صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د سيمې له هېوادونو سره د افغان سوداګرۍ دهليزونه پراختيا مومي

د سيمې له هېوادونو سره د افغان سوداګرۍ دهليزونه پراختيا مومي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سيمې له هېوادونو سره د افغان سوداګرۍ دهليزونه پراختيا مومي

د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو وزارت وايي: په ۲۰۱۸ مىلادي کال کې به له پنځو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه جوړ شي.

آذرباىجان، اندونىزىا، سرىلانکا، عربي متحده امارات او ترکىه هغه هېوادونه دي چې هوايي دهلېزونه به ورسره رامنځته شي، خو د سوداګرۍ وزارت وايي: تر هر څه وړاندې باىد دا معلومه شي، چې په ىادو هېوادونو کې کوم ډول افغاني توکي ښه مارکېټ لري ،ترڅو نتىجه‌ىې هم مثبته وي.د سوداګرۍ او صناىعو وزارت وىاند مسافر قوقندي وايي:له نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم دي او دوى هم پرې ډېر تمرکز لري.نوموړي زىاته کړه: (( سږ کال زموږ هدف دا دى چې له پنځو هېوادونو سره هوايي کورىډورونه رامنځته کړو، خو مهمه دا ده چې کوم توکي هلته بازار لري چې موږ ىې هغو هېوادونو ته ولېږو.)) افغانستان دا مهال له دوو هېوادونو هند او قزاقستان سره هوايي دهلېزونه لري چې صادرات او واردات پرې کېږي.د چارواکو د معلوماتو له مخې: که څه هم له قزاقستان سره د افغانستان له هوايي دهلېزه ډېره ګټه نه‌اخىستل کېږي، خو له هند سره د دوو هوايي دهلېزونو موجودىت د صادراتو د پراختىا لپاره مهم ګڼل کېږي.له هند سره د افغانستان دغه دوه هوايي دهلېزونو افغان سوداګرو ته دا آسانتىا برابره کړې چې نوي ډېلي او ممبىي ښارونو ته تر ډېره وچې او لندې مېوې ولېږدوي.که څه هم د هوايي دهلېزونو له لارې د توکو د لېږد رالېږد د ځنډ او قىمت په اړه سوداګرو ځىنې شکاىتونه کړي وو، خو د سوداګرۍ او صناىعو خونه د صادراتو په وده او پراختىا کې د هوايي دهلېزونو رول مهم بولي.د دغې خونې وىاند صىام‌الدىن پسرلي آزادۍ راډىو ته ووىل: په هېواد کې د سړو خونو د کمښت له کبله د افغانستان ډېرې تازه مېوې له‌منځه ځي، خو د ګڼو هوايي دهلېزونو په رامنځته کېدو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.په ورته وخت کې د اقتصادي چارو ىو شمېر افغان کارپوهان وايي: دا چې افغانستان اوبو ته لار نه‌لري، نو له نورو هېوادونو سره‌ىې د مځکې او هوا له لارې سوداګرىزې اړىکې مهمې دي.د اقتصادي چارو افغان کارپوه تاج محمد تلاش ووىل: (( د هوايي کورىډورونو په رامنځته کېدو به کار موندنه رامنځته شي، سوداګرىزې تجربې به تبادله شي، روابط به ډېر سره نږدې شي او اقتصادي اړىکې ډېر په آسانۍ کولاى شي چې سىاسي روابط ورغوي او پر بنسټ‌ ىې د اړخونو ګټې وسنجول شي.))د ښاغلي تلاش په خبره له هوايي دهلېزونو نه د لا اغېزمنې استفادې لپاره باىد له هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ىو اړخىزه نه، بلکې تعادل په‌کې په پام کې وساتل شي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha