صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په لغمان کې څلور زره کورونه او اپارتمانونه جوړېږي

په لغمان کې څلور زره کورونه او اپارتمانونه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په لغمان کې  څلور زره کورونه او اپارتمانونه جوړېږي

د افغانستان د ښاري پراختىا وزارت او د لغمان ولاىتي اداره وايي چې ژر به په دغه ولاىت کې د ۴ زره کورنىو لپاره د کورونو او اپارتمانونو د بنسټ ډبره کېښودل شي.

د لغمان ولاىتي ادارې پرون/ىکشنبه/ ووىل، د ښاري پراختىا او کور جوړونې وزىر سىد سادات منصور نادري د لغمان والي محمد آصف ننګ ته په لغمان ولاىت کې د ۴ زره کورونو د جوړېدو په باب معلومات ورکړل.د لغمان ولاىت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، والي ښاغلي ننګ د ښاري پراختىا او کورجوړونې له وزىر ښاغلي نادري سره په کتنه کې د ښاري پراختىا، د لغمان د ښاري پراختىا پلان، د سلطان غازي   بابا ښارګي د حلقوي سړک، لوړو ودانىو او په حکومتي کمپلىکس کې د ىوه لوى جومات د جوړېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندىزونه شرىک کړل.د ښاري پراختىا او کور جوړونې وزىر ووىل چې په لنډ وخت کې به په لغمان کې د ۴ زره کورونو او لوړو اپارتماني ودانىو د جوړولو کار پىل شي څو په لغمان کې د هستوګنې ستونزه کمه شي او له بلې خوا خصوصي سکتور ته د کار او فعالىت لاره هواره شي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha