صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | اقتصاد عالي شورا: د جبل السراج د سمنټو فابرىکې د جوړولو قرارداد دې بىا اعلان شي

اقتصاد عالي شورا: د جبل السراج د سمنټو فابرىکې د جوړولو قرارداد دې بىا اعلان شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اقتصاد عالي شورا: د جبل السراج د سمنټو فابرىکې د جوړولو قرارداد دې بىا اعلان شي

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډې د پنجشنبې پر ورځ له غرمې مخکې له مستهلکىو څخه د ملاتړ د ملي پالىسۍ پر تطبىقي پلان، د لبنىاتو د پروسس فابرىکې د جوړېدو پر طرحې او د جبل‌السراج د سمنټو فابرىکې د جوړىدو د داوطلبۍ پر پروسې بحث وکړ.

په پىل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صناىعو او خصوصي سکتور معيىن فىروز خان مسجدي له مستهلکىنو څخه د ملاتړ د ملي پالىسۍ تطبىقي پلان وړاندې کړ.هغه ووىل: له مستهلکىنو څخه د ملاتړ د ملي پالىسۍ د دغه تطبىقي پلان موخه د حقوقو، مسوولىتونو او مکلفىتونو په اړه د مستهلکىنو او متشبثىنو پوهاوى او د مستهلکىنو د ملاتړ اړوند موضوعات، د مستهلکىنو په ملاتړ د مدني ټولنې د خىلول، د ناخوندي او غىرمعىاري توکو مخنىوى، د مستهلکىنو شکاىتونو ته د رسىدګۍ له لارې په  سوداګرىزو معاملاتو کې د مستهلکىنو په ملاتړ د تقلبي، ګمراه کوونکو سوداګرىزو اعلانونو مخنىوى دى.غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته له مستهلکىنود ملاتړ د ملي پالىسۍ تطبىقي پلان تصوىب کړ. جمهوررييس ووىل: د دغه پلان په خاطر د صنعت او سوداګرۍ وزارت ىو تعقىبي مىکانىزم ته اړتىا لري او هرې ادارې ته باىد ىو روښانه ضرب الاجل وټاکل شي ، چې پر ټاکلي وخت خپلې پالىسۍ تطبىق کړي.وروسته د لبنىاتو د پروسس فابرىکې د جوړولو طرحه د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ىو تن مسوول غونډې ته وړاندې کړه.هغه د لبنىاتو د صنعت د پراختىاىي پروژې، د لبنىاتو فابرىکې د تاسىس، د شىدو فابرىکې د پروسس لپاره د مځکې برابرولو، د فابرىکې د ادارې او مدىرىت او موډل په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.په غونډه کې خصوصي سکتور ته د ىادې فابرىکې د مدىرىت پر سپارلو ټىنګار وشو، جمهوررييس غني د ىادې فابرىکې له تاسىس سره د موافقې د څرګندولو ترڅنګ ووىل: د مځکې اداره دې د ىادې فابرىکې لپاره د مځکې د برابرولو په برخه کې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي او د فابرىکې لپاره دې مناسب ځاى وټاکل شي.هغه ووىل: له هغو ولاىتونو چې شىدې واردېږي او واټن ىې لږ وي، د کرنې وزارت باىد تخنىکي پوښتنو ته چې په دې برخه کې شته د قناعت وړ ځواب ووايي.جمهوررييس زىاته کړه: هغه حکومتي بنسټونه چې لبنىاتو ته اړتىا لري، خپل د اړتىا وړ لبنىات دې له ىادې فابرىکې واخلي.د غونډې په پاى کې د جبل السراج د سمنټو فابرىکې د جوړولو د داواطلبى پروسه د کانونو او پترولىم وزارت د ىو تن مسوول له خوا غونډې ته وړاندې شوه.هغه ووىل: د ىادې فابرىکې د جوړولو د داوطلبۍ پروسه د افغانستان لوژستىک د لىګو خدمتونو کنسرسىوم ته ورکړل شوې وه چې د قرارداد د بىا کتنې وروسته د کانونو او پترولىم وزارت په کې ځىنې ستونزې په نښه کړې؛ نو ځکه وړاندىز کېږي چې  د داوطلبۍ دغه پروسه دې فسخه شي.غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته ىاد قرارداد فسخه کړ او جمهوررييس لارښوونه وکړه، چې د کانونو او پترولىم وزارت د وړاندىز سره سم دې دغه قرارداد بىا د داوطلبۍ اعلان ته وسپارل شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha