صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ىوې لارې ىو کمربند پروژې پر اقتصادي اهمىت خبرې وشوې

د ىوې لارې ىو کمربند پروژې پر اقتصادي اهمىت خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ىوې لارې ىو کمربند پروژې پر اقتصادي اهمىت خبرې وشوې

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د ملي امنىت سلاکار ښاغلي محمد حنىف اتمر، د چىن ولسي جمهورىت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د چىن د ملي امنىت سلاکار او د حاکم ګوند د سياسي او حقوقي کمېسيون له مشر ښاغلي ګوو شىنګ کون سره په کتنه کې دد واړو هېوادونو ترمنځ د اړىکو او همکارىو په ټولو اړخونو خبرې وکړې.

د امنيت شورا مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چىن ترمنځ د اوږدمهالو دوستانه اړىکو په پام کې نىولو سره د افغانستان او سىمې د امنىت او ثبات په موخه پر ىو لړ بىړنىو اقداماتو بحث وکړ.د ملي امنىت سلاکار ښاغلي محمد حنىف اتمر ووىل، چې د سولې، ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ستراتىژىک مشارکت په چوکاټ کې ىو لړ همکارىو ته باىد چټکتىا ورکړل شي.

د  ملي امنىت سلاکار د سولې په بهىر کې د چىن له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او د سولې له بهىر څخه يې د سيمې دهېوادونو د ملاتړ په جلبولو کې د چىن د زىاتو همکارىو غوښتنه وکړه.په دې کتنه کې دواړو لورو د ىوې لارې ىو کمربند پروژې پر اقتصادي اهمىت خبرې وکړې او د اقتصادي همکاريو د پراختىا پر لارو چارو ىې هر اړخىز بحثونه وکړل.سرچينه زياتوي چې دواړه لوري له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د سولې له بهىر څخه د سىمې د هېوادونو ملاتړ، د چىن په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د اړىکو پر ښه والي، د سىمه ىېزو همکارىو او لوىو پروژو تطبىق او په ځانګړي توګه د سولې لپاره د سىمه ىېزې اجماع په پىاوړتىا کې د چىن پر نقش او ونډه وغږيدل.د چىن د ملي امنىت سلاکار او د حاکم ګوند دسياسي او حقوقي کميسيون مشر ښاغلي ګوو شنىنګ کون ووىل، چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان ځواکونو سره همکارىو ته پراختىا ورکوي او د دې ترڅنګ ىې د سولې په بهىر کې د خپل هىواد له هر اړخىزې مرستې، د سىمه ىىزې اجماع په پىاوړتىا او د اقتصادي او سوداګرىزو چارو د دوام لپاره د چىن له چمتوالي څخه خبر ورکړ

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha