صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ترکي سوداګر: په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده

ترکي سوداګر: په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ترکي سوداګر: په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده

ترکي سوداګر وايي: په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې ښه زمينه برابره ده.

کابل ته د ترکيې د صدراعظم له سفره وروسته دا ځل کابل د ترکي سوداګرو او پانګوالو کوربه دی.دوی چې د يکشنبې په ورځ يې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو له چارواکو سره په کابل کې وکتل، ټينګار يې وکړ چې ترکان به په راتلونکي کې د افغانستان له خصوصي سکټور سره د پام وړ همکاري وکړي.د ترکيې د اقتصاد وزارت مرستيال فات مېتېن دغې غونډې ته وويل چې ترکيه او افغانستان په داسې حالت کې دي چې تر منځ يې بايد د سوداګرۍ حجم ميلياردونو ډالرو ته ورسېږي.ده زياته کړه:(( موږ د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا او پرمختګ لپاره دلته يو، د دغو دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو تر منځ شراکت خورا مهم دی، افغانستان او ترکيه په داسې موقعيت کې دی چې د سيمې هېوادونه يو له بل سره وصلوي، نو ځکه د دغو دوو هېوادونو تر منځ خو بايد سوداګريز حجم ميلياردونه ډالره وي.))د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د معلوماتو له مخې، دا وخت د افغانستان او ترکيې تر منځ د څلور سوه ميليونو ډالرو سوداګري کېږي او دا اندازه د تېرو څو پخوانيو کلونو په پرتله شااوخوا سل ميليونه ډالره کمه شوې ده.له افغانستان سره په سوداګريزې راکړې ورکړې او په دغه هېواد کې د بېلابېلو سکټورونو د ارزونې لپاره، دا پلاوی داسې مهال په کابل کې دی چې تېره اوونۍ د ترکيې صدارعظم هم په بېلابېلو مسايلو د خبرو لپاره کابل ته راغلی و.ترکي سوداګر وايي: دغه سفر د دواړو هېوادونو پر اړيکو خورا مثبته اغېزه کړی ده.افغانستان تمه لري چې له ترکيې سره د سوداګرۍ له پراختيا ور هاخوا، د دغه هېواد له لارې اروپا ته ځان ورسوي.د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چارواکي هيله من دي چې د سوداګرۍ د پراختيا تر څنګ ترکيه د کرنې، روغتيا، انرژۍ او کانونو د کيندنې په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.د دغې خونې اجرائيه رييس عتيق الله نصرت ترکي سوداګرو ته وويل: افغان حکومت په ټولو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.دی وايي:(( د ترکي سوداګرو لپاره خاصه زمينه ځکه برابره ده چې د افغان او ترکي سوداګرو تر منځ ډېر ورته والي موجود دى، نو دې ته په کتو د ترکانو لپاره به په هره برخه کې پانګونه سخت کار نه وي او اوس  دې فرصتونو استفاده ځکه مهمه ده چې افغان دولت هم د قوانينو په ساده کولو او هم کاري پړاوونو کې مهم اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.))دی وايي: افغان حکومت به راتلونکې مياشت له کابله استانبول ته د صادراتو هوايي دهلېز هم پرانيزي.د ښاغلي نصرت په وينا، ترکي شرکتونو د کور جوړونې، زېربنا او انرژۍ په برخو کې له تېرو۱۶ کلونو راهيسې ځينې باکيفيته پروژې بشپړې کړي او له همدې کبله افغانان د دغه هېواد پانګونې ته لېوال دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha