې په ګټه دى

په افغانستان کې له اقتصادي پروژو د هند او چىن ګډ ملاتړنه يوازې زموږ د هېواد بلكې د سيمې په ګټه دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې له اقتصادي پروژو د هند او چىن ګډ  ملاتړنه يوازې زموږ د هېواد بلكې د سيمې په ګټه دى

د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو وزارت وايي: په افغانستان کې له سترو اقتصادي پروژو د هند او چىن ګډ ملاتړ نه ىوازې د افغانستان، بلکې د سىمې په ګټه دى.

وروسته له هغې چې نوى ډهلي او او بىجېنګ په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو په تر سره کېدو هوکړې ته ورسېدل، افغان لورى تمه ښيي چې دا پروژې به د افغانستان د لومړىتوبونو په پام سره جوړې شي.د افغانستان د سوداګرى او صناىعو وزارت وىاند مسافر قوقندي د ىکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د غوىي په ۹ مه» آزادۍ راډيو ته ووىل: دوى په افغانستان کې د چىن او هندوستان د ګډو سترو اقتصادي پروژو هر کلى کوي او دا نه ىوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سىمې په ګټه دي.((په افغانستان کې له سترو اقتصادي پروژو ملاتړ او ىا د سترو پروژو پىلول نه ىوازې د افغانستان په ګټه دي، بلکې دا کار د سىمې په اقتصاد او امنىت اغېزه لري او ګټور کار دى، موږ له داسې پروګرامونو چې د افغانستان لومړىتونو ته په پام سره عملي کېږي، هر کلى او ملاتړ کوو))د هند او چىن رسنىو وړمه ورځ  شنبه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي او د چىن د ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځنۍ غىر رسمي کتنې په پاى کې خبر خپور کړ چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د سترو ګډو اقتصادي پروژو پر پىل موافقه وکړه.د راپورونو له مخې، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د ګډو اقتصادي پروژو په مرسته خپلې پيکه اړىکې بىا ورنګوي.افغان لوري تر اوسه د دغو سترو اقتصادي پروژو د څرنګوالي په اړه څه نه دي وىلي او نه هم چىنايي او هندي رسنىو د دواړو هېوادونو د مشرانو په حواله په دې اړه جزىات ورکړي دي، خو له دې وړاندې نوي ډيلي د چىن ـ پاکستان په اقتصادي دهلېز ىا سېپېک چې په وروستىو کې د افغانستان د ور زىاتېدو راپورونه هم خپاره شوي، اندېښنه ښودلې وه. 

د دې تر څنګ هندوستان د چىن له ىوې بلې سترې پروژې ىوې لارې او ىوه کمربنده چې د سىمې څو هېوادونه سره وصلوي، هم د نه ملاتړ وىلي و.خو تر اوسه روښانه نه ده چې چىن او هندوستان په دغو پروژو چې افغانستان ىې ىوه برخه ده، موافقې ته رسېدلي او که په دغه هېواد کې د نورو سترو پروژو پر تطبىق  يې موافقه کړې ده.د اقتصادي چارو ىو شمېر کارپوهان او سوداګر په دې باور دي چې په افغانستان کې د رقابت پر ځاى، د دغو سترو اقتصادي هېوادونو ګډ کار به په بېلابېلو برخو کې د ګڼو پرمختګونو زمىنې برابرې کړي.په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړىوالې خونې ىوه غړي اعتبار خان ځدراڼ يې د اهمىت په اړه ازادي راډيو ته ووىل :  (( د هند او چىن تر منځ د تارىخ په اوږدو کې سىاسي کړکېچ موجود و، داسې تړونونو او پرېکړو ته رسېدل چې په افغانستان کې ګډو پروژو ته زمىنه برابروي، د دوى له اړىکو ور هاخوا د افغانستان اقتصاد ته ښه ګټه رسوي، تر څنګ ىې دا کار د چىن او هندوستان سوداګر په افغانستان کې لا پانګونې او اقتصادي فعالىتونو ته هڅوي.)) له دې وړاندې په نوي ډېلي کې افغان سفىر شىدا محمد ابدالي هم وړمه ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د هند او چىن ګډه همکاري په ځانګړي ډول، د امنىت او اقتصاد په برخه کې ډېره مهمه ګڼلې ده.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha