صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د هېواد پر مالياتي معافيت او نورو مسئلو بحث وشو

د هېواد پر مالياتي معافيت او نورو مسئلو بحث وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هېواد پر مالياتي معافيت او نورو مسئلو بحث وشو

د ماليې وزير د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو د معاونيت له سرپرست سره د هېواد د مرستو د مالياتي معافيت هوکړه ليک په تړاو خبرې وکړې د ماليې وزير اکليل حکيمي، پرون د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو د سفارت د معاونيت له سرپرست ښاغلي ريچاډ اچ ريلي، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو افغانستان ته د امريکا د متحدوايالتونو د مرستو د مالياتي معافيت په هوکړه ليک، د ملي عوايدو د راټولېدو په برخه کې د حکومت په لاسته راوړنو چې د پيسو نړيوال صندوق (IMF) له لوري هم د منلو وړ دي، د ګمرکونو په نړيوال سازمان (WCO) کې د افغانستان په فرصتونو او غړيتوب په ډېرولو، د افغانستان د  ګمرکونو لپاره د دې سازمان د اصلاحاتو په نوې ستراتيژۍ، له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په موخه له ګاونډيو هېوادونو سره د اطلاعاتو په تبادله او نورو اړوندو مسائلو خبرې وکړې.پرېکړه وشوه، چې د دواړو لوريو تخنيکي ډلې دې د دغه هوکړه ليک د تخنيکي او حقوقي اړخونو په تړاو کار وکړي، څو په اغېزمنه توګه پلي شي.           باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha