صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | نړيوال بانک له افغانستان سره نږدې ۷ سوه ميليونه ډالره مرسته وكړه

نړيوال بانک له افغانستان سره نږدې ۷ سوه ميليونه ډالره مرسته وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نړيوال بانک له افغانستان سره نږدې ۷ سوه ميليونه ډالره مرسته وكړه

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، د افغانستان لپاره د نړيوال بانک رييس ښاغلي شبهام چودري، سره چې د عامې روغتيا وزير ښاغلي فيروز الدين فيروز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير ښاغلي شهزاد اريوبي او اريوبي او د جنوبي آسيا لپاره د نړيوال بانک سرپرستې مرستيالې آغلې ايتل سنهاوسر، هم شتون درلود، په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي او اقتصادي پياوړتيا په موخه يې د وري په ۲۱مه د ۶۹۱ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د وړيا مالي مرستې درې تړونونه لاسليک کړل.

 ښه کيفيت لرونکو روغتيايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسۍ، د دولتي بانکونو د عملياتي چارو د سيستم معياري کول، د مخابراتي ټکنالوژۍ د بنسټونو نښلول، د برېښنايي حکومتولۍ له تګلارې څخه په ګټه اخيستنې د دولتي خدمتونو پراختيا او په دې برخه کې  د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره د آسانتياوو برابرول دي.  د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، په دې اړه وويل: (( د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړول، د بانکدارۍ بنسټونو پياوړي کول او د دولتي سيستمونو ډيجيټلي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کيفيته خدمتونو پر وړاندې کولو کې زموږ پياوړتيا زياتوي))  نوموړي زياته کړه:  (( دا مرستې د نړيوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوي دي، چې د پراختيا لپاره يې له افغان حکومت سره د لومړيتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي.))  د يادونې وړ ده، چې د يادې وړيا مالي مرستې له بستې څخه، ۲۳۱ ميليون ډالره يې د نړيوال بانک ګروپ د نړيوالې پراختيا ادارې تر ټولو بې وزلو هېوادونو لپاره، ۴۲۵ ميليونه ډالر د افغانستان د بيا رغونې وجهي صندوق له خوا او پاتې ۳۵ ميليون ډالره د ماشومانو او مېندو د روغتيا لپاره د نړيوالې پانګونې صندوق له لوري برابرېږي، چې د دواړو صندوقونو مديريت د نړيوال بانک له خوا ترسره کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha