صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ايران له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځاى نيولى

ايران له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځاى نيولى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ايران له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځاى نيولى

ايران، د پاکستان پر ځاى، د افغانستان په لومړي لمبر سوداګريز شريک بدل شوى دى.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزي امريکا غږ ته ويلي چې ايران تېرکال (لمريز کال) افغانستان ته شاوخوا ۱،۹۸ ميليارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو افغانستان ايران ته يوازې ۳۱،۴ ميليونه ډالر واردات کړي دي. ښاغلي الکوزي وويل چې د افغانستان د صادراتو د کموالي علت دا دى چې ايران تر ډېره هر هغه څه لري چې افغانستان يې صادروي. افغانستان وړم کال (۲۰۱۶) له ايران سره ۱،۸ ميليارد ډالر صادرات او واردات درلودل. له ايران سره د تجارت د زياتېدو يو علت دا هم دى چې افغانستان اوس د پاکستان پر ځاى له ځينو نورو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې او ټرانزېټ زيات کړي دي.ښاغلي الکوزي وويل چې افغانستان په دغې مودې کې بيا له پاکستان سره ۱،۳ ميليارد ډالر او له چين سره شاوخوا يو ميليارد ډالر سوداګري کړې ده. افغانستان وړم کال (۲۰۱۶) له پاکستان سره ۲.۲ ميليارد ډالر صادرات او واردات درلودل چې اوس سم نيمايي کم شوى دى. له نړۍ سره د افغانستان د تېرلمريز کال د ټولو صادراتو او وارداتو اندازه د ښاغلي الکوزي په خبره اووه ميليارد ډالرو ته رسېږي، چې ډېر يې له همدغو درېـيو ګاونډيو ايران، پاکستان او چين سره وو. افغانستان نړۍ ته تر ډېره تازه ا وچه ميوه، قالينې او سبزيجات صادروي خو له نړۍ نه بيا خوراکي مواد، ساختماني مواد، ټوکر، موټر، طبي درمل، الکترونيکي وسايل، د فابريکو لپاره خام مواد او داسې نور توکي واردوي. د چابهار بندر په پرانيستلو سره افغانستان له هند او ايران سره تجارتي روابط لا ښه او اسانه شي، افغان چارواکي وايي اوس افغانستان يوازې پر پاکستان تکيه نه کوي بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د تجارت لارې خلاصې کړي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha