صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | خوست د هېواد پر ستر اقتصادي زون بدلېږي

خوست د هېواد پر ستر اقتصادي زون بدلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
خوست د هېواد پر ستر اقتصادي زون بدلېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې مخکې د دغه ولايت له يو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د سوداګرۍ خونې له مسوولينو او غړو سره وکتل.

په پيل کې د سوداګرۍ خونو رييس محمدنواب اميرزي د هېواد جمهوررييس ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغه اقتصادي او پرمختيايي برنامې وستايلې او ور څخه يې مننه وکړه چې د افغانستان محتاجه جغرافيا يې په حاکمې جغرافيا بدله کړه او سوداګرو ته يې مالياتي جرايم معاف کړل.همدارنګه سوداګرو د امنيت او لازمو آسانتياوو په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د پرتو خنډونو د يادونو تر څنګ د غلام خان بندر خلاصولو، د خوست توليداتو ته د بازار موندلو او هوايي کوريډور جوړولو، د شرکتونو په ضمانتونو کې د تجديد نظراو د خوست په صنعتي پارک کې پانګوالو ته د ځمکو د وېش غوښتنه وکړه.جمهوررييس محمداشرف غني د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل، چې د خوست پيسې حلالې دي له حرامې لارې نه دي راغلې، ځکه سلګونه زره خوستيانو په هېواد کې دننه او له هېواده بهر زيات زحمتونه ګاللي او خپل عزت يې ساتلى دى.جمهوررييس غني وويل، افغانستان بايد په شپږو اقتصادي زونونو بدل شي چې يو په کې خوست دى او زه نه غواړم خوست يو محروم سرحدي ولايت پاتې شي، خوست بايد د سيمې په مهم ښار بدل شي او د ننګرهار، هرات، بغلان او نورو مهمو ښارونو سره متعادل حرکت ولري.جمهوررييس د جلغوزيو اقتصادي اهميت ته په اشارې وويل، که جلغوزيو ته پاملرنه وشي موږ يې صادرات تر شپږ سوه مېليونو ډالرو پورې لوړولى شو.جمهوررييس غني په ودانيزو چارو کې د خوست شرکتونه وستايل وې ويل، د ودانيزو شرکتونو اتحاديه دې خپلو طرحو سره راشي چې په کميت او کيفيت نتيجې ته ورسېږو او بيا ستر قراردادونه درکړوجمهوررييس له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې تاسې تشبث وکړئ او فرصتونه او د ګټې لارې چارې وسنجوئ او بيا له حکومت وغواړئ چې د پانګونې شرايط درته برابر کړي. هغه صنعتکاران د کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټو په برخه کې پانګونې ته وهڅول.جمهوررييس غني صنعتکارانو ته د مځکو د وېش په اړه وويل، چې له مشخصو وړانديزونو سره راشئ، اوس د مځکو اداره شته، مځکه حکومت ستاسو په اختيار کې درکوي، چارې يې تاسې په غاړه واخلئ او خپلو کې يې ووېشئ او کارونه مو يوازې تر ښاره مه محدودوۍ او ولسواليو کې هم فعاليت وکړئ.جمهوررييس غني د خوست سوداګرو او صنعتکارانو ته د دغه ولايت د هوايي ډګر د پرانيستې مبارکي ورکړه او د ملي تدارکاتو ادارې رييس الهام عمر هوتکي ته يې لارښوونه وکړه چې د خوست هوايي ډګر د نوي ترمينل تدارکاتي چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha