صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ماليې وزير د افغانستان لپاره د اسيا پراختيايي بانک له رييس سره پر يوشمېر پروژو بحث وكړ

ماليې وزير د افغانستان لپاره د اسيا پراختيايي بانک له رييس سره پر يوشمېر پروژو بحث وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ماليې وزير د افغانستان لپاره د اسيا پراختيايي بانک له رييس سره پر يوشمېر پروژو بحث وكړ

ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، پرون د افغانستان لپاره د آسيا پراختيايي بانک له رييس ښاغلي سمويل توميوا، سره چې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې لوي رييس ښاغلي محمد يما شمس، هم شتون درلود وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د مزار – هرات د رېل پټلۍ په پروژې، د بنسټيزو پروژو په پلي کېدو، له افغانستان سره د ياد بانک د مرستو په اغېزمنتيا، د اسيا پراختيايي بانک په کلنۍ غونډې چې په نږدې راتلوونکې کې به جوړه شي، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) غونډې ته په چمتووالي او په يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې ديوبل خبر له مخې: د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي،  د بغلان له والي ښاغلي عبدالحي نعمتي، سره وکتل.ماليې وزير له هغه سره د ياد ولايت په وضعيت، په بغلان کې د شته فابريکو (سمنټو، نساجي، قند او پنبې) د بيا رغولو په طرحې، د عام المنفعه پروژو په پلي کېدو، د سړکونو او د ولايت مقام د مېلمستون په جوړېدو، د نحرين ولسوالۍ د برېښنا په سبسټېشن، د اب ګردان په بند او يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې.همدا شان ماليې وزير، په جلا کتنه کې د وردګو له والي ښاغلي محمد عارف شاه جهان، سره د ياد ولايت په وضعيت، د ملي بوديجې له لارې خلکو ته د عام المنفعه خدمتونو په وړاندې کولو، په روان مالي کال کې د پراختيايې پروژو په پلي کېدو او يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha